تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د بې حجابه ښځي روژه څنګه ده؟
 
  July 25, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٩۲۰)

نوم: نثاراحمد
   
سوال : دلته په استراليا کي ډېري مسلماناني ښځي حجاب نه پر سر کوي ايا د دوي روژه صحيح ده او که نه؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

حجاب پر ښځو لازم دى خو د روژې له پاره شرط نه دى دداسي ښځي روژه هم صحيح کيږي، ځکه په شريعت کي روژه دې ته وايي چي د روژې په نيت د صبح صادق څخه بيا تر لمر لويدلو پوري څوک خوراک، څښاک  او جماع ونه کړي.


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): هو الامساک نهارا عن ادخال شئ عمدا او خطا بطنا او ماله حکم الباطن عن شهوة الفرج بنية من اهله. طحطاوي: ص٣٤٦.

جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

سرته