تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
یوه خبره درې مغزونه
 
  October 13, 2014
  0

  

لیکوال اوشاعر : عبدالقیوم"مینه وال"


یوه فیلسوف وویل: طبيعت د ښکلاوو مجموعه ده.

دوهم وویل: ښکلا ترطبيعت لوړمقام لري.

دریم وویل: زه د دواړو لپاره یو فکر کوم او دواړه د یوي هستۍ دوه تصوره ګڼم.

لمړي وویل: د ګلانو نازک اوله رنګینو ډک وجود او د اغزیوتیرې او دردونکي څوکي د دواړوهستۍ یوه او د ژوند لاره یي یوه او تر یوي چينې رسید لي ده.

دوهم وویل: د کایناتو هره هستي یو پیل او پاي لري.

دګلانو او اغزيو پیل یودئ، دواړه د یوې مځکي څخه راټوکیږي خو د ګلانو پایله د عطرونو څو څاڅکي سي او د اغزيو پایله تر سوځونکو لمبو وروسته تور دود او توري ایرې سي .        

دریم وویل: د کاڼو کلک او ډبرین وجود او نه بهیدونکي خاصیت موږ ته د جبر فلسفه راښيې او د اوبو نرم وجود؛ حیاتي او بهیدونکي خاصیت موږ د اختیار په فلسفه پوهوي که اوبه په ډند کي ودریږي او د بهیدلو لاره یي نه وي ؛ د بهیدلو او حیاتي خاصیت ور څخه نه ځي، مګر په نه بهیدلوسره ورو ورو ورکیږي او که څوک لاره ور کړي او په  لښتیويې سمي کړي، د اوبو دغه حرکت مړو  بوټو ته ژوند ورکوي او وچي مځکي زرغونوي.

لومړي وویل: هغه درد چي د مار له چیچلو وروسته پیدا کیږي، ترهغي خوښۍ ښه دئ چي د ګلانو پر بستر او د عطرونو له وږم سره تیریږي ځکه چي په دښت کي ولاړ ګل دلمر ډیرو تودو وړانګو اوډیرو توپانونو ته غیږه ورکوي خوماته نه مني، مګر د سیوري ګل لږ تودوخه هم نه مني او د پاسته نسیم په حرکت سره هم پاڼي پاڼي سي.

دوهــــــــــم وویل: ډیر ستړي انسان په لږ ستړیا سره نه ماتیږي هوساته لږ ستړیا هم مرګ وي .

دریم وویل: په تاوده اوړي کي د لمر تیزي وړانګي او ګرم بادونه یو کوچني غرهم نسي ویلي کولاي اونه یوه وړه شګه ما تولاي سي ، خو لږ تودوالی سیندونه سیندونه ډنډ اوبه محو کولاي اوورکولای سي .

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۲ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته