تازه سرليکونه
د (اسلامي تاريخ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په تاریخ کي پر مسلمانانو لګېدلي تورونه ۳
  تعلیم الاسلام
  August 24, 2015
  0
د تاريخ په اوږدو کي پر مسلمانانو لګېدلي تورونه (درېيمه برخه)
ژباړه: احسان ربي انفال 
 
د تېرو امتونو مفتريان (تور پوري کوونکي/ تهمت ويونکي):
 
وخلکو ته الله جل جلاله په هره زمانه کي پيغمبران رالېږلي دي، تر څو د اخرت له ورځي ئې وبېروي اود دوږخ او جنت له شتون څخه ئې اګاه کړي. الله جل جلاله دا حقيقت داسي بيانوي:
 
 إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ بِالْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَإِنْ مِنْ أُمَّةٍ إِلَّا خَلَا فِيهَا نَذِيرٌ. سورة فاطر (آيت، ۲۴)
ژباړه: بې شکه موږ ته په رښتيا سره زېری ورکوونکی او وېروونکی لېږلی يې او هيڅ داسي امت نسته خو دا چي په هغه کي کوم وېروونکی تېر سوی دئ.

الله جل جلاله فرمايي چي فقط د ګوتو په شمار يو څو کسانو پر دغه رسولانو (عليهم السلام)  ايمان راوړ، او اکثرو ئې ورڅخه انکار او مخالفت وکړ. لکه په قران کريم کي چي ئې لولو:
 
وَمَا آَمَنَ مَعَهُ إِلَّا قَلِيلٌ. سورة هود (آيت، ۴۰)
ژباړه: او لږ غوندي خلک وو چي له نوح سره ئې ايمان راوړی وو.
 
أَمْ لَمْ يَعْرِفُوا رَسُولَهُمْ فَهُمْ لَهُ مُنْكِرُونَ ﴿۶۹﴾ أَمْ يَقُولُونَ بِهِ جِنَّةٌ بَلْ جَاءَهُمْ بِالْحَقِّ وَأَكْثَرُهُمْ لِلْحَقِّ كَارِهُونَ. سورة المؤمنون (آيتونه، ۶۹-۷۰)
ژباړه: يا دا چي له خپل رسول سره هيڅکله اشنا نه وو چي (د نا اشنا سړي په توګه) له هغه نه تېريږي (۶۹) يا دوی ددې خبري قايل دي چي هغه ليونی دئ؟ نه، بلکي هغه حق راوړی دئ او له دوی څخه د ډېرو حق نه خوښېږي.
 
الله جل جلاله موږ له دې څخه خبروي، چي د رسولانو په وړاندي اکثره وخت د قام مخورو کسانو حساسيتونه راپارولي دي. په لاندي آيت شريف کي ئې داسي وضاحت سوی:
 
وَكَذَلِكَ مَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِي قَرْيَةٍ مِنْ نَذِيرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَا إِنَّا وَجَدْنَا آَبَاءَنَا عَلَى أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَى آَثَارِهِمْ مُقْتَدُونَ. سورة الزخرف (آيت، ۲۳)
ژباړه: او په همدې توګه تر تا پخوا هيڅ يو کلي ته مو بېروونکی نه و لېږلی، خو دا چي د هغه هوسا، شتمنو خلکو دا وويل، چي بې شکه موږ خپل پلرونه په يوه لارموندلي دي او موږ د هغو پر پلونو تلونکي یو.
 
وَمَا أَرْسَلْنَا فِي قَرْيَةٍ مِنْ نَذِيرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَا إِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُمْ بِهِ كَافِرُونَ. سورة سباء (آيت، ۳۴)
ژباړه: او موږ هيڅ يوې سيمي ته بېروونکي نه دي لېږلي خو د هغې سيمي بډايانو ويلي دي: کوم پيغام چي تاسي راوړی دئ موږ ئې نه منو.
 
دغه آيتونه موږ ته د کفارو په اړه دوه شيان راښيي:
 
لومړی: دغه وګړي د خپل قام شتمن او بډای خلک دي. 
 
دوهم: د دوی ظلم او تېری دئ چي د رسولانو څخه د انکار سبب ګرځي. 
 
دوی د هغه چا مخالفت کوي، چي د حق پيغام (د الله جل جلاله دين) ئې ورته راوړی او خلک ونيکيو ته هڅوي. ځکه دوی پر دې بېريږي، که د حق دغه پيغام خپور سو، نو د دوی هغه ګټه وټه چي په خورا حرص او لالچ سره ئې راټولوي له لاسه ووځي
 
د دوی له حرص او لالچه سره سره بيا هم د الله جل جلاله رسولانو دوی ته د حق دعوت کاوه. ورته ويل به ئې چي دا دنيا فاني او مؤقتي ده، اصلي ژوند له مرګه وروسته راپيلېږي او د اخرت ګټه په مال، شمتني، جايداد او نورو دنيوي شيانو پوري نه ده تړلې، بلکي دا ګټه يوازي او يوازي د الله جل جلاله څخه په بېره او نېکو اعمالو کي تر لاسه کېږي. د حق دغه وينا به دوی په غوصه کړل، چي ورته ويل به ئې کومو شيانو ته چي تاسي ارزښت ورکوئ او د هغو د تر لاسه کولو غوښتنه کوئ، په حقيقت کي هيڅ ارزښت نه لري. الله جل جلاله ددې کسانو د دنيوي خواهيشاتو په اړه موږ ته داسي څرګندونه کوي: 
 
إِنَّ هَؤُلَاءِ يُحِبُّونَ الْعَاجِلَةَ وَيَذَرُونَ وَرَاءَهُمْ يَوْمًا ثَقِيلًا. سورة الانسان/الدهر(آيت، ۲۷)
ژباړه: بې شکه دا کافران ددغي نړۍ ژر تېرېدونکی ژوند خوښوي او سخته ورځ تر شا پرېږدي.
 
هغه کسان چي په خپل زور، طاقت، شهرت، شتمني او عزت غره دي، او د خپل ځان کمال ئې بولي، د الله جل جلاله پر احکامو او ټاکل سوو حدودو باور نه لري، دوی داسي فکر کوي چي هر څه ئې په وسه پوره دي او هر څه چي کوي د هغه له پايلي سره نه مخ کېږي. له بلي خوا قران کريم موږ ته ددوی د باطلي عقېدې، غلط تګلوري او ددوی ټاکل سوي ارزښتونه عيبجن ښيي. او پر هغه نظام د بطلان کرښه راکاږي، چي ددوی پر نفسي خواهشاتوبناء دئ. 
 
نو ځکه دوی په مسلسله توګه ددې هڅه کوي، چي د قراني اخلاقو د دودولو مخه ونيسي. د کفارو ددې خرابي عقېدې او د مؤمنانو په وړاندي د دوی قهر قران کريم داسي ښيي:
 
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآَيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ﴿۱۱۸﴾ هَا أَنْتُمْ أُولَاءِ تُحِبُّونَهُمْ وَلَا يُحِبُّونَكُمْ وَتُؤْمِنُونَ بِالْكِتَابِ كُلِّهِ وَإِذَا لَقُوكُمْ قَالُوا آَمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا عَضُّوا عَلَيْكُمُ الْأَنَامِلَ مِنَ الْغَيْظِ قُلْ مُوتُوا بِغَيْظِكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُور. ﴿۱۱۹﴾ سورة آل عمران (آيت، ۱۱۸-۱۱۹)
 
ژباړه: اې مؤمنانو، تاسي له خپلو پرته (بل) همراز مه نيسئ (ځکه) چي دوی ستاسي د ورکاوي هيڅ فرصت له لاسه نه ورکوي، هرڅه چي تاسي ته تکليف درکوي دوی ئې خوښوي. په رښتيا چي ددوی کينه د دوی له خولې څخه څرګنده سوې ده او هغه څه چي دوی ئې په زړونو کي پټوي غټ دي. بې شکه چي موږ تاسي ته آيتونه بيان کړل، که تاسي پوهېږئ. (۱۱۸) دا خو تاسي ياست چي له دوی سره دوستي کوئ، خو دوی له تاسي سره دوستي نه کوي، حال دا چي تاسي پر کتاب ايمان لرئ. او کله چي دوی تاسي ويني، وايي موږ ايمان راوړی دئ، خو کله چي يوازي سي د قهر او غوسې له کبله پر تاسي د خپلو ګوتو سرونه چيچي. ووايه په خپله غوسه کښي مړه سئ. بې شکه چي الله د زړونو په رازونو پوهېدونکی دئ.
 
پورتني آيت شريف موږ ته ښيي، چي کفار له هر ډول ممکنه کړنلارو څخه کار اخلي، تر څو مؤمنانو ته تاوان ورسوي، کمزوره او فاسد ئې کړي او يا ئې له منځه يوسي.
 
لکه څنګه چي مخکي ذکر سوه، دوی خپلو دغه کرغېړنو اهدافو ته د رسېدو په موخه تر ټولو ډېر د مؤمنانو پر ضد له تهمتونو او دسيسو څخه کار اخلي.
 
کفار دا هڅه کوي، چي نور وګړي د خپل ځان په څیر له حقي لاري څخه واړوي. نو ددغي حقي لاري څخه د اړولو په خاطر کفار همېشه مؤمنان کم ښيي او ددې مخنيوی کوي، چي د مؤمنانو وپيغام ته دي نور خلک غاړه کښېږدي او يا دي له هغه څخه متأثره سي. خو بيا هم مؤمنان د الله جل جلاله پر دين ټينګ ولاړ او پر هيڅ داسي شي ايمان نه راوړي چي د دوی د شرم او بې حرمتۍ سبب دي وګرځي، نه داسي کړنه تر سره کوي او نه داسي څه پر خوله راوړي. دوی د الله جل جلاله له حدودو څخه تېری نه کوي او همېشه پر خپلو نېکو او سپېڅلو اعمالو ټينګ ولاړ وي. خو کفار بيا د تهمت، درواغو او چل ول له لاري خپل هدف ته د رسېدا هڅه کوي. د مؤمنانو پر ضد دسيسې جوړوي او د هغوی د بدنامولو په موخه سره راټولېږي. په دې موخه چي خپل درواغ پټ کړي، دوی خپلو داسي ملګرو ته چي مؤمنان د خلکو په سترګو کي حقير او بدنامه ښيي، خاصي دندي سپاري. خو هيڅکله به بريالي نه سي. الله جل جلاله مؤمنانو ته ددغه خلکو په هکله داسي فرمايي:
 
 وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا فِي كُلِّ قَرْيَةٍ أَكَابِرَ مُجْرِمِيهَا لِيَمْكُرُوا فِيهَا وَمَا يَمْكُرُونَ إِلَّا بِأَنْفُسِهِمْ وَمَا يَشْعُرُونَ. سورة الأنعم (آيت، ۱۲۳)
 
ژباړه: او په دې ډول موږ په هر کلي کښي د هغه غټ غټ مجرمان بوخت کړي دي، څو هلته د خپلي ټګۍ جال وغوړوي نو دوی بې له خپل ځان څخه د بل چا له پاره د ټګۍ لومه نه جوړوي او دوی نه پوهېږي.
 
د ځينو هغو مفتريانو (تورپوري کوونکو/ تهمت ويونکو) يادونه په قران کريم کي سوې ده، چي پر پېغمبرانو علیهم السلام او مؤمنانو باندي به ئې تهمتونه ويل. نو ددې پېښو او د هغو د پايلو يادونه چي هيڅکله کفار خپل هدف ته نه دي رسېدلي د هغو مخلصو او رښتينو کسانو سره پوره - پوره مرسته کوي، چي تهمتونه پر ويل سوي دي، او په دې ئې پوهوي  چي يوازي پر دوی تهمتونه نه ويل کېږي، بلکي له دوی څخه تر مخه نور کسان هم وه چي له دا ډول ترخو پېښو سره مخ سوي دي.
 
نور بیا..........
 

سرته