تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلایل: قران او نوی ساینس
  تعلیم الاسلام
  January 22, 2017
  0

 قران او اوسنی ساينس

ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د قرانکريم يو بل ستر اعجاز دا دی چي د ډيرو داسي علمي او ساينسي حقايقو ښوودنه يې کړې ده چي په هغه زمانه کي يوازي دا نه چي خلګو ته نامعلوم وه بلکي په هغه وخت کي د ددغو علمي خبرو تصور هم نه سواي کېدلاي. دا چي قرانکريم د ټول انسانيت د لارښووني د پاره اخرنی کتاب دی نو بايد په هر عصر کي قرانکريم خپل اعجاز ښکاره کړي يعني په يوه زمانه کي چي يو فن ډير غالب او معيار بلل کيږي قرانکريم بايد تر هغه فوق وي او هم د هغه فن ماهرين بايد عاجزه کړي، زموږ په دې عصر کي ساينس همداسي غالب او معياري فن بلل کيږي خو بيا هم قرانکريم خپل فوقيت پر ساينس ثابت کړی دی! 
 
دلته به يو څو هغه ساينسي انکشفات ذکر کړو چي نــه د قرانکريم د نزول په زمانه کي چا ته معلوم وه او نه په وروسته پېړيو کي، البته په ۱۹، ۲۰ يا ۲۱ پېړۍ کي ساينس پوهان د ډيرو مجهزو وسايلو په ذريعه تر څو ځلو غلطو نتايجو او ساينسي نظرياتو بيانولو وروسته حقيقت ته ورسېدل.
 
په هر شي کي د نر او مادې تصور 
 
د قرانکريم ارشاد دی:
(وَمِنْ كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ.) (۱)
او له هرشي څخه پيداكړى دى مونږ جوړې دوه قسمه ( نر، ښځه ) لپاره ددې چې تاسې پند واخلی (پوه شی چې يواځې فرديت او وحدانيت د الله صفت دى)
 
          
 
په کوم وخت کي چي دا ايت شريف نازل سو په هغه وخت کي په نړۍ کي دا تصور وو چي جوړې صرف په انسانانو يا حيواناتو کي وي يا په څو نباتاتو کښي وي خو د ساينسي ترقۍ سره دا حقيقت وروسته ساينس پوهانو ته ښکاره کيږي چي نر او ښځه په هر شي کي موجود وي دا بېله خبره ده چي کله دې جوړو ته د نر او ښځي نوم ورکول کيږي، کله د مثبت او د منفي نوم او کله بيا د اليکټرون او پروټون نوم ورکول کيږي. بلکي په قرانکريم کي دا هم ويل سوي دي چي په ډيرو شيانو کي د جوړو علم اوس خلقو ته معلوم نه دی: 
 
(سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنْبِتُ الْأَرْضُ وَمِنْ أَنْفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا يَعْلَمُونَ.) (۲)
پاكي ده ( له هرعيبه ) هغه الله ته چې پيداكړي يې دي دغه ( ټولى ) جوړې ( انواع اصناف) ټول له هغو څيزونو چې زرغونوي يې ځمكه اوله ځانو د دوى ( اولاد لمسي كړوسي ) اوله هغو ( مخلوقاتو) څخه چې دوى يې نه پيژني ( د علوياتو اود سفلياتو له عجائبو مخلوقاتو څخه ) .
 
پراخېدونکي کائينات
 
د زرګونو کلونو راهيسي د ستورو پېژندونکو ساينس پوهانو دا نظر وو چي د کائيناتو عمومي حجم نه بدلېدونکی دی. د معاصر وخت مشهور ساينس پوه البرټ اينسټاين هم په دې اړه فکرمند وو چي ايا کائينات پراخيږي او که راټوليږي؟ خو کله چي ايډوين هبل په ۱۹۲۹ ميلادي کال کي د کهکشانو مشاهدات وکړل ورته معلومه سوه چي کائينات د پراخېدو په حال کي دی. البرټ اينسټاين ته چي دا حقيقت ثابت سو نو خپله مخکنۍ نظريه يې د خپل ژوند " تر ټولو ستره تېروتنه" ونومول! وروسته ټولو ساينس پوهانو دا خبره ومنل چي کائنات پراخېدونکی دی. خو قرانکريم ۱۴۰۰ کاله مخکي داسي ارشاد فرمایلی دی:
 
(وَالسَّمَاءَ بَنَيْنَاهَا بِأَيْدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ.) (۳)
اوآسمان موجود كړى دى مونږ په ايدي (د قدرت خپل)او بيشكه مونږ خامخا پراخوونكي يو ( او هر شى موله واك او قدرته پوره دى )
 
 
د محمد رسول الله ﷺ راوړي پيغام ۱۴۰۰ کاله مخکي دې حقيقت ته اشاره کړې ده خو ساينس پوهان په ۲۰ پېړۍ کي په خبر سول. (۴)
 
 
د غرونو وظيفه
 
الله  تعالی  فرمايي: ( وَجَعَلْنَا فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَنْ تَمِيدَ بِهِمْ.) (۵)
او پيداكړي دي مونږ په ځمكه باندې درانه محكم غرونه ولاړ ( يا ټك وهلى دي مونږ پكې ميخونه چې ونه خوزيږي دا ځمکه په دوى)
 
 
دا حقيقت قرانکريم په مختلفو ځايونو کي بيان کړی دی چي کله مځکه وغوړېده نو حرکت يې کاوه، الله  تعالی  لوی لوی غرونه پيدا کړل او پر مځکه يې نصب کړل بالاخره مځکي قرار ونيوی. نوي ساينسي انکشافاتو پېړيو وروسته دا معلومات حاصل کړی چي لوی لوی براعظمونه اوس هم په ډير سست رفتار سره حرکت کوي، خو رفتار يې دومره کرار وي چي عموماً سترګي يې نسي درک کولای. (۶)
 
مځکي او اسمانونه د الله تسبيح وايي
 
(تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَوَاتُ السَّبْعُ وَالْأَرْضُ وَمَنْ فِيهِنَّ...) (۷)
پاكي وايي ده ته اوه واړه آسمانونه او ځمكه او هغه څه چې په دوى كې دي.
 
الله  تعالی  په هر شي کي حتی  په ډبرو کي لا هم يو ډول حس پيدا کړی دی او ساينس اوس دا خبره منلې ده چي په ډبرو کي لا هم يو ډول حس موندل کيږي.(۸)  او ساينس پوهان دا اعتراف هم کوي چي کائينات يو ډول ځانته ږغ کوي...
 
 
وګوری د نبي کريم ﷺ راوړی الهي پيغام د درستي نړۍ تر ساينس پوهانو څومره مخته دی! ددې څخه بېله شک او شبهې ثابتيږي چي دا د بشر کلام نه دی ځکه د نړۍ ټولو پوهانو په ګډه هغه حقايقو ته نه وه رسېدلي کوم چي قرانکريم ذکر کړي دي نو بيا به څنګه عقل دا کلام د بشر لخوا بولي؟
 
داسي ډير ايتونه سته چي قرانکريم ورته اشاره کړې ده خو ساينس پوهانو تر ډيرو څېړنو او نظرياتو ورکولو وروسته  اصلي حقيقت ته رسېدلي دي لکه د سياراتو په خپل مدار کي ګرځېدل، د انسان ابتدايي خلقت، د انسان د پوست بې حسي، د هر ژوندي شي په تخليق کي د اوبو شتون او داسي نور...(۹)
 
په قرانکريم کي ددې ډول قدرتونو د يادولو مطلب دا دی چي انسان په دې کي تر غور کولو ورسته يقين وکړي چي دا يو پيدا کونکی لري.
 
يو وخت هغه زمانه وه چي د مغرب عيسويانو د سخت تعصب په وجه او د اسلام د مخنيوي د پاره ويل چي قران (معاذالله) نبي کريم ﷺ د ځانه جوړ کړی دی خو اوس بيا د غرب د مصنفينو وينا دا ده چي د پخوانيو غربيانو دا نظريه صرف د عناد او سياسي اهدافو د پاره وه، تر شا يې کوم دليل نه درلود او د نبي کريم ﷺ ټول ژوند ددې تهمت تکذيب کوي، د موجوده دور مشهور مستشرق پروفيسر منټګومري واټ ليکي:
 
په منځنيو پېړيو کي (د غربیانو لخوا) دا تصور عام کړل سوي وو چي محمد (ﷺ) (معاذالله) رښتنی نبي نه دی. خو د منځنيو پېړيو دا تصورات چي په اصل کي يې د جنګي پروپاګنډې حيثت درلود اوس په کراره کراره د اروپايي او عيسايي نړۍ څخه ليري کيږي نو د محمد (ﷺ) په اړه دغه تصور اوس د بحث څخه ايستل په کار دي او محمد (ﷺ) يو داسي انسان ګڼل پکار دي چي په پوره اخلاص او ديانت سره يې هغه پيغامونه بيانول...(۱۰)
 
ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلایل
 
اړوند: 
قرانکریم د ساینس پوهانو په آند
اسلام او ساینس
د قرانکریم لس ډوله اعجاز
رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیرمسلمانانو په آند
 
اخذ لیکونه:
۱: سورة الذاريات: ۴۹
۲: سورة يس: ۳۶
۳: سورة الذاريات: ۴۷
۴: علامه مفتي محمد تقي عثماني په خپل مختصر تفسير (توضيح القران آسان ترجمه قران) کي هم دې مفهوم ته اشاره کړې ده، وګورئ: ج۳، ص۱۶۰۹
۵: سورة الانبياء: ۳۱
۶: توضيح القران آسان ترجمه قران: علامه مفتي محمد تقي عثماني، ناشر: مکتبة معارف القران- کراچي.  ج۲، ص۹۹۲
۷: سورة بني اسرائيل: ۴۴
۸: توضيح القران آسان ترجمه قران: ج۲، ۸۶۸
۹: د قران او نوي ساينسي علومو په اړه د علامه مفتي محمد شفيع  لخوا ضروري يادونه وګورئ: معارف القران: ج۶، ص۴۸۹-۴۹۷
۱۰: علوم القران: ص ۲۳۴
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته