تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ټیلیفون کولو اداب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 2, 2014
  0
لیکنه: حافظ سفیان خالد
 
په معاصره نړۍ کي ډېره کارېدونکي آله (ټلیفون) ډېر لوی نعمت دئ اوستر خدمتونه په لنډ وخت کي، په اسانه طریقه ترسره کوي، هغه کارونه چي موږ يې باید دکولو لپاره ډېر زحمتونه وګالو ، دتليفون په مټ يې د څو دقیقو په ترڅ کي اجراء کولای سو، البته ځینې داسي امور دي چي ددې نعمت دشکر سره منافي اوضد دي، ځیني ملحوظات دي چي باید پرې پوه سو اوپه پام کي یې ونیسو ترڅو ددې نعمت څخه بشپړه فایده حاصله کړل سي اودچا دازاراواذیت سبب ونه ګرځي. ډېرو پوهانو پر دې باندي خبرې کړې چي مسلمان ددې آلې څخه ترڅومره اندازې داستفادې حق لري او آداب يې څه دي ؟
 
داچي دتلیفون ګټي هرچاته څرګندي او واضحي دي، نو غواړو دلته یوازي دتليفون کولو د آدابو په هکله څو مهم امور بیان کړو چی لاندني آداب او تنبېهات دیادوني وړ دي:
 
۱: په ټلیفون کي مقصودي خبرې کول: 
 
ددې لپاره چی دبې موجبه مالي خسارې اوزیان مخه مو نيولې  وي او په خپلولږو خبرو مو چاته دسرخوږي اوتکلیف رسولو مخنيوی کړی وي،له همدی امله داړيکي په وخت کي باید مقابل لوري ته مقصودي خبرې وکړه سي ، داوږدې مقدمې او شخصي پوښتنو څخه دي ډده وسي، همداسي باید بېله ضرورته دپرلپسې اړیکو نیولوڅخه ډډه وسي ، داړیکو پر وخت دفضولي خبرو څخه دي اجتناب وکړه سي ،ځیني کسان په کور،موټر،ښوونځی یامدرسه کي ساعتونه -ساعتونه په ټليفون کي خبری اوکیسې کوي چي دا بیا دیوبل سترنعمت چي (وخت) دی ضائع کول او ناشکري کول دي، چی هم یي خپل ځان اوهم یي بل څوک مصروفه کړی وي.
 
 
۲: مقابل لورۍ نه زهیرول: 
 
ځيني کسان چاته زنګ وهي او په امتحان کي یې اچوي او ورته وايي: ما پيژني؟ که هغه په ځواب کی

 ورته (نه) ووايي، بیا نو دهغه په ملامتولو پیل کوي، دهغه دهېرېدو یا دشمېری دنه ثبت له کبله دهغه مزاحمت کوي، سره ددي چي مقابل لوری به دعلم ، قدر اولوړ سن خاوند وي، نو  په کارده چي داړیکېپه پیل کې خپل ځان ورته معرفي کړي اوددي پریشانوونکي اسلوب اوطریقې څخه ډډه و سي .
 
 
۳: د مقابل لوري دحال خیال ساتل اودهغه عذر منل: 
 
کله چي هغه  ټلیفون ته ځواب ورنکړي اویا اړیکه پرلپسي پرې کړي ؛ کیدای سي هغه مریض وي یا پداسي ځای کې قرار ولري چي تليفون ته ځواب نسي ورکولای،نو په کارده چي بدګماني ونسې د زغم څخه کار واخیستل سي او وروسته يې عذر ومنل سي ، خو مقابل لوري ته اړینه ده چي دفراغت سره سم ځوابي اړیکه ونیسي، عذر وغواړی او په خپل مصروفیت اوحال يي خبر کړي ترڅو زړونه یي سالم پاته سي او وحشت اونفرت ايجاد نسي.
 
۴: مسجد ته دداخلیدو په وخت کي موبایل بندول: 
 
ددې لپاره چي دلمونځ کوونکو ذهنونه ګډوډ نکړي او لمونځ یی دخشوع اوخضوع څخه بې برخي نکړي نو ښه داده چي مسجد ته د داخليدلو پر وخت د خپل موبايل زنګ بند کړي خو که کله داسي پيښه سي چي دټلیفون بندول ورڅخه هیروي اوورته زنګ راځي نوپه کارده چي سمدستي یې په اسانه طریقه قطع کړي ترڅوله يوې خوا په لمانځه کي عمل کثیر جوړ نسي او له بلي خوا د نورو سلمانانو د لمانځه کولو د اخلال باعث نسي ، ځیني کسان داسي وي چي پر زنګ باندي یي بېلابېل سازونه اوسرودونه تنظیم کړي وي اوچی کله دلمانځه په حالت کي ورته زنګ راځي، نو دلمانځه دفساد له بېري هغه نه قطع کوي، باید په دې پوه سي چي دتلیفون قطع کول نه یوازي دده بلکي دټولو لمونځ کوونکو دلمانځه د خرابېدلو مخنيوی دئ .
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه
 
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د موبایل څخه د ګټي اخيستني اسلامي آداب
د ټیلیفون یا اړیکو نیولو آداب
د ځیرکو موبایلونو منفي اغیزې
ستا د لاس تیلیفون
تعلیم الاسلام راډيو د موبایل د لاري

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته