تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سوداګرو! څنګه جنت ته تللای شئ؟
  تعلیم الاسلام
  November 1, 2016
  0
ليکنه: مفتي محمد ارشاد قاسمي / ژباړه : مفتي رفيع الله نعماني
 
رالېږونکی: استاذ بریالی شعیب / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 

 

(۳۶) په کسب او تجارت کې مشغولېدل د صحت لامل دي.

 
عن انس (رضی الله عنه): العافية عشرة أجزاء تسعة في طلب المعيشة وجزء في سائر الأشياء. (کنز ج ۴ ص ۶).

 
ژباړه: انس (رضی الله عنه) روایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: د عافیت لس(۱۰) برخې دي نه (۹) برخې یې د رزق په گټلو کې او یوه برخه یې په نورو شیانو کې ده.
 
فایده: مطلب دا چې د مال او رزق په گټلو کې مشغولېدل د عافیت سبب کېږي، بې کاره اوسېدل او بېکاره ناسته ولاړه او وخت ضائع کول ښه کار نه دی ځکه ډېر وخت یې په گناه او بې ځایه خبرو کې تېرېږي.  په مال گټلو کې مشغولتیا له عبثیاتو څخه انسان ته نجات ورکوي، لکه مونږ گورو کوم خلک چې مشغول وي هغه له ډېرو تباهیو څخه په امن کې وي.
 
 

 

(۳۷) کومه گټه جهاد او کومه گټه شیطاني ده؟

 
عن کعب بن عجرة(رضی الله عنه) ان النبي (صلی الله علیه وسلم) قال: إِن كَانَ يَسعَى عَلَى وَلَدِهِ صِغَارًا فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللهِ ، وَإِن كَانَ خَرَجَ يَسعَى عَلَى أَبَوَينِ شَيخَينِ كَبِيرَينِ فَفِي سَبِيلِ اللهِ ، وَإِن كَانَ خَرَجَ يَسعَى عَلَى نَفسِهِ لِيَعِفَّهَا فَفِي سَبِيلِ اللهِ ، وَإِن كَانَ خَرَجَ يَسعَى عَلَى أَهلِهِ فَفِي سَبِيلِ اللهِ ، وَإِن كَانَ خَرَجَ يَسعَى تَفَاخُرًا وَتَكَاثُرًا فَفِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ. (طبراني شرح احیاء ج ۵ ص ۴۱۵).

 
ژباړه: د کعب بن عجره (رضی الله عنه) په روایت کې راغلي دي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: که انسان د دې لپاره په مال گټلو کې کوشش کوي چې اولادونه یې واړه دي، نو دی د الله (جل جلاله) په لاره کې دی او که وتلی وي د دې لپاره کوشش کوي چې مور او پلار یې زاړه او ضعیفان دي، نو دی د الله (جل جلاله) په لاره کې دی او که وتلی وي د دې لپاره کوشش کوي چې خپلې اړتیاوې پوره کړي او چا ته محتاج نه شي، نو دي د الله (جل جلاله) په لاره کې دی او که وتلی وي د دې لپاره کوشش کوي چې په خپل اهل باندې یې مصرف کړي، نو دی د الله (جل جلاله) په لاره کې دی او که وتلی وي د دې لپاره کوشش کوي چې په خلکو باندې فخر وکړي او د مال ډېرښت وروښايي نو دی د شیطان په لاره کې دی.
 
فایده: وگورئ په دې حدیث کې د تجارت، دکاندارۍ او مال گټلو مختلف شکلونه بیان شوي دي او بیا یې ښه والی او بد والی هم ورسره ذکر شوی دی. که څوک د دې لپاره وتلی وي کوشش کوي او تکلیف تېروي چې مال وگټي او د خپلو وړو بچیانو تربیه او پالنه ورباندې وکړي یا د خپل زاړه پلار او زړې مور پالنه او مالي خدمت ورباندې وکړي یا د خپل ځان لپاره د دې په خاطر مال تر لاسه کوي چې له بل چا څخه یې د غوښتلو ضرورت پیدا نه شي نو دا قسم مال گټوونکی د الله (جل جلاله) په لاره کې دی. او که د دې لپاره مال گټي چې ترڅو په خلکو کې د ده مالداري مشهوره شي، په نورو باندې د ډېر مال په وجه فخر وکړي (چې زه کوم د خام کور چښتن نه بلکې د بلډنگ چښتن یم او داسې نور) نو دغه انسان د شیطان په لاره تلوونکی دی او د شیطان داسې لار ده چې هغه بل طرف یې په دوزخ کې دی.
 
 
نو ای تاجرانو او دکاندارنو! د الله (جل جلاله) د دین برابر تجارت وکړئ او د الله (جل جلاله) د حقوقو د اداء کولو لپاره دنیا وگټئ! دنیا خلکو ته د ورښودلو لپاره مه گټئ او په نورو باندې فخر او غرور مه کوئ ځکه د داسې اعمالو آخر دوزخ دی.
 
 

 

(۳۸) د احتیاج او مرستو ترلاسه کولو له ژوند څخه د دنیا او مال گټلو ژوند غوره دی.

 

قدم عبد الرحمن بن عوف المدينة فآخى النبي (صلی الله علیه وسلم) بينه وبين سعد بن ربيع الأنصاري وكان سعد ذا غنى فقال لعبد الرحمن أقاسمك مالي نصفين وأزوجك قال بارك الله لك في أهلك ومالك دلوني على السوق فما رجع حتى استفضل أقطا وسمنا. (بخاري ص ۲۷۵).
 
ژباړه: عبدالرحمن بن عوف (رضی الله عنهما) مدینې منورې ته تشریف راوړو(هجرت یې وکړ) او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د هغه او سعد بن ربیع الانصاري (رضی الله عنهما) تر منځ د ورورۍ (مدد او نصرت) رابطه جوړه کړه. سعد (رضی الله عنه) مالدار او د دارايۍ چښتن و او عبدالرحمن (رضی الله عنه) ته یې وویل: چې زه خپل مال نیم په نیمه له تاسره تقسیموم او تاته له یوې ښځې سره واده (نکاح) هم درکوم عبدالرحمن (رضی الله عنه) ورته وویل الله (جل جلاله) د ستا په اهل او مال کې برکت واچوي ماته بازار را وښایه! او له بازار څخه هغه وخت بېرته را واپس شو چې په گټه کې یې پنیر او غوړي هم له ځانه سره راوړل.
 
فایده: سعد (رضی الله عنه) عبدالرحمن (رضی الله عنه) ته وویل: زما نیم مال او له دوه ښځو څخه به زه یوه ښځه طلاقه کړم او ته یې په نکاح کې واخله! عبدالرحمن (رضی الله عنه) د سعد (رضی الله عنه) په قربانۍ ورکولو هغه ته دعا وکړه او ویې ویل: ماته بازار وښایه ترڅو زه پخپله د ځان لپاره مال وگټم. عبدالرحمن (رضی الله عنه) په بازار کې کار کولو او له گټې څخه یې د خوراک او څښاک انتظام کولو، وروسته یې دومره گټه ترلاسه کړه چې نکاح یې هم وکړله.
 
وگورئ ! په دې روایت کې عبدالرحمن (رضی الله عنه) د هدیې په مال اکتفاء ونه کړه او د هغه په ځای یې خپلې گټې او لاسته راوړنې ته ترجیح ورکړه او خپل مصارف یې له خپلې گټې څخه پوره کول.
 
افسوس نن سبا خلک داسې فکر کوي چې دغه سنت طریقه د عزت او لويۍ خلاف ده. بېغمه ناست وي او دخلکو مال ته یې سترگې او امید وي او فکر کوي چې دا لویي او عزت دی. دا ډول کړنه ډېره غلطه خبره او خام فکر دی ځکه د هدیې په مقابل کې حلال کسب کول او حلاله گټه ترلاسه کول نبوي سنت دی.  عزت او لويي  په مسنونه طریقو کې ده نه په تمه او امید کې،  که څه هم ځينې خلک به داسې فکر نه کوي.
 
هو! یوازې مال گټل عزت او لويي نه ده بلکې د مال گټلو سره سره د الله (جل جلاله) په حکمونو او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په سنتو باندې عمل کول اړین او ضروري دي. د حلال کسب او مال گټلو سره سره که د الله (جل جلاله) او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) لارښوونې په نظر کې ونیول شي نو بیا د عزت او لويې لامل کېږي.
 
که څوک د توکل سم مقام ته رسېدلي وي کسب او کار نه کوي او خلکو ته یې امید او تمه هم نه وي بلکې کوم شی چې ور پیدا شي په هغه باندې صبر او قناعت کوي، د داسې خلکو لپاره اجازه او جواز شته، لکه ځینې بزرگان چې یوازې په الله (جل جلاله) توکل کوي او بس.
 
 ------------------------

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته