تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلایل: د ملائکو د عالم معجزې
  تعلیم الاسلام
  February 14, 2017
  0
د ملایکو د عالم معجزې
ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
کله چي د بدر په تاريخي غزا کي جنګ سخت او وژل پيل سوه نو رسول الله ﷺ الله  تعالی  ته په ډير عجز د مرستي غوښتلو دعاګاني پيل کړې بالاخره الله  تعالی د خپل رسول ﷺ او مؤمنانو د نصرت د پاره  ملکي راولېږلې.
 
الله  تعالی  فرمايي:
( إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُمْ بِأَلْفٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُرْدِفِينَ.) (۱)
 
( ياد كړئ ) هغه وخت چې استغاثه به كوله تاسې خپل رب ته نو الله ستاسې د ( فرياد) لپاره در ورسيده چې بيشكه زه مرسته كوونكى يم له تاسې سره په زرو تنو له پرښتو ځنې، يوه په بلې پسې راتلونكې .
 
(إِذْ يُوحِي رَبُّكَ إِلَى الْمَلَائِكَةِ أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِينَ آمَنُوا سَأُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ فَاضْرِبُوا فَوْقَ الْأَعْنَاقِ وَاضْرِبُوا مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ.) (۲)
 
( ياد كړه اى محمده ! ) هغه وخت چې ستا رب پرښتو ته وحي وكړه ( چې ووايي مؤمنانو ته ) بيشكه زه له تاسې سره يم ( په نصرت او اعانت ) نو ثابت كړئ تاسې هغه كسان چې مؤمنان دي ( په نصرت او بشارت ) ژر به زه ويره وغورځوم په زړونو د هغو كسانو كې چې كافران شوي دي نو وهئ تاسې ( سرونه ددې كفارو) د پاسه د ورميږونو او ووهئ تاسې له دغو ( كفارو څخه هر هر بند) او ټولې گوتې .
 
(بَلَى إِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا وَيَأْتُوكُمْ مِنْ فَوْرِهِمْ هَذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُمْ بِخَمْسَةِ آلَافٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُسَوِّمِينَ.) (۳)
 
(ياد کړه اى محمده!) کله چې ويل تا مؤمنانو ته چې ايا کافي (بس ) به نه شي ستاسې دا چې مرسته وکړي له تاسې سره رب ستاسې په درې زرو له پرښتو چې راليږلې شوې وي (له اسمانه). هو! (درې زره بس کيږي) ! که تاسې صبروکړئ او وويريږئ (له الله ) او راشي مشرکان پر تاسې په دغه ساعت (بې له ټاله يو ناڅاپه) نو مرسته به وکړي له تاسې سره رب ستاسې په پنځو زرو سره له پرښتو چې علامې لرونکې به وي.
 
د اکثره علماوو په نزد د راجح قول له مخي همدا وعده د بدر د غزا د پاره سوې وه چي بالاخره مسلمانان په غزا کي پوره بريالي سول.(۴)
 
د بدر په غزا کي د ملکو نښي او جنګ
 
د بدر په غزا کي ملکي پر اسانو سپرې او لنګوټې يې هم تړلي وې چي شملې يې د اوږو ترمنځ ايله کړي وې.(۵)
 
کله چي به مسلمانو غوښتل پر يوه مشرک حمله وکړي نو د هغه سر به خپله د تنه جلا سو.(۶)
 
حضرت ابن عباس رضي الله عنهما فرمايي چي د بدر په ورځ يو مسلمان په يوه مشرک پسې وو چي ناڅاپه يې د چلاخي او د يوه سپاره ږغ واورېده چي ويل يې: أَقْدِمْ حَيْزُومُ! مخته سه اې حيزومه! (د ملکي د آس نوم دی)، کله چي يې مشرک ته وکتل هغه پر مخ لوېدلی وو، پر پزه يې نښي وې او مخ يې څېري سوی وو ګواګي په چلاخه وهل سوی دی او هغه ځای هم ټول زرغون وو.(۷)
 
د بنديانو په نيولو کي مرسته
 
د بدر په غزا کي د انصارو يوه کمزوره سړی راغلی او ابن عباس رضي الله عنه يې بندي کړی راوستی، عباس رضي الله عنه وويل، اي د الله رسوله، په الله قسم! دې کس زه نه يم نيولی بلکي يوه بې ورېښتانو کس چي ډيره ښايسته څېره يې وه زه ونيولم چي پر تور آس سپور وو تر اوسه مي په خلګو کي نه وو ليدلی، انصاري وويل، ای د الله رسوله! ما بندي کړی، رسول الله ﷺ وفرمايل: خاموش سه، الله  تعالی  ستا مرسته په يوه عزتمندي ملکي سره وکړه.(۸)
 
په مختلفو حالاتو کي د ملایکو د راتګ مشاهده
 
- عبدالله بن عباس رضي الله عنهما فرمايي چي رسول الله ﷺ د بدر په ورځ وويل:
 (هَذَا جِبْرِيلُ آخِذٌ بِرَأْسِ فَرَسِهِ - عَلَيْهِ أَدَاةُ الْحَرْبِ.) (۹)
 دا جبريل (عليه السلام) دی ، د خپل آس سر يې نيولی دی، د جنګ په آلاتو سنمبال دی.
 
- حضرت سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه فرمايي چي د احد په ورځ مي د رسول الله  راسته او چپه طرف ته دوه سپين کالي اشخاص وليدل چي ټينګ جنګ يې کاوه،  هغوی مي مخکي هم نه وو ليدلي  او وروسته مي هم نه دي ليدلي يعني جبرائيل او مکائيل عليهما السلام.(۱۰)
 
- حديث جبريل خو يو ډير مشهور حديث دی چي جبرايل عليه السلام د يوه ښايسته شخص په صورت کي رسول الله ﷺ ته نژدې کښېنستی او پوښتني يې کولې. (۱۱)
 
- حنظله رضي الله عنه چي کله شهيد سو غسل يې ملائيکو وکړی او صحابه کرامو  وليدل چي اوبه ترې تويږي. دا يوه مشهوره واقعه ده. 
 
نبي کریم علیه السلام ته د ملایکو حاضرېدل او د ملایکو نښي او نصرت په سترګو لیدل د نبوت یو ډیر لوی دلیل دی.
 
ماخذ: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت دلایل
مخکنۍ برخي دلته کلیک کړئ: د نبوت دلایل
 
اخذلیکونه:
۱ : سورة الانفال: ۹ - ۱۰
۲ : سورة الانفال: ۱۲
۳: سورة آل عمران: ۱۲۵
۴: کابلي تفسير: علامه شبير احمد عثماني. د حرمينو چاپ. ج۱، ص۳۵۴
۵: تفسير الجلالين: جلال الدين عبدالرحمن بن ابي بکر السيوطي. ج۱، ص ۴۲۵، مکتبة الشاملة
۶: معارف القران: ج۲، ص۱۷۴
۷: صحيح مسلم: ج۵، ص۱۵۶
۸: مسند احمد بن حنبل: ج۱، ص۱۱۷
۹: صحيح بخاري: ج۵، ص۱۰۳
۱۰: صحيح مسلم: ج۷، ص۷۲
۱۱: الکلام المبين في آيات رحمة للعالمين: ص ۲۴۹
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته