تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: غیبت کول څنګه کار دی؟
 
  May 8, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۴۴۷)

نوم: حاجي محمد

د اوسېدو ځای: افغانستان 

سوال : غیبت کول څنګه کار دى ؟

 جواب : 

حامداً و مصلیاً

  غيبت کول حرام دى،  داسي دی لکه سړى چي دخپل مړه ورور غوښي خوري (١).

 انسان طبعاً د انسان غوښي خوړل نه خوښوي خصوصاً  د خپل ورور  او بيا مسلمان او بيا په حال د مړيني کي چي هغه مړ وي ښکاره خبره ده، چي داسي عمل طبعًا عقلاً او شرعًا ناروا دى، لهذا غيبت کول حرام دى په ځينو رواياتو کي يې د کبيره ګناهونو څخه بللي دى.

علامه هيتمي رحمة الله عليه د غيبت د تحريم  حکمت بيانوي فرمائي(٢) ، چي د مسلمان پر عزت، ابرو،  ننګ او ناموس باندي تيري کول الله تعالى حرام کړى دى،  او په غيبت کي د خپل مسلمان  ورور  بې عزتي،   ابرو  ريزي کیږي،  لکه څه ډول  چي د انسان بدن د غوښو په پريکولو سره درديږي  دا ډول په غيبت سره يې زړه زهيريږي ځکه الله جل جلاله تشبيه دمړه ورور د غوښو خوړولو سره ورکړې ده .

 جواب : مولوي سيد عبدالباري 
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسني
تعليم الاسلام  دارالافتاء
کندهار افغانستان 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا. سورت حجرات: ایت ۱۲ 
(٢): هذا کله في کتاب الزاجر عن اقتراف الکبائر: ج٢ ، ص۱۰، ۱۱ ،١٢، ١٣. علامه ابن حجر مکي الهیتمي رحمه الله
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته