تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: لطفاً د نذر په اړه معلومات راکړی
 
  July 3, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٨۵۹)

نوم: فريد

سوال : که د نذر په هکله مکمل معلومات راکړی (نذر کول په اسلام  کي په کوم  ډول دی ؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

نذر دې ته وائي چي مسلمان يو عبادت پخپله پر ځان حتمي او لازمي وګرځوي، نذر په منجز  ډول هم کېدلاى سي يعني بېله کوم شرط څخه يو عبادت پر ځان لازم کړي ، او په معلق ډول هم کېدلاى سي، مثلاً: که فلانی کار  وسو نو زه دومره نفلونه کوم، يا دومره روژې به  نيسم، يا به د بيت الله شريفي حج کوم، يا دومره پيسې به فقيرانو ته ورکوم.

په شريعت کي نذر کول جائز دى، البته څه شرائط لري:

(۱):  نذر به  د الله تعالى په نامه وي، د غير الله په نومو به نه وي،

(٢): نذر  د عبادت په کارو کښي  صحيح دى، چي کوم کار عبادت نه وي په هغه کي نذر کول صحيح نه دى،

(۳): هغه عبادت به داسي وي چي کله فرض او کله واجب وي مثلاً لمونځ، روژه، حج، اخترى يا د فرضو او واجبو د جنس څخه به وي، که چيري دفرضو يا واجبو د جنس څخه نه وي، نو نذر کول صحيح نه دى، مثلاً د ناروغه پوښتنه پر ځان باندي لازمه ګڼل.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ولو جعل عليه حجة أو عمرة أو صوما أو صلاة أو صدقة أو ما أشبه ذلك مما هو طاعة إن فعل كذا ففعل لزمه ذلك الذي جعله على نفسه. الفتاوي عالمګيريه: ج٢، ص٦٥. مکتبه تجاريه.
(٢):( قوله باطل وحرام ) لوجوه : منها أنه نذر لمخلوق والنذر للمخلوق لا يجوز لأنه عبادة والعبادة لا تكون لمخلوق. شامي: ج٢، ص١٣٩. طبع رشيديه.
(٣):وكان من جنسه واجب أي فرض... كصوم وصلاة وصدقة... ولم يلزم. الناذر ما ليس من جنسه فرض كعيادة مريض وتشييع جنازة ودخول مسجد. الدرالمختارمع رد: ج٣، ص٧٢- ٧٣ . طبع رشيديه.


جواب: مولوي عبدالغفار حسيني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته