تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسجد آداب
 
  November 24, 2011
  0


د مسجد آداب

رالیږنکی: ګل احمد فیضي

مسجد د سجدې لګولو ځاي ته وايي يعني د عبادت او بندګۍ ځاي او تر ټولو مساجدو لومړى مسجد مسجدالحرام دی او په دوهمه مرتبه كښي مسجد النبوي دی. په دريمه مرتبه كښي د بيت المقدس مسجد دى اوپه څلورمه مرتبه كښي هغه مساجد دي چي د جمعې لمونځ پكښي اداكيږي او د كلومساجدو ته د فقهاوو په آند پنځمه مرتبه وركړل سوي دي. شپږم مسجد د مرتبې لمخي د كورونو مسجدونه دي مطلب دا چي يو څوك په كور كښي د لمانځه لپاره يوځاي معين كړي كه څه هم د مسجد حكم نه اخلي.
امام فقيه (رحمة الله عليه) په تنبيه كښي د مسجد لپاره پنځلس اداب بيان كړي دي هر انسان ته يې رعايت کول اړين دى نوموړى اداب په لاندي ډول دي:

لومړى دا چي ومسجد ته د ننوتلو په وخت به سلام وايي پدې شرط چي ټول خلګ په لمانځه يا ذكركولو بوخت نوي اوكه چيري ځيني خلګ په لمانځه يا ذكراخته وه اوځيني اخته نه وه سلام به وايي اوكه ټول اخته وه دا كلمه به وايي: السلام علينا من ديننا وعلي عباد الصالحين.

دوهم ادب دادى چي مسجد ته د ننوتلو وروسته او تر كښيناستلو وړاندي به دوه ركعته نفل كوي پدې شرط چي دكراهیت وخت نوي.

دريم ادب دادى چي په مسجد كښي به د رانيولو او خرڅولو څخه ډډه كوي ځكه مسجد دعبادت ځاى دى د دنياوي کارونو لپاره نه دى.
 
څلورم ادب دادى چي په مسجد كښي به د سلاح ساتني اواستعمال مخنيوي كوي.

پنځم ادب دادى چي په مسجد كښي به د ورك سوى شى لټه اواعلان نكوي. په اوسني عصركښي چي د ورکي زيات اعلانونه په مسجدونو کښي کيږي بايد دغه ادب بيخي په نظركښي ونيول سي ځكه د اعلان كولو وسائل ډېردي لکه راديوګاني ، ورځپاني ،مجلې اوداسي نور.

شپږم ادب دادی چي د الله جل جلاله د ذکر پرته به په نور څه سره تلفظ نه کوي یعني دنیاوي مجلس به نه کوي.

اوم ادب دادى چي دنياوي خبري اوبي هوده مجلسونه به په مسجد كښي نكوي.

اتم ادب دادى چي د خلګو د تګ راتګ لپاره به په مسجد كښي لار نه پريږدي.

نهم ادب دادى چي په مسجد كښي به د جنګ جګړې څخه ځان ژغوري.

لسم ادب دادى چي د صف د تنګوالي په صورت كښي به شاته كيږي هسي نه چي د خلګو د تكليف لامل سي.

يوولسم ادب دادى چي د لمونځ كونكي د مخ تېرېدلوڅخه به ډډه كوي.

دوولسم ادب دادى چي ناړي ( بلغم ) به په مسجد كښي نه توكي ځكه چي د مسجد اهانت (سپکوالى) راځي.

ديارلسم ادب دادى چي په ګوتو به په مسجد كښي ټكان نكوي.

څوارلسم ادب دادى چي مسجد به د لويانو او كوچنيانو د نجاست څخه پاك ساتي اوشرعي حدود به په مسجد كښي نه قائموي.

پنځلسم ادب دادى چي په مسجد كښي به د الله ذكرډېركوي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته