تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام او تلویزیون (لومړۍ برخه)
 
  October 18, 2016
  0
لیکوال: مولانا عبدالله یوسف (قاسمي)
ژباړه: احمد ارشاد (سعید) / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
حرام او ناروا ته کتل

ټلویزیون د سینما او یا تر دې هم د زیانمنې وسیلې په شان ګرځیدلی دی. په دې اړه د شویو تحقیقاتو او د ماهرو اشخاصو له ویناوو څخه کوم چې د ټلویزیون د وژونکو تأثیراتو په اړه څیړني کوي دا څرګندیږي چې ټلویزیون  د اسلامي عقائدو، اخلاقو او ټولنې لپاره ډیر زمانمن تمام شوی. دا ځکه چې ټلویزیون بداخلاقۍ، شیطاني او وسوسه اچونکي صحنې، غیر اخلاقي تصویرونه، نیم بربنډیتوب او شهوت پارونکي ویناوي خلکو ته په مفته او وړیا توګه وړاندي کوي. الله تعالی ټول مسلمانان امر کوي تر څو خپل نظرونه کښته واچوي، الله تعالی فرمايي:

قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ... (سورة النور: ۳۰)
([اې پیغمبره] مؤمنانو نارینه ؤ ته ووایه؛ چې خپل نظرونه کښته کړئ او د خپلو شرم ځایونو ساتنه وکړئ.)

همدې دلیل ته په کتلو شریعت حرامو ځیزونو ته کتنه حرامه ګرځولې او د ټلویزیون د پردې پر مخ راتلونکي زیاتره تصویرونه حرام او ناروا دي. نو له دې وجې په رضایت، ساتیرۍ او یا شهوت سره د هغوی کتنه حرامه ده. 

تاسو د تلویزیون پر مخ په پرله پسې توګه د حرامو څیزونو د کتلو په وجه د ډیري لويي ګناه مرتکب کیږئ. د تلویزیون په وسیله نشر شوی تر ټولو څرګند او شریر جرم د عریانیت او جنسي بد اخلاقۍ جرم دی. د تلویزیون په نړۍ کې د ساتیرۍ او لذت تر نامه لاندي تجارتي بربنډیتوب او جنسي بې لاري د یو مهمي فرضیې په توګه منل شوې.  اسلام د بد اخلاقۍ او بې حیایۍ ټول شکلونه منع کړي دي، خو تلویزیون د واقعي غیر اخلاقي حرکاتو د نمایش په وسیله بې لاريتوب او بې حیایۍ ته ترویج ورکوي. پر دې سربیره په ډیره بې حیایۍ او جسارت سره دې ټولو ته د زده کړي او تعلیمي مطالبو نوم ورکوي. الله تعالی فرمایي: 

وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلًا. ( الأسراء :۳۲)
(زنا ته مه نیژدې کیږئ، هغه ډیره ناوړه کار دی او بده لاره ده.) 

یعني د ټولو هغو شیانو څخه لیري اوسئ چې انسان بدلمنۍ ته تمرین او راهنمايي کوي او یا زنا ته د نژدې کیدلو پړاونه دي.

تلویزیون او د ښځي آواز

د اسلام له نګاه څخه د ښځي آواز هم د ستر له ډولونو څخه دی، باید چې مستور کړای شي. دا چې د ښځي آواز ستر دی نو نارینه وو ته نه ده روا چې د نامحرمو ښځو آوازونو ته که څه هم د قرآنکریم تلاوت وي غوږ شي. خالق تعالی جل جلاله په هغې فتنې ښه خبر دی کوم چې د نارینه وو لپاره د ښځو په آوازونو کې شته. نو له دې وجې ښځو ته نه ده روا چې د خبرو کولو په وخت کې خپل آوازونه لوړ کړي او نه هم ورته روا ده چې لمونځ په لوړ آواز ادا کړي. خو که چیري ضروریت دا تقاضا کول چې باید ښځه د نارینه سره خبري وکړي، نو لازمه ده چې آواز به یې جذاب، نرم او زړه وړونکی نه وي. د ښځي په آواز کې د فتنې خطر ته په کتلو الله تعالی ښځي داسي امر کړي:

إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَعْرُوفًا. ( سورة الاحزاب:۳۲)
(که تاسي د الله تعالی څخه ویریدونکي یاست، نو په داسي لهجه خبري مه کوئ جې د زړه په خرابوالي اخته سړی ( نامشروع) تمه پیدا کړي، بلکي سمي غوره ځیږې خبري کوئ).

اسلام د ښځي آواز ستر ګڼي او په عامه ځایونو کې يې د استعمال ممانعت کوي، خو تلویزیون ددې خلاف مطالبه کوي. په نشریاتو کې تر ټولو زیات استعمال د ښځو د آواز دی، تر څو فتنه خپره کړي او شهوت راوپاروي. د ساز سره د ښځو آوازونه ویل خو لوی شهرت لري.

تلویزیون او ساز (سرود)

کیدای شي ساز د تلویزیون د پروګرامونو یو لازمي جز وګڼو، ځکه هیڅ تلویزیوني نمایش د ساز او سروده بغیر پوره نه دی. اسلام ساز په قطعي ډول حرام کړی، د ساز ټول ډولونه یې مطلقاً حرام ګرځي. ساز په اسلام کې یوه لویه ګناه ګنل شوې. د ساز په اړه حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمايي: ( غنی(ساز او سرود) د انسان په زړه کې منافقت داسي شین کوي لکه اوبه چې واښه شنه کوي. (بیهقي))

د ساز آلات د ټولو فقهاوو په اتفاق حرام او ناروا دی، دوی فرمايي چي د قرآنکریم د سورت لقمان ۶ آیت چې فرمايي : 
 
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ. 
( او له همدې انسانانو څخه داسي څوک هم شته چې چټي او بابیزه خبري پیري(رانیسي) چې خلک د الله له لاري  په بې علمۍ سره ګمراه کړي. د دغسي خلکو لپاره سخت سپکوونکي عذاب) 

دا ایت د ساز، سرود او غزلو ویلو د حرمت په اړه رانازل شوی دی.

تلویزیون او تصویر
 
راتلونکې برخه........
 
--------------------------------------------------
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته