تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په خارج کي د ښځو بازار ته وتل
 
  April 13, 2013
  0

 تعليم الاسلام  دارالافتا‌ء


مسلسله شمېره : (٤٢١)

نوم: محب الله

د اوسېدو ځای:  امريکا

سوال :  په خارج کي هره ښځه  دخپل خاوند سره بازار يا پارکو ته ځي ، همدا ډول زما خاوند هم غواړي چي زه ورسره بازار ته ولاړه سم خو زه نه غواړم چي ورسره ولاړه سم ، چي ګناه لري ، نو دى ماته په جواب کي وايي چي ته په ګناه کاره کيږي که زما په خوله ونه کړئ ؟ (يعني بازار ته په تګ ګناه کاره کېږي او که٨ زما په نافرماني ګناه کاره کېږي ؟ 

جواب : 

حامداً  و مصليًا

دا ډېر لوي عزت دي چي الله جل جلاله و ښځو ته ورکړى دى چي ښځه دي بېله خپل خاوند څخه بل څوک نه ويني،  دا عزت بايد دا د لاسه ورنه کړي، د خاوند حکم تر هغه وخته لازم دى چي په هغه کي د الله جل جلاله د حکم ماتوالي نه وي،  د الله جل جلاله حکم دا دى چي ښځه دي په خپل کور کى قرار ونيسي (٢) دباندي دي نه را وځي.  د ستر په باره کي (٧) اياتونه نازل سويدي (١) 

يو مسلمان به څنګه د بنده د رضا په خاطر الله جل جلاله ناراضه کوي؟

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په زمانه کي ښځي د مسجد ولمانځه ته تللې په داسي لوی څادر کي چي سر تر نوکه به پټي وې، کله چي نبي کریم عليه الصلاة السلام د دنيا څخه ولاړی نو اصحاب کرامو رضي الله عنهم په اتفاق سره دا حکم وکړی چي  اوس وخت د فتنو دى ښځي دي و مساجدو ته نه راوزي، نو چي د مسجد د لمانځه څخه د فتنې په ګمان بندي سوي دي،  اوس چي فتنه يقيني ده نو د خاوند حکم به و بازار ته د وتلو څنګه لازم وي او مخالفت به يي څنګه  ګناه وي؟

او د ضرورت په وخت کي د وتلو اجازه سته خو په چادري کي به پټه وي . (٣)

درې امامان لکه امام   مالک، شافعي او احمد رحمة الله عليهم  وايي چي د ښځي مخ او ورغوي لڅول مطلقًا ناروا دى، که د فتنې بيره وي او که نه وي او امام ابوحنيفه رحمة الله علیه وايي که د فتنې بېره وه نه به يې لڅوي او فتنه خو اوس يقيني ده، نو په اتفاق د امامانو مخ او ورغوي پټول ضروري دي (بېله د لمانځه د حالت څخه). 

جواب : مولوي عبدالهادي آغا 
الجواب صحیح : مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسنيِ
تعليم الاسلام  دارالافتا‌ء
افغانستان کندهار 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) : درې ایاتونه په سوره نور  کي دي او څلور اياتونه  په سورة  احزاب کي دي.
(٢) :  وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ. سورة الاحزاب: ايت (٣٣)  .
(٣): يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ. سورت احزاب: ايت ٥٩ 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته