تازه سرليکونه
د (نوي مسلمانان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د محمد ﷺ ژوند زه و اسلام ته و هڅولم
  تعلیم الاسلام
  March 1, 2016
  0

 د محمد ﷺ ژوند لیک مطالعه کولو زه و اسلام ته و هڅولم

د یوسف دربیشیر د اسلام راوړلو کیسه
 
لیکنه: علي الله متوکل الرحمن/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د ۲۰۰۷ کال را پدیخوا اسلام د نړی تر ټولو زیات خپریدونکی او پرمختګ کوونکی دین دی چي هره میاشت، هره ورخ او هر ګړی ورته ډلي ډلي انسانان را درومي او د لایزال خالق ﷻهدایت ترلاسه او ژوند په ښکلی کوي. د اسلام په مټ ځان د عدل او انصاف و ټولی ته را ټیل وهي او د حقیقي خالق و حقیقي دین ته ځانونه تسلیموي. 
 
یوسف دربیشیر هم یو له هغو کسانو څخه دی چي د حقیقي خالق په تخلیق کي یي د غیري حقیقي دین لار تعقیبول او د اسلام څرګنده، منزه او سپيڅلي لار خني ورکه وه، خو د الله ﷻ لخوا د را استول سوي امین نبي او د جهانونو د سردار حضرت محمد ﷺ د ژوندلیک په ویلو سره د ژوندانه ټولي تاریکی روښانه سوي او د اسلام مبارک دین یي ومنی. 
 
داچي یوسف ورور څنګه له اسلام سره معرفي سوی او اسلام یي قبول کړی دلته به دده کیسه کټ مټ را نقل کړو.
"مخکي تردي چي زه د اسلام په مبارک دین مشرفه سم ما شراب څیښل او د شنبي په ماښام د لهو لعب لپاره بهر ته وتلم. خو دا هرڅه مي هغه وخت پریښودل کله چي زه د رخصتی لپاره یونان ته ولاړم.
 
کله چي تاسي په رخصتی وزی نو له هوایي میدان څخه نیولي بیرته تر هوایي میدانه تاسي ودي ته مجبوره کیږی چي څو ځایه انتظار وباسی، تر څو مي هر ځای د انتظار شیبي را لنډي کړي وي نو و یو کتابتون ته ولاړم تر څو یو کتاب د مطالعي لپاره واخلم. په کتابتون کي خوا او شا وګرځیدم داسي کوم کتاب مي و نه موند چي د مطالعي لپاره یي واخلم نو ځکه مي د کتابتون څخه د را وتو تکل وکړ. د را وتو په وخت کي له یو الماری څخه و موښتم او ټول کتابونه یي را ولویدل، ما له ځانه سره د خجالت احساس وکړ تر څو ځان لدي حالته وباسم نو مي اول هغه رالویدلي کتابونه پورته کړه او بیا مي د یوه کتاب په ویلو شروع وکړه د کتاب نوم "د حضرت محمد ﷺ ژوندلیک " او لیکوال یي برنابي روګرسن وو. د کتاب لمړی صفحه مي ولوستل ډیره په زړه پوري وه، دوهمه صفحه مي را شروع کړه هغه تر اولي هم په زړه پوري وه، نو مي رانیوی. او په لوستلو مي یي شروع وکړه. د کتاب د خلاسولو سره سم مي دا وغوښتل چي زه باید ډیر په اسلام پوه سم نو ځکه و یو مسجد جامع ته ولاړم او امام ته مي ورته کړه چي زه غواړم په اسلام نور هم پوه سم. د مسجد جامع امام راته په لنډو ټکو وویل چي په اسلام د پوهیدو لپاره دا غوره لاره ده چي اسلام راوړي، ما هم بغیر له ځنډ او دوهم ځل فکر کولو څخه د شهادة کلیمه أَشْـهَدُ أَنْ لا إِلـهَ إِلاّ الله ، وَأَشْـهَدُ أَنَّ مُحَمّـداً عَبْـدُهُ وَرَسـولُه وویل او د اسلام دي عظیم نظام ته مي خپل ګامونه داخل کړه. الحمدالله
 
د حضرت حمزه رضی الله عنه سره ورته والی
کله چي ما د اسلام تاریخ مطالعه کاوه نو ما داسي فکر کاوه چي زه په صحابه ؤ کي و حضرت حمزه  ته ورته یم ځکه صحابه  هم هغه کسان وه چي اول په کوم بل دین خو وروسته مسلمانان سوي وه. او زما ورته والی له حضرت حمزه رضی الله عنه سره په دي کي ؤ چي ما هم د اسلام څخه تر مسلمانیدو وروسته خوند اخیست او هغه هم او تر اسلام مخکي ژوند خو مو بیخي سره یو شان وو.
کله چي زه و حج ته ولاړم نو ددي تکل مي وکړ تر څو د احد د غزا و شهیدانو ته ورسم تر څو د شهیدانو و روح ته دوعا وکړم، هلته په رسیدو سره چي له بس څخه لا کښته سوی نه وم بي اختیاره اوښکي مي پر مخ رواني وي او احساسات مي په بل ناحقه را پاریدلي وه. هرڅه کوښښ مي کاوه تر څو او ښکی کابو کړم خو تر واک مي وتلي وه. راسره په بغل کي ناست ملګری د ډیري ژړا کولو علل و پوښت. ما ورته خپله کیسه وکړل. هغه راته وویل چي کله خوږ نبي ﷺ د خپل ګران اکاجان په حال خبر سو چي څه ورسره سوي هغه هم دیر ژړلي وه.
 
کله چي زه و کور ته راغلم نو زما میرمن حامله وه، نو ما او میرمني مي دا فیصله وکړل چي که مو زوی پیدا سو نو نوم به ورباندي حمزه ږدو، خو د الله ﷻ په غوښتنه راته لور راکول سوه، په انټرنيټ کي تر کتلو وروسته مو ورباندي د حمزه د خور صفیي نوم کښیښود. "
 
د یوسف ورور په څیر موږ د سلګونو او زرګونو ورونو او خویندو یادونه کولای سو چی د اسلام سره په محضي معرفت یي د اسلام یو درسته مطالعه شروع کړي او ځان ته یي د سپیڅلي لاری څرک موندلی. اسلام یي سخت په زړه کي نقش سوی او د لوی خالق ﷻ د رحمت او مغفرت تر سیوري لاندي یي ژوند شروع کړی او د جهنم د بي رحمه لمبو څخه په نجات موندلو یي د جنت عجب او ښایسته باغونه نصیب سوي.
 
الله ﷻ دي اسلام همیشه بریمن او کامیاب لري او د اسلام داعیان دي همیشه فعاله او سرلوړي وي. اللهم امین
 
د نورو مسلمانانو د جالبو، ژړونکو او پر اسلام دمیني د کیسو لپاره دا لینک ته فشار ورکړی! 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته