تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موږ په فتنو کي یو!!
 
  November 23, 2015
  0

 موږ په فتنو کي یو!!

لیکونکی: ابو عمران عمر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

تر لمر هم روښانه خبره ده چي موږ نن د زماني په اخر کي ژوند کوو. او اخره زمانه د هغه وخت نه را شروع ده چي سید عالم اخر زمان پیغمبر حضرت رسول اکرم ﷺ ظهور کړی. خو موږ بیا بیخي په هغه زمانه کي یوو چي تقریباً زیاتي علامي را ښکاره سوي دي، نو د فتنو په دي دور کي ځان محفوظ ساتل یوازي سخت نه بلکي ناممکن هم دي خو د الله ﷻ و طرفته په نږدي کیدو او د ځان څخه الله والا بنده جوړولو سره کولای سو چي له فتنو ځان را ګوښه کو. او د یو واحد او لایزال خالق نیک او پر لاره سم بندګان سو. 
رسول ﷺ چي کومي فتني د اخري زماني په رارسیدو سره ذکر کړي ټول مو نن مخته یوه په یوه عملي کیږي او تکراریږي. د الله ﷻ خوږ رسول خو هغه وخت لا زموږ غم کي وو او زموږ د اګاهی لپاره یي هر څه راته ښودلي او د هغه هلاکت او فتني څخه د ژغورلو لار يي را ته څرګنده کړي ده.

 
رسول ﷺ فرمایي: ستاسي په کورونو کي به فتني داسي اوریږي لکه باران.

رسول ﷺ نه یوازي چي په خپل ژوند کي د فتنو څخه د امت د ژغورلو په فکر کي وو بلکي تر ژوند وروسته یي هم دا نه لوریدل چي امت دي په فتنو کي و غورځیږي او هر وخت یي اګاهي راکړي.

نن موږ په یو داسي چاپیریال او ټولنه کي ژوند کوو چیري چي د فتنو امبارونه دي، په هر کار او هر لور کي یوه نه یوه فتنه او د هلاکت یوه لویه کنده پرته ده: د دین په پیسو خرڅول، دجهاد پریښودل، استعمار او یرغل ته لبیک ویل، کفري تعلیماتو ته دعوت کول، د هغوی نظریات منل، سود عامیدل، د امانت له منځه تلل، درواغ زیاتیدل، تهمت او غیبت خپل اوج ته رسیدل، امن له ټولني څخه تلل، سرونه پر ناحقه په وینو کي لغړیدل، د شرابو څښاک عامیدل، بي حیایي په چټکی سره خپریدل، ناحقه شاهدي، د اخرت په کار دونیا ګټل، له زکاته انکار، د والدینو سره بده ګذاره او اطاعت نه کول دا او دي ته ورته ټول هغه هلاکتونه دي چي نن په ټولنه کي عام او مروج سوي دي خو خاتم النبین سردار عالم ﷺ راته څوارلس سوه کاله وړاندي په خپلو مبارکو احادیثو کي پیشګویي کړي او ددي هلاکتونو د کندي څخه د خلاصون لار او ځان ګوښه کول یي راته ښودلي.

دا ټول هغه هلاکتونه دي چي د دونیا پر سپکوالي او خجالت سربیره اخروي عذاب ته هم انسان را کشکاږي او د خلاصون او نجات فکر خو بیخي ورسره پیدا کیږي نه، وجدان او ضمیر یي د الله ﷻ له قهر او عذابونو څخه ړانده وي او د خپلي خوښی او د کفر لخوا پر هغه هدایت سویي مسیر به روان وي کوم چي سیده و جهنم ته تللي دی. 

نو ځکه خو د امربالمعروف او نهي عن المنکر پریښودل هغه لویه ګمراهي ده چي انسان پورته ټولو ګناهونو ته ښه راغلاست وایي او داسي کندي ته ور غوځاریږي چي بیا به یي د افسوس چیغي هیڅ فایده نه کوي.
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته