تازه سرليکونه
د (نوي مسلمانان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زه د قرآن کريم په ۲ اياتو مسلمانه شوم
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 8, 2021
  0


هبه کلثوم (امریکا تکساس) 

زما دماغي کړاوونو زه هوښیاره او ویښه کړمه،دا به مشکله وي چي ووایم چي  څنګه؟ په یوه داسي سیمه کي چي هر کال د بشریت د مساواتو لپاره خبري کيږی، زما احساساتو زه و دې ته و هڅولم چي زه باید حجاب وکړم، دا زما  خواهش ؤ و بل لورته زه د حجاب اغوستلو په تکل کي په مثبت او منفی څپو کي وم، دا چي مذهبي تعصب د مسلمانانو سره مخ په لوړه ؤ دا راته بله ننګونه  وه، له دې څخه مخکي ما لیکلي وه چي زه حجاب کوم، د جمهوری غوښتونکو دګوند (Texas of Party Republican (په یوه غونډه کي وم د تکساس په  پوهنتون (Arlington at Texas of University (کي ایا ته مسلمانه يې؟ ما ورته وکتل، تکان يې و خوړ او سر يې و ښوراوه او زه په تالار کي ورڅخه روانه  شوم؛ داچي په تکساس کي تر عیسائیت ورسته اسلام دوهم غټ دین دئ او تکساس په متحده ایالاتو کي اتم غټ ایالت دی چي مسلمانان زیات پکښې دي .


نو ځکه مي د مسلمانانو سره خواخوږي ډېره وه ،زما ویناوې د خلکو لپاره د قهر او غضب سبب وګرځېدې، ډېرو راته ګواښ کاوه او ویل يې چي موږ دا حق لرو  چي مسلمانان او هغه څوک چي د مسلمانانو پلوي کوي هغه تهدید کړو، و بل لورته ما د مساواتو او قانون خبره کوله، دا د امریکاحالت دی، حال داچي امریکا زما هیواد دی خو خلک هر څه پر ظاهر باندي قیاسوي، ځینو راته ولیکل چي دا حجاب ستاسو لپاره ښه نشو دوی دا استنادکاوه چي ګوني زه د مساواتو لپاره  مبارزه کوم، زه په دې فکر کي وم چي په امریکا کي ازادي ده خو امریکا هر ډول ازادي نسي زغملای ،ما به ښکاره کوله چي حجاب د تواضع او حیاء سمبول دی، او زه غواړم چي د مخلوطې ټولنې څخه بېله سم او هغه څه وکړم چي و یوې ښځي ته اړینه ده، او زه په دې سره ځان و خلکو ته ښکاره کوم چي زه یوه  ذهینه ښځه یم او زما اواز باید هرځای واورېدل سي؛ له داسی ستونزو سره – سره  مي هوډ وکړ چي زه باید د مسلمانانو سره هم غږې شم د دوی د حقوقو څخه  دفاع وکړم، خو کله چي به د مسلمانانو سره یو ځای شوم نو دوی داسی ګمان کاوه چي ګنی زه په اسلام مشرفه شوې یم، خو ماورته ویل حجاب زما شخصي  اړتیا ده او زه کاتولیکه عیسایی یمه، خو و بل لورته چي کله به و عیسایي ټولنو ته تلم نو دوی به راته ویل چي دا محمدي ده (اسلام يې قبول کړیدی) ما به انکار وکړ او حجاب به مي ایسته کړ زه په دې پوهېدم چي ګواښونه به درته کيږي، د مرګ خطرونه هم موجود وه، د شمالی امریکا د مسلمانانو ټولنو د مشرانو سره په  تماس کي سوم هغوی راته یو څه کتابونه لکه الهي کتاب قرآن کریم، زه څنګه اسلام ته راسم؟

 

او اسلامي لارښود يې راولېږل، ما چي کله تر هرڅه نه ړومبی د قرآن کریم مطالعه پیل کړه نو که څه هم زما د لچسپي د الهیاتو سره نه وه خو دې الهي کتاب ډېر خوند راکړ ما له ځانه سره داسي ویل:((دا کتاب څومري ښه  کيسې او لیکنې لري؟!!)) کېدای سي دا به الهي کتاب وي، کله چي مي سورت بقره پیل کړه خو قرآن کریم د کيسو بڼه د نورو ناولونو او کيسو سره يې ډېر توپیر دی ان د مځکي او اسمان تر منځ یی توپیر دی، او کله چي زه و دې ایات  ته ورسېدم چي الله جل جلا له وایي: 


وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ سورت بقره﴿٢٣﴾ 


ژباړه: او که تاسی پر هغه کتاب (قرآن کریم) چي موږ پر خپل بنده نازل کړی شکمن  یاست نو ددې غوندي یو سورت راوړئ که په خپله وینا کي رښتني یاست نو یې  له الله نه خپل ټول ملاتړي راوغواړئ. 


زه حیرانه شوم ددې ایات تر کتلو وروسته مي له عیسایانو څخه پوښتنه وکړه چي  د قرآن ددې چيلنج په هکله تاسي څه وایاست؟ دوی به چپ خوله شول نو پر قرآن کریم زما نوره عقیده ټنګه شوه، قرآن کریم مي ټوله مطالعه کړ بله  حیرانونکې داوه چي په قرآن کریم کي راځي: 


أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا سورت النسآء:﴿٨٢﴾


ژباړه: ايا دا خلك قرآن ته نه ځير کیږي؟ - كه دا د  الله پرته د كوم بل چا له  لوري واى، نو په ده کښي به ډېر ګډوډ بيان موندل كېدی. 


زه پوه شوم چي هر هغه څه چي د الله له لوری نه وي په هغه کي به خامخا ټکرونه، توپیرونه او غلطیاني وي ددي ایات په تفسیر کي لیکي وه لکه ټکرونه،  غلطیاني په بایبل کي چي دي، زه و بایبل ته متوجه سوم کوښښ مي ډېر وکړ چي په دې هکله یو څه و مومم خو اخر یوې مسلمانې خور فاطمې راته د شیخ  مرحوم احمد دیدات رحمة الله علیه مناظري له جیمی سویګاټ، فلویدکالرک او انیس شروش سره راولیږلې د خپل تحقیق پر بنسټ مي دا فیصله وکړل چي اسلام  یو رښتنی دین دی، دا د فطرت دین دی، دا د عقل مطابق دین دی، دا الهي دین  دی، د بشریت د ستونځو د حل دین دی، د سوکالۍ دین دی، اخر مي په تکساس  کي د جمعې مبارکي په ورځ د جمعې په سهار د مسلمانانو د یوه ګروپ خلکو په ناسته په جامع مسجدکي د شهادت کلمه وویله او په اسلام مشرفه سوم، زه د خپلی فیصلې څخه راضي یمه، خپلوان مي هم خوښ دی که څه هم تر اوسه دوی عیسایان دی، زه کوښښ کوم چي زما د دعوت په مرسته دوی و حقي  لاري ته راسي.

 

ماخذ: ما ولي اسلام قبول کړ؟؟؟

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته