تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو/ د اُمت لپاره د رسول الله سرښندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 26, 2024
  0

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول
(اُوهمه برخه)


د اُمت له پاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم سرښیندنه!


په الله قسم چي مځکو او آسمانونو د پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه د خلکو پر هدایت ډېر حریص، ګران او غوره څوک نه دی لیدلی.


هو! هغه د ټولو خلکو پر هدایت حریص وو، هغه که بوډا وو، که ځوان، که نارینه وو او که ښځینه، آزاد وو، که غلام، کوچنی وو او که غټ، بس خپل ځان او وخت یې تل په همدې لاره کي لګاوه، تر هغه چي الله جل جلاله داسي خطاب ورته وکړ:


 فَإِنَّ اللَّهَ يُضِلُّ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِى مَن يَشَآءُ ۖ فَلَا تَذْهَبْ نَفْسُكَ عَلَيْهِمْ حَسَرٰتٍ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌۢ بِمَا يَصْنَعُونَ. [سورت فاطر:۸]


ژباړه: حقيقت دادى، د الله جل جلاله چي چا ته خوښه سي، په ګمراهۍ یې اخته کوي او چي چا ته یې خوښه سي، سمه لاره ورښيي.


نو [اې پیغمبره!] ته خپل ځان د دغو خلکو په خاطر په غم او افسوس کي مه ويلي كوه، څه چي دوی كوي، الله جل جلاله ښه په پوهېږي.


رسول الله صلی الله علیه وسلم په هر ځای او هر وخت کي خلک د الله جل جلاله دین ته رابلل، په مسجد کي به یې هم خلکو ته د دین خبري کولې، په بازار کي به یې هم خلک دین ته هڅول، په لاره کي به یې هم خلکو ته دیني لارښووني کولې، حتی د مرګ په حالت کي به یې هم خلک دین ته متوجه کول، لنډه دا چي له هر ډول موقع څخه یې ګټه پوره کوله او خلکو ته د نصیحت او دین ته د رابللو له پاره یې دا وخت غنیمت ګڼئ. کله چي به یې یو ګناه کار ولیدی، نو حتمي به یې نصیحت ورته کاوه او که به یې یو څوک ولیدی چي په کومه غلطي یا نيمګړتیا کي بوخت دی، نو لارښوونه به یې ورته کوله، خلکو ته په دعوت کولو کي یې هیڅ ډول کوتاهي نه درلوده، بلکي تل په لوړ همت سره د خلکو په فکر کي وو، حتی د هغو کسانو غم لا ور سره وو، چي تر اوسه دنیا ته نه وه راغلي او دا دعاګاني به یې کولې، چي ای مهربان څښتنه! د دوی په راتلونکو نسلونو کي نېک او صالح کسان پیدا کړه.


د صحیحینو (بخاري او مسلم) په یو روایت کي راځي، چي یوه ورځ حضرت عائشې رضی الله عنهما د احد په غزا کي فکر کاوه، چي څنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم خواږه ملګري د ده په حضور کي شهیدان سول، ځيني نور پر شا او څنګه کافران پر نېکانو برلاسي سول، خپل بیرغ یې پورته او پیغمبر صلی الله علیه وسلم یې زخمي کړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې مخ را واړاوه او ورته وې ویل: آیا د احد د ورځي څخه بله دردوونکې او سخته ورځ در باندي راغلې ده؟


رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسي حال کي چي خپلي خاطرې یې په یاد راوړلې، وویل: ستا د قوم ډېري سختۍ مي ګاللي دي، مګر تر ټوله سخت شی چي زه ور سره مخامخ سولم، هغه د عقبې ورځ وه، کوم مهال چي زه طائف ته د دعوت له پاره تللی وم، هغه ورځ مي خپل ځان عبد یا لیل ته وړاندي کړ، ترڅو ما خپل په امان کي واخلي، خو هغه زما غوښتنه و نه منله، نو په داسي حال کي چي ډېر زیات غمجن وم بیرته وګرځېدلم، کله چي قرن الثعالب (طائف ته نژدې د نجد د اوسېدونکو میقات) ته ورسېدلم، هلته مي سر پورته کړ، ګورم چي وریځ مي پر سر سیوری کړی او جبرائیل علیه السلام مي په کښې ولیدی، چي ماته یې آواز وکړ، وویل: الله جل جلاله ستا د قوم خبري واورېدلې، چي تاته یې وکړې او د دین دعوت یې و نه منئ، نو الله جل جلاله تاته د غرونو فرشته را لېږلې ده، چي هر امر ورته کوې، هغه تیاره ده.


وروسته د غرونو فرشتې سلام وکړ او ویې ویل: ای محمده صلی الله علیه وسلم! هره غوښتنه چي لرې، زه یې تر سره کوم، آیا دا غواړې چي هغوی د دوو غرونو په منځ کي راګیر کړم؟ دا دوه لوی غرونه په مکه مکرمه کي ول. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: نه! بلکي زه هیله مند یم، چي الله صلی الله علیه وسلم به د دوی په راتلونکو نسلونو کي داسي کسان پیدا کړي، چي یوازي د الله جل جلاله عبادت وکړي او هیڅ شریک ور سره ونه نیسي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته