تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اهم کار څخه د غفلت وجوهات - دعوت
  تعلیم الاسلام
  October 1, 2017
  0

 لیکنه: غلام عمر عبدالله 

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2015-08-30
 
په دې کښي هيڅ شک نسته، چي امر بالمعروف او نهي عن المنکر هر يو بېل-بېل حکم لري؛ يعني امر بالمعروف بېله فريضه او نهي عن المنکر بېله فريضه ده. دا دواړي فريضې د دين داسي اساسي او مهم حکمونه دي، چي داسلامي ټولني د دين ډېري برخي پوري تړلي دي. د دې احکامو لپاره الله  جل جلاله  ټول انبياء  علیهم السلام رالېږلي دي. خدای  جل جلاله  مه کړه، که په دې اړه بې پروايي وسي، علم او عمل يې پرېښودل سي، نو العياذ بالله دينداري به کمزورې او مړاوې سي؛ سستي به عامه سي؛ د ګمراهۍ او ضلالت لاري به پرانيستل سي؛ جهالت به خپورسي؛ د مسلمانانو تر منځ به بې اتفاقي او دښمني پيدا سي؛ مخلوق به تباه او برباد سي او د دې تباهۍ او بربادۍ نتيجه به د محشر په ورځ معلومه سي؛ چي انسانان د واحد او لا شريک ذات  جل جلاله   په وړاندي ودرېږي.
 
بني اسرآئيل چي د انبياوو اولاده هم وه، خو کله چي يې د دې عظيمي فريضې څخه غفلت و کړ، الله  جل جلاله  ذليل او خوار کړل.
 
هغه وجوهات چي اسلامي امت يې له وجهي دې عظيمي فريضې ته شا کړي ده:
 
لومړۍ وجهه: د امر بالمعروف او نهي عن المنکر فريضه موږ په علماوو پوري خاص کړې ده؛ حال دا، چي د قرآن کريم خطابات عام او د محمدي  صلی الله علیه وسلم   امت هر فرد ته شامل دي. د صحابه کرامو  او د خيرالقرون ژوند د دې لپاره با انصافه شاهددی.
 
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر فريضه په علماء کرامو پوري خاص کول او بيا د هغو په طمع دغه اهم کار پرېښودل مناسب عمل نه دی؛ لکه څنګه چي په دې حديث شريف کي ورته اشاره سوې ده:
عَنِ ابْنِ عُمَرَ  رضي الله عنهما  قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صلی الله علیه وسلم  يَقُولُ: «كُلُّكُمْ رَاعٍ وَمَسْؤُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ وَالإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْؤُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ وَالرَّجُلُ رَاعٍ فِي أَهْلِهِ وَمَسْؤُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ وَالْمَرْأَةُ فِي بَيْتِ زَوْجِهَا رَاعِيَةٌ وَمَسْؤُولَةٌ عَنْ رَعِيَّتِهَا وَالْخَادِمُ فِي مَالِ سَيِّدِهِ رَاعٍ وَمَسْؤُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ.» (رواه البخاري)
 
ژباړه: د عبدالله بن عمر  رضي الله عنهما  څخه روايت دی،چي د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  څخه مي واورېدل، چي و يې فرمايل: ستاسو څخه هر يو راعي(چوپان) دی او د خپل رعيت په اړه پوښتل کېږي؛ امام (امير) راعي او د خپل رعيت مسئول دی. همداسي سړی د خپلي کورنۍ راعي او د خپل رعيت مسئول دی او ښځه د خپل خاوند په کور کي راعيه او د خپل رعيت مسئوله او خادم د خپل بادار د مال راعي او د خپل رعيت مسئول دی. 
 
دوهمه وجهه: موږ داسي ګڼو، چي که مو ايمان مضبوط و، نو د نورو ګمراهي زموږ لپاره تاوان نه کوي؛ په داسي حال کي، چي که په يوه ټولنه کي انسانان هرڅومره ترقي وکړي او د کمال درجې ته ورسېږي، بيا هم په دوی کښي داسي خلګ موجودېږي، چي سيده لاره پرېږدي او په ګمراهي کښي اخته سي؛ نو که مصلح انسانان د هغه د اصلاح کوښښ و نه کړي، حتماً د مفسد، فساد سرايت کوي؛ صالحو انسانانو ته يې فساد رسېږي او په عذاب به مبتلا سي.
 
عَنْ جَرِيرٍ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم  يَقُولُ:«مَا مِنْ رَجُلٍ يَكُونُ فِى قَوْمٍ يُعْمَلُ فِيهِمْ بِالْمَعَاصِى يَقْدِرُونَ عَلَى أَنْ يُغَيِّرُوا عَلَيْهِ فَلاَ يُغَيِّرُوا إِلاَّ أَصَابَهُمُ اللَّهُ بِعَذَابٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَمُوتُوا.». (سنن ابي داود)
 
جرير رضي الله عنه  فرمايي: ما د رسول کريم  صلی الله علیه وسلم  څخه واورېدل، چي و يې فرمايل: په يوه قوم يا ټولنه کي، چي داسي څوک وي، چي د شريعت خلاف کار کوي او خلک يې د توان او قدرت سربېره د هغه اصلاح نه کوي، دا کسان به الله  جل جلاله  له مرګ څخه مخکي په عذاب ګرفتار کړي.
 
عَنْ أَبِي بَكْرٍ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صلی الله علیه وسلم  يَقُولُ: «إِنَّ النَّاسَ إِذَا رَأَوْا الْمُنْكَرَ، وَلا يُغَيِّرُوهُ، أَوْشَكَ اللَّهُ أَنْ يَعُمَّهُمْ بِعِقَابِهِ.» (مسند احمد)
ژباړه: د حضرت ابوبکر  رضي الله عنه  څخه روايت دی،چي وايي: ما د رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  څخه واورېدل، چي ويې فرمايل: «حقيقت دا دی، که  خلګ په يو وخت کي بد کار وويني او  هغه ته تغيير ور نه کړي، نو نږدې ده، چي الله  جل جلاله  به دوی ټول په خپل عذاب مبتلاء کړي.»
 
بيا نو د صالحو انسانانو لپاره خپله اصلاح له عذاب څخه د نجات ذريعه نه سي کېدلای؛ لکه د اسلام څخه پخوا، چي ځيني قومونه په عذابونو مبتلا سوي دي، صالح انسانان هم ور سره هلاک سوي دي او د هغو د هلاکت ذريعه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پرېښوول و.   
 
درېيمه وجهه: عوام او خواص د خلکو له اصلاح څخه نا اميد سوي دي او د دوی دا يقين جوړ سوی دی، چي اوس د مسلمانانو ترقي او لوړوالي نا ممکن دی؛ ځکه نه ورسره سلطنت او حکومت سته؛ نه مال او زورلري؛ نه د جنګ سامان لري؛ نه مرکزي حيثيت لري او نه يې په منځ کي اتفاق او اتحاد سته. ځيني مسلمانانو خو دا فيصله کړې ده، چي اوس څوارلسمه پيړۍ ده، د رسالت له مهاله لېري سوي يو نو اوس د اسلام او  مسلمانانو زوال حتمي دی. دا صحيح ده، چي څومره د نبوت له رڼا څخه زماني فاصله ډېرېږي، د حقيقي اسلام شغلې هم کمېږي؛ ځکه رسول  صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي:
 
عَنْ عِمْرَانَ بْنَ حُصَيْنٍ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله علیه وسلم  قَالَ: «خَيْرُكُمْ قَرْنِي ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ.» (رواه البخاري.) د عمران بن حصين  رضي الله عنه  څخه روايت دی، چي رسول  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: په تاسو کي زما قرن بهتره دی؛ تر هغه وروسته هغه کسان، چي هغو ته نږدې وي؛ وروسته بيا هغه کسان، چي هغو ته نږدې وي. 
 
خو د دې دا مطلب نه دی، چي د انسانيت د اصلاح او د دين د حفاظت لپاره خوارۍ او هڅي نه سي کېدلای؛ ځکه که زموږ پخوانيو مشرانو هم الله رب العزت مه کړه داسي ګڼلي وای، نو نن به د اسلام مبارک دين تر موږ پوري نه وای را رسېدلی؛ ولي هغوی هم تر خير القرون وروسته و.
 
عجيبه داده، د کوم دين چي بنياد او بنسټ سراسر پر عمل او قربانۍ جوړ سوی وي، نن د هغه دين منونکي د عمل څخه غافل دي؛ حال دا چي په قرآن کريم او نبوي احاديثو کښي ځای پر ځای د قربانۍ او عمل سبقونه ښوول سوي دي او يادونه کوي، چي يو عبادت کوونکی، ټوله شپه نفل کوونکی، ټوله ورځ روژه نيوونکی هيڅ کله د هغه کس درجې ته نه سي رسيدلای، چي د نورو خلکو د اصلاح او هدايت په فکر کښي بې آرامه وي. همداسي  په دې حديث شريف کښي ورته اشاره سوې ده:
 
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم  « بَدَأَ الإِسْلاَمُ غَرِيبًا وَسَيَعُودُ كَمَا بَدَأَ غَرِيبًا فَطُوبَى لِلْغُرَبَاءِ». (رواہ مسلم.)
 
وفي مسند احمد: قِيلَ: يَا رَسُولَ اللهِ! وَمَنِ الْغُرَبَاءُ ؟ قَالَ: الَّذِينَ يُصْلِحُونَ إِذَا فَسَدَ النَّاسُ. وفي الترمذي: ...فَطُوبَى لِلْغُرَبَاءِ الَّذِينَ يُصْلِحُونَ مَا أَفْسَدَ النَّاسُ مِنْ بَعْدِي...» 
 
ژباړه: د ابو هريرة  رضي الله عنه  څخه روايت دی، چي رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: اسلام په پیل کي نا اشنا و او ژر دی، چي بيرته به نا اشنا سي؛ نو د غريبانو لپاره دي خوشحالي (يا زېری) وي. امام احمد رحمه الله   په خپل مسند کي د دغه حديث په دوام داسي الفاظ روايت کړي دي، چي يو چا د رسول  صلی الله علیه وسلم  څخه وپوښتل: 
 
غريبان څوک دي؟ رسول صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: غريبان هغه کسان دي، چي کله خلګ فاسد سي نو دوی هغه اصلاح کوي. امام ترمذي  رحمه الله  بيا په سنن الترمذي کي د ذکر سوي روايت په دوام ليکلي دي، چي غريبانو ته دي خوشحالي (يا زېری) وي او دا هغه کسان دي، چي کله زما څخه وروسته انسانان فاسد سي، دوی يې اصلاح کوي. 
 
نو د انسانانو د اصلاح لپاره په هر وخت کي زېری دی؛ خاصتاً په هغه وخت کي، چي د اسلام احکام خلکو ته نا اشنا سي.
 
څلورمه وجهه: ځيني خلک دا فکر کوي، چي موږ خپله د دې خبرو (په نيکۍ امر او د بدۍ څخه منع) عمل کوونکي او د دې مرتبې اهل نه يو؛ نورو ته به څنګه نصيحت وکړو؟! خو دا د نفس ښکاره فريب دی. هرکله چي يوکار د کولو وي او د الله سبحانه وتعالی له لوري په مکلف سوي يو، نو بيا موږته  په دې کښي  د وروسته پاته کېدلو ګنجايش نسته. موږ ته (په نيکۍ امراو له بدۍ څخه منع) د الله  جل جلاله  په امر ګڼلو سره کار پيل کول په کار دي. ان شاء الله دا کوښښ به زموږ د طاقت او استقامت سبب سي او يوه ورځ به د الله  جل جلاله  نزدېکت او سعادت را په برخه سي؛ لکه څرنګه چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  انس  رضي الله عنه  ته فرمايي:
 
عَنْ أَنَسٍ قَالَ: قُلْنَا: يَا رَسُولَ اللَّهِ "لا نَأْمُرُ بِالْمَعْرُوفِ حَتَّى نَعْمَلَ بِهِ، وَلا نَنْهَى عَنِ الْمُنْكَرِ حَتَّى نَجْتَنِبَهُ كُلَّهُ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم : بَلْ مُرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَإِنْ لَمْ تَعْمَلُوا بِهِ، وَانْهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ وَإِنْ لَمْ تَجْتَنِبُوهُ كُلَّهُ" (المعجم الصغير للطبراني)
 
ژباړه: انس  رضي الله عنه  روايت کوي، چي موږ رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  ته وويل: موږ په هغه ښه کار امر نه کوو، چي موږ يې خپله نه عملي کوو او هغه بد کار، چي موږ خپله له هغه څخه ځان نه سو ساتلای، نور هم نه ور څخه منع کوو؛ نو رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  ورته وويل: بلکي تاسو په نېکۍ سره امر وکړئ؛ که څه هم تاسوپه هغه عمل نه کوئ او د بدۍ څخه منع کوئ، که څه هم تاسو له هغه څخه ډډه نه کوئ. 
پنځمه وجهه: دا منو چي ديني مدارس قايمول، د جهادي صفونو برابرول ، د مجاهدينو سوق کول، د علماء کرامو وعظ او نصحيت کول، د خانقاوو آبادول، د ديني کتابونو تصنيف، د ديني رسالو چاپ او توزيع د امربالمعروف او نهي عن المنکر څانګي دي او د دين کومه رڼا، چي ښکاري د ذکر سوو ادارو مبارک اثرات دي؛ خو کفايت نه کوي. ځکه نن د غير قومونو زياتو کوښښونو زموږ اسلامي جذبات فنا کړي او د غوښتني او رغبت پر ځای نن خلک خپل ځانونه د دين څخه مستغني او بېزاره ګڼي. په داسي حال کښي زموږ لپاره ضروري ده، چي په عواموکښي له دين سره اړيکي، شوق او رغبت پيدا کړل سي او د دوی بيده سوي جذبات را ويښ سي. بيا به موږ د دې ادارو څخه د هغه د شان مطابق ګټه حاصلولای سو؛ که دا نه وي او د دين څخه بې رغبتي او بي اعتنايي په زياتېدو وي، نو د موجوده ادارو څخه ګټه اخيستل خو څه، چي بقاء به يې هم ګران کار سي.
 
شپږمه وجهه: کله چي موږ د امر بالمعروف او نهي عن المنکر کار پيل کړو، نو مقابل جانب په ډېر بد او سخت ځواب سره زموږ سپکاوی او بې عزتي کوي او هغه زموږ د نفس د غوښتنو خلاف دئ؛ ځکه زموږ نفس د عزت غوښتنه لري؛ خو دا به هم ووايو، چي دغه کار د انبياوو  علیهم السلام  نيابت دی او انبياوو  علیهم السلام  په دې لاره کښي تر دې په زياته پيمانه مشکلات برداشت کړي دي.  په قرآن کريم او احاديثو کښي په دې  اړه ډېر واقعات راغلي دي؛ لکه د الله  جل جلاله  په دې قول کښي ارشاد دی:
 
«وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ فِي شِيَعِ الْأَوَّلِينَ﴿١۰﴾ وَمَا يَأْتِيهِم مِّن رَّسُولٍ إِلَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ» ﴿الحجر: ١۱﴾
ژباړه: او په تحقيق سره موږ ستا څخه مخکي په پخوانيو امتونو کي هم رسولان مبعوث کړي وو. او له هغو څخه يو هم خپل قوم ته نه دی ورغلی، مګر قوم يې په هغه ملنډي وهلي دي. 
 
 رسول الله  صلی الله علیه وسلم  فرمايي: «زه چي د حق دعوت (امر بالمعروف او نهي عن المنکر) په لاره کي په څومره مصيبتونواو تکليفونوکښي اچول سوی يم، بل نبي او رسول نه دی اچول سوی.» يعني د نورو نبيانو علیهم السلام   په نسبت زه ډېر ځورېدلی يم.
 
نو چي سيد الرسول صلی الله علیه وسلم  داسي مصيبتونه برداشت کړي دي او صبر يې پر کړی دی، موږ خو په هره معنی د هغه تابعدار يو او د هغه وظيفه مو اخيستې ده؛ نو موږ ته هم په ورته ستونزو کي زغم او صبر په کاردی.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه
 

سرته