تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: زوی د جایداد څخه بې برخي کول
 
  December 6, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شميره : (۳)

نوم:خیرالله افغان

سوال: یو پلار خپل ټول مال او جیداد یوه زوی ته ورکوی دا نورو ته یی نه ورکوی. دا څنکه دی.

جواب : داهبه جائزده او دغه جائداد وغیره ددغه یوه زوی ملک گرځي بل وارث ورسره شریک نه دی خو په څو شرطوسره:

۱:  پلار چي دغه هبه کوي دی به جوړ روغ اوعقل به يې ثابت وي. په مرض الموت کي داقسم هبه نه ده صحیح.
۲:  دغه زوی چي ورته موهوب له ویل کیږي، دغه شی چي  پلار يې ورته وربخښي په دغه مجلس کي به يې قبض کوي.
۳: که چیري پلار یوه حصه دخپل جائداد ورکوي هغه به مشاع یعني ګډ به نه وي بلکه د خپل نور ملک څخه به يې ور جلا کوي. (۱)

البته داسي کار کول لویه گناه ده!  په حدیث شریف کي راځي: من قطع ميراث وارثه قطع الله ميراثه من الجنة...(۲) ژباړه: که څوک وارث د میراث څخه بې برخي کړي الله به هغه د جنت د میراث څخه بې برخي کړي. او په خلاصة الفتاوی کي وايي:  که چیري وبخښي ټوله مال و خپل زوی ته په قضاء کي روا دي او دی گناهگار دی. (۳). او  هم عین حکم په درمختار کي، شامي او فتاوی عالم گیریة کي دی. (۴)

جواب:مولوی عبدالهادي آغا
کتنه:عبدالباري اغا او عبدالغفار حسیني
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): فتاوی دارالعلوم دیو بند، ج۲، ص۹۳۲
(۲): مشکوة، بابالوصیة.
(۳):ولو وهب جمیع ماله لابنه جاز في القضا وهو آثم. ج۴، ص۴۰۰
(۴): درالمختار و شامي، ج۴، ص۵۵۹ و کذا في الفتاوی عالم ګیریة: رجل وهب في صحته کل المال للولد جاز في القضاء ویکون آثماً فیما صنع. ج۴، ص۳۹۱
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته