تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بدعت د قران او حدیث په رڼا کي
 
  March 3, 2017
  0
لیکوال: نعمت الله شاکر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
 
ألبِدْعَة : تعريفها : لغة : هي مصدر من " بَدَعَ " 
ألبِدْعَةُ : وَهِيَ الْحَدَثُ في الدِّيْنِ مَا لَيْسَ مِنْهُ ، أو أَنَّهَا الاعْتِقَادُ في شَيْءٍ بِأَنَّه دِيْنٌ يُوجِبُ العَمَلُ بِهِ التَّقَرُّبَ إلى اللهِ والثَّوَابَ .

بدعت په لغت کي دبَدَعَ څخه اخيستل سوی دی او د نوي شي جوړولو په معنیٰ دی .
او بدعت په اصطلاح کي په دين کي هغه کار ايجادول چي هغه د دين څخه نه وي او د دين څخه وبلل سي ، په هغه عمل واجب وبلل سي او الله جل جلاله ته يې د نژدې والي ذريعه وبولي .

قال ابن رجب: " ما أُحْدِثَ ممَّا لا أصل له في الشريعة يدلُّ عليه ، فأمَّا ما كان له أصلٌ مِنَ الشَّرع يدلُّ عليه ، فليس ببدعةٍ شرعاً.  (زين الدين عبدالرحمن بن أحمد بن رجب بن الحسن الحنبلي، جامع العلوم والحِكم )

ابن رجب رحمه الله د بدعت داسي تعريف کوي : هغه چي په شريعت کي يې اصل نه وي او دليل په ويل کيږي دا بدعت دی ، او که په شريعت کي اصل ولري په هغه سره دليل وويل سي هغه شرعاً بدعت نه بلل کيږي ؛  

د بدعت د بدوالي په اړه په قرآن عظيم الشان کي هم څو ځايه بحث سوی دی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احاديثو کي خو د بدعت رد او بدي په واضحو الفاظو سوې ده چي ځيني به يې ان شاءالله را نقل کړو :

قال الله  تعالی: ﴿ ... مَّا فَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِن شَيْءٍ ...  ﴾ (ألانعام ۳۸)
الله جل جلاله  فرمايې : موږ په کتاب ( د اسلام په دين ) کي هيڅ شی ندی پرې ايښی .

ددې آيت څخه ځيني علماء د بدعت رد بيانوي ځکه چي بدعت خو به هلته جواز درلودای چی په دين کي نعوذ بالله کمی وای پداسي حال کي چي د اسلام دين کامل او مکمل دی ؛ لکه څنګه چي الله جل جلاله  د المائدې د سورت په ۳ آيت کي فرمايې : 

﴿ أَلْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا ﴾ (المائدة ۳)

الله  جل جلاله  فرمايې : نن ورځ مي ستاسو دين مکمل کړئ او پر تاسو مي د خپلو نعمتونو پوره والی وکړئ او ستاسو لپاره مي د اسلام دين خوښ کړئ .

نو چي دين مکمل وي بيا په هغه کي د زياتيدلو يا کميدلو څه اړتيا سته ؟

(والبدعة حاصلها مخالفة في اعتقاد كمال الشريعة ولذلك قال مالك بن أنس من أحدث في هذه الأمة شيئا لم يكن عليه سلفها فقد زعم أن رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) خان الرسالة لأن الله يقول (أَلْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ...) فما لم يكن يومئذ دينا فلا يكون اليوم دينا) (الاعتصام للشاطبى )

نو حاصل دا دی چي بدعت د شريعت د اکمال سره مخالفت دی لکه څنګه چي حضرت مالک بن انس رحمه الله فرمايي : څوک چي پدې اُمت کي داسي نوی شی ايجادوي چی زموږ سلفو هغه نه وی کړی نو دغه بدعت کوونکی داسي ګمان کوي چي رسول  صلی الله علیه وسلم په رسالت کي خیانت کړی دی نعوذ بالله ((يعني هغه داسي د ګټي او ثواب کار د خپلو اُمتیانو څخه پټ کړی وو))، ځکه الله  جل جلاله  فرمايلي دي: نن ستاسو دين مکمل سو ...، نو امام مالک  رحمة الله علیه  فرمايې : هغه څه چي په هغه ورځ دين نه وو نن هم دین ندی !!! 

وقال الله جل جلاله :
 ﴿وَأَنَّ هَٰذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ذَٰلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ﴾ الأنعام: ١٥٣
الله  جل جلاله  فرمايې : دغه سيده لاره ده او ددې لاري متابعت وکړئ ، پر نورو لارو مه ځئ ! نوري لاري تاسي ددغي لاري څخه اړوي دا تاسو ته حکم وسو ښايې تقوا وکړئ !

دلته هم د نورو لارو څخه د ګمراهۍ او بدعت لاري مراد دي .

وقال الله جل جلاله : ﴿ ... فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ ... ﴾  (يونس : ٣٢ )
الله  جل جلاله  فرمايې : د حق څخه وروسته يا د حق څخه ماسوا بغير دګمراهۍ بل څه نسته .

يعنی د حق څخه وروسته يا د دين تر اکمال وروسته بل څه دين بلل ګمراهي ده چي هغه بدعت دی .

وقال الله   جل جلاله :
﴿ قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُم بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا  الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا ﴾ (۱۰۳ – الكهف )
په سورة کهف کي الله  جل جلاله  رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ته فرمايې : خپلو صحابه وو رضی الله عنهم يا خپل اُمت ته ووايه ، ایا تاسي د زيانکارانو په اعمالو خبر کړم ؟ ! هغه چي په دنيا کي يې کوښښ عبث دی او دوی فکر کوي چي ډير ښه کار کوي .

حضرت علي رضی الله عنه ، حضرت  سفيان  ثوري  رحمة الله علیه  او ځيني نورمفسرين فرمايې : د اخسرين اعمالا څخه مراد اهل بدعت دي ځکه هغوی پداسي کارونو مبتلا وي چي دوی يې د ثواب د حاصلولو ذریعې بولي خو دا چي د دين څخه نه دي نو د الله  جل جلاله  د رضا او د ثواب د حصول سبب هم نسي کيدلای .

﴿ مِنَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ ﴾  الروم : ٣٢
د هغو کسانو څخه چي دين يې ټوټه ټوټه کړی او ډلي ډلي سول ، او هره ډله په خپل هغه څه چي ورسره دي خوشحال دي .

د ام المومنين حضرت عائشې صديقې رضی الله عنها څخه ددې آيات په تفسيرکي روايت دی چي رسول مقبول صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : چي ددې آيت څخه مراد اهل بدعت دي .( الاعتصام جـلد ۱صفحه  ۶۵)

ځکه هغوی په خپلو کړنو او کارونو خوشحال وي او پر خپلو کارونو يې د دين ګمان وي پداسي حال کي چي هغه د يوه ګمراه او بې خبره طريقه او ترتيب وي . 

همداسي د بدعت د بد ګڼلو په اړه د رسول  صلی الله علیه وسلم  زيات احاديث موجود دي چي يو څو به يې ان شاءالله درته بيان سي : 
                                                                                   
عن عائشةَ رضی الله عنها  قالت قال رسولُ اللَّه  صلی الله علیه وسلم:  مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ فِيهِ فَهُوَ رَدٌّ .(بخاري وابوداود)
وفي رواية المسلم :  مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ مِنْهُ فَهُوَ رَدٌّ .

 امام بخاري  رحمة الله علیه  او امام ابو داود  رحمة الله علیه  د حضرت عائشې رضی الله عنها  څخه روايت کوي چي رسول  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : څوک چي زموږ  په امر ( کار ، دين يا شريعت ) کي داسي شی ايجادوي چي هغه په دین کښې نه وي نو هغه مردود دی . 

او امام مسلم  رحمة الله علیه  د (فيه) د لفظ په عوض د (منه) لفظ راوړی دی يعني که څوک داسي څه چي زموږ د دين څخه نه وي په دين کي ایجادوي هغه مردود دی .

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم « مَنْ دَعَا إِلَى هُدًى كَانَ لَهُ مِنَ الأَجْرِ مِثْلُ أُجُورِ مَنْ تَبِعَهُ لاَ يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْئًا وَمَنْ دَعَا إِلَى ضَلاَلَةٍ كَانَ عَلَيْهِ مِنَ الإِثْمِ مِثْلُ آثَامِ مَنْ تَبِعَهُ لاَ يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ آثَامِهِمْ شَيْئًا ». مسلم ، ابوداود وترمذي

امام مسلم ، امام ابوداود اوامام ترمذي رحمة الله علیهم د حضرت ابو هريره رضی الله عنه څخه حديث را نقل کړی دی چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم وفرمايل : څوک چي خلګ د هدايت لاري ته رابولي ده ته هم د هغو ټولو خلګو په اندازه ثواب ورکول کيږي چي په هغه عمل کوي بېله دې چي د هغو په ثواب کی کمی راسي ، او څوک چي خلګ ګمراهی ته رابولي نو د هغه لپاره د هغو ټولو خلګو د ګناه په اندازه سزا لیکل کيږي کوم څوک چي د هغه اتباع کوي بېله دې چي د هغو په ګناهونو کي کمی راسي .

نو بدعت ايجادول نه یوازي دا چي دده لپاره دده د عمل په اندازه ګناه ده ، بلکي هر څوک چي تر قيامته پوري په دغه بدعت عمل کوي دغه ایجادوونکی په سزا کی ورسره شريک دی ، او دا داسي شراکت ندی چي ونډه به سره ويشي بلکي هريوه ته به پوره سزا ورکول کيږي . نعوذ بالله .

وعن جابر رضی الله عنه:   قال : كان رسولُ اللَّه صلی الله علیه وسلم ، إِذَا خَطَبَ احْمرَّتْ عَيْنَاه، وَعَلا صَوْتُه، وَاشْتَدَّ غَضَبَهُ، حَتَّى كَأَنَّهُ مُنْذِرُ جَيْشٍ يَقُول:
صَبَّحَكُمْ ومَسَّاكُمْ  وَيقُول: بُعِثْتُ أَنَا والسَّاعةُ كَهَاتيْن  وَيَقْرنُ بين أُصْبُعَيْه ، السبَابَةِ ، وَالْوُسْطَى ، وَيَقُولُ: أَمَّا بَعْد،
فَإِنَّ خَيرَ الْحَديثَ كِتَابُ اللَّه، وخَيْرَ الْهَدْى هدْيُ مُحمِّد  صلی الله علیه وسلم ، وَشَرَّ الأُمُورِ مُحْدثَاتُهَا وكُلَّ بِدْعَةٍ ... رواه مسلم.  
... وَكُلَّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٌ وَكُلَّ بِدْعَةٍ ضَلاَلَةٌ وَكُلَّ ضَلاَلَةٍ فِى النَّارِ. رواه النسايي 
 
امام مسلم  رحمة الله علیه  د حضرت جابر بن عبدالله رضی الله عنه څخه روايت نقل کړی دی :چي نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  په داسي حال کي چي ډير په قهروو په خطبه کي يې وفرمايل : بهترين کلام د الله  جل جلاله  کتاب دی ، او بهترينه طريقه او تګلاره د محمد  صلی الله علیه وسلم  طريقه ده او ډير بد په کارونو کي نوي پيدا کړه سوي شيان ( بدعت ) دي او هر بدعت ګراهي ده .

او د امام نسايې رحمة الله علیه  په روايت کي داسي را نقل سوي دي چي هر نوی کار بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده او هره ګمراهي ( ګمراه ) به په اورکي وي .

امیر المؤمنين حضرت عمر فاروق رضی الله عنه به په خپله خطبه کي دغه کلمات ويل او حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه به په خپله خطبه کي داسي فرمايل :
إنكم ستحدثون ويحدث ويحدث لكم فكل محدثة ضلالة وكل ضلالة في النار . (الاعتصام للشاطبي)

وَعَنْ حُذَيْفَةَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ  صلی الله علیه وسلم  : لاَ يَقْبَلُ اللَّهُ لِصَاحِبِ بِدْعَةٍ صَوْمًا ، وَلاَ صَلاَةً ، وَلاَ صَدَقَةً ، وَلاَ حَجًّا ، وَلاَ عُمْرَةً ، وَلاَ جِهَادًا ، وَلاَ صَرْفًا ، وَلاَ عَدْلاً ، يَخْرُجُ مِنَ الإِسْلاَمِ كَمَا تَخْرُجُ الشَّعَرَةُ مِنَ الْعَجِينِ.  (رواه ابن ماجه)

لا يقبل الله منه صرفا ولا عدلا وذلك على رأي من فسر الصرف والعدل بالفريضة والنافلة . وهذا شديد جدا على اهل الاحداث في الدين . (الاعتصام للشاطبي)

ابن ماجه  رحمة الله علیه د حضرت حُذيفة رضی الله عنه څخه روايت کوي هغه فرمايې چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : الله  جل جلاله  د بدعتي څخه نه روژه قبولوي ، او نه لمونځ ورڅخه قبولوي ، نه زکات ورڅخه قبولوي او نه هم حج ، عمره ، جهاد ، او نه هم الله  جل جلاله  صرف او عدل ورڅخه قبولوي داسي د اسلام څخه وځي لکه وريښته چي له خشتو سوو نريو اوړو څخه راوځي . 

امام شاطبي رحمة الله علیه  د صرف او عدل په اړه د فرضي او نفلي عباداتو د تفسير رايه ليکلی ده ، او زیاته کړي يې ده چي دغه شدت د إحداث في الدين د خاوندانو له پاره دی . يعني هغه عمل چي د دين څخه نه وي او دوی يې په دين کي داخلوي .

عن عبدالله بن عباس رضی الله عنهما عن النبي صلی الله علیه وسلم  قال : أَبَى اللَّهُ أَنْ يَقْبَلَ عَمَلَ صَاحِبِ بِدْعَةٍ , حَتَّى يَدَعَ بِدْعَتَهُ.  (رواه  ابن  ماجه)

امام ابن ماجه رحمة الله علیه د حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنهما څخه روايت را نقل کړی دی چی رسول  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل :
 
الله  جل جلاله  د مبتدع يا اهل بدعت عمل (هيڅ نيک عمل )  تر هغه وخته نه قبولوی تر څو هغه د بدعت څخه لاس وانه خلي .

عَنْ جَابِرٍ أَنَّ رَجُلاً سَأَلَ رَسُولَ اللَّهِ  صلی الله علیه وسلم  فَقَالَ أَرَأَيْتَ إِذَا صَلَّيْتُ الصَّلَوَاتِ الْمَكْتُوبَاتِ وَصُمْتُ رَمَضَانَ وَأَحْلَلْتُ الْحَلاَلَ وَحَرَّمْتُ الْحَرَامَ وَلَمْ أَزِدْ عَلَى ذَلِكَ شَيْئًا أَأَدْخُلُ الْجَنَّةَ قَالَ « نَعَمْ ». قَالَ وَاللَّهِ لاَ أَزِيدُ عَلَى ذَلِكَ شَيْئًا. (رواه مسلم)

امام مسلم  رحمة الله علیه  د حضرت جابر رضی الله عنه څخه روايت کوي هغه فرمايې : يو شخص د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه پوښتنه وکړه : که زه فرض سوی لمونځونه وکړم ، د روژې د مياشتي روژه ونيسم ، حلال حلال وګڼم او حرام حرام وګڼم او پر دې بل څه ور زیات نه کړم ايا زه په جنت ته داخل سم ؟ رسول مقبول صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل : هو ! هغه شخص وويل : په الله  جل جلاله  قسم زه به پر دې هيڅ شی هم ور زيات نه کړم ؛ يعني بدعت به نه کوم ، ځکه په دين کي زياتوب بدعت دی . 
                                                                 
عن حذيفة بن يمان رضی الله عنه : 
 قال حذيفة رضی الله عنه كل عبادة لم يتعبدها اصحاب رسول الله  صلی الله علیه وسلم فلا تعبدوها فإن الأول لم يدع للآخر مقالا فاتقوا الله يامعشر القراء وخذوا بطريق من كان قبلكم . ونحوه لابن مسعود أيضا . (الاعتصام للشاطبي رحمة الله علیه جلد۱صفحه ۳۱۰)

حضرت حذيفه بن يمان رضی الله عنه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم  د جليل القدره صحابه وو رضی الله عنهم له جملې څخه وو هغه فرمایلي دي : هغه عبادتونه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  صحابه کرامو ندي کړي تاسي يې هم مه کوئ ځکه لمړنيو مسلمانانو څه ندي پرې ايښی وروستنیو مسلمانانو ته ؛ اي د کليو اوسيدونکو! د الله جل جلاله څخه وبيريږئ پر هغه طريقو ولاړسئ چي ستاسو څخه مخکي  خلګ ( صحابه رضی الله عنهم )  پر تللي دي، دا ډول وینا د حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه هم منقول ده .
 
( اهل القراء يې مخاطب کړي دي ځکه معمولاً په اطرافو کي علم کم وي او ددې څخه عجم هم مرادیدلای سي ).

د بدعت په اړه نوري علمي لیکني دلته کلیک کړئ: بدعت د اسلام له نظره
 

سرته