تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام کي د کار کولو اهميت
  تعلیم الاسلام
  October 15, 2017
  0

لیکوال : مولوي اختر محمد جهید / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2016-02-11

اسلام د لټۍ او ټنبلۍ دین نه دی، بلکي تل خپل پیروان د کار او عمل ډګر ته رابولي او په دې لاره کي يې زیار او کوښښ ته هڅوي.

که د بشریت تاریخ وکتل سي، نو وبه لیدل سي، چي ټولو پيغمبرانوعليهم الصلاة والسلام، صحابه کرامو رضي الله عنهم)او تابعینو د خپل ژوند د دوام لپاره کارونه کول؛ ځینو به تجارت کاوه، ځینو به زراعتي چاري پر مخ بېولې او ځینوبه په مزدورۍ او اجوره کارونه کول؛   ځکه هغوی دا درک کړې وه چي اسلام کار او عمل خوښوي او دلټۍ څخه کرکه کوي، لکه رسول اکرم ص، چي په دې اړه فرمايي:

عَنِ الْمِقْدَامِ رض عَنْ رَسُولِ اللهِ ص قَالَ: مَا أَكَلَ أَحَدٌ طَعَامًا قَطُّ خَيْرًا مِنْ أَنْ يَأْكُلَ مِنْ عَمَلِ يَدِهِ وَإِنَّ نَبِيَّ اللهِ دَاوُد كَانَ يَأْكُلُ مِنْ عَمَلِ يَدِهِ. رواه البخاري

ژباړه: هیچا هیڅکله خواړه نه دي خوړلي، چي هغه دي غوره وي تر دې چي د خپل لاس د کار څخه يې وخوري د خپل لاس خواړه ډېر غوره دي. او دالله ج  نبي داود ع هم د خپل لاس د کار څخه ځان ته خواړه برابرول.

په یو بل حدیث شریف کي نبي کریم ص فرمایلي دي:

عَن أَبِي هُرَيْرَةَ رض عَنِ النَّبِيِّ ص قَالَ: لأَنْ يَأْخُذَ أَحَدُكُمْ حَبْلَهُ ثُمَّ يَغْدُوَ إِلَى الْجَبَلِ فَيَحْتَطِبَ فَيَبِيعَ فَيَأْكُلَ وَيَتَصَدَّقَ خَيْرٌ لَهُ مِنْ أَنْ يَسْأَلَ النَّاسَ. رواه البخاري

ژباړه : په تاسو کي یو خپله رسۍ راواخلي، غره ته ولاړ سي، لرګي وکړي، بیا يې خرڅ کړي( په پيسو يې ځان ته خواړه برابر کړي)، خپله يې وخوري او (څه) خیرات کړي، دا کار د ده لپاره تر دې غوره دی، چي د خلکو څخه سوال کوي.

په اسلامي ټولنه کي وګړي مکلف دي چي کاروکړي، زیار وګالي او سختۍ تېري کړي تر څو د فقر او نیستۍ څخه ځان خلاص کړي.

الله ج فرمايي: هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ (سورة الملک- 15)

ژباړه: الله پاک هغه ذات دی، چي ستاسو لپاره يې ځمکه تابع او مسخره ګرځولې ده، نو د هغې په اطرافو کي و ګرځېږئ او دالله پاک د رزق څخه يې وخورئ....

په اسلام کي کار کول او زیار ايستل د نیستۍ او فقر د مقابلې لپاره لومړنۍ وسله او د فقر  ځپلو لپاره تر ټولو ښه او په زړه پوري وسیله ګڼل کیږي، چي په دې اړه باید څو ټکي په پام کي ونیول سي.

۱:- سړی باید دخپل ځان لپاره د خپل توان او استعداد سره سم مناسب او روا کار انتخاب کړي، چي هم ده ته او هم ټولني ته د ضرر رسولو څخه خالي وي.

۲:- سړی باید داسي کار د ځان لپاره انتخاب کړي، چي حقیقي ګټه ولري او یوازي د وخت، زیار او مال د ضایع کېدلو سبب نه وي لکه فلمونه خرڅول او دې ته ورته نور کارونه.

۳:- یو څوک باید پر الله ج باندي د توکل په پلمه کار وبار ته شانکړي او باید د رسول الله ص دا قول په یاد ولري، چي هغه اعرابي ته يې ویلي وه، چي خپله اوښه يې د توکل په نیت ایله پرې ايښې وه «اعْقِلْهَا وَتَوَكَّلْ » لومړی دي اوښه وتړه بیايې پر الله ج وسپاره؛ يعني اسباب اختيار کړه بيا پر الله ج توکل وکړه.

۴:- شقیق بن ابراهيم بلخي یوه ورځ د سوداګریز سفر اراده وکړه، د سفر دپیل مخکي يې د خپل ملګري إبراهيم بن أدهم سره د یوه اوږ ده سفر خدای په اماني وکړه، څو  ورځي وروسته، چي له سفر څخه راستون سو، ابرهیم  بن ادهم د علت ورڅخه پوښتنه وکړه، چي ولي دي سفر لنډ کړ؟ هغه ځواب ورکړ: ما د خپل سفر په ترڅ کي یوه عجیبه پېښه ولیده، نو ځکه مي خپل سفر نیمګړی پرېښود او راستون سوم.

إبراهيم بن أدهم ورڅخه د پيښي پوښتنه وکړه، هغه وویل: زه د رزق په طلب پسي وتلی وم؛ مګر یو وخت ستومانه سوم د آرام لپاره د یوې وني سيوري ته ورغلم، هلته مي یو ړوند مرغه ولید، چي د رزق لټون ته يې په تعجب کي سوم. په دې وخت کي ناڅاپه یو بل مرغه راغلی او هغه ړانده مرغه ته يې خواړه راوړل، ما چي کله دا حالت ولید، نو له ځان سره مي وویل: دا چي الله پاک مرغه ته په دې ډول رزق ورکوي، نو ماته به یې هم راکړي، سفر مي لنډ کړ او خپل کورته را وګرځېدم. إبراهيم بن أدهم ورته وویل: ستا پر حال تعجب په کار دی، چي ته څنګه د ځان لپاره د ا خوښوې، چي د هغه ړانده مرغه په شان د نورو په مرسته ژوند وکړې، ایا د رسول اکرم ص داقول دي نه دی اورېدلی، چي لوړ لاس ترکښته لاس غوره دی(الْيَدُ الْعُلْيَا خَيْرٌ مِنَ الْيَدِ السُّفْلَى)؟ دلته لوړ لاس د ورکوونکي لاس څخه عبارت دی او ټیت لاس د اخيستونکي لاس څخه عبارت دی.  نو شقیق بلخي د إبراهيم بن أدهم لاسونه مچ کړه او بیا يې خپلي سوداګرۍ ته مخه کړه.

۵:- یو څو ک باید په دې پلمه کار پرې نه ږدي، چي ګواکي عبادت ته به ځان فارغ کړي؛ ځکه کله چي د کار کولو څخه هدف د الله پاک رضا او د حلال رزق پیدا کول وي هغه هم عبادت دی. نبي کریم  ص فرمايي:

عَنْ أَنَسٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ ص: مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَزْرَعُ زَرْعًا أَوْ يَغْرِسُ غَرْسًا فَيَأْكُلُ مِنْهُ طَيْرٌ أَوْ إِنْسَانٌ أَوْ بَهِيمَةٌ إِلاَّ كَانَ لَهُ بِهِ صَدَقَةٌ. مسند احمد

ژباړه: که یو مسلمان څه کښت وکړي یا نیالګی کښېنوي او د هغه څخه مرغه، انسان، یا بل حیوان څه خوراک وکړي، نو هغه د دغه مسلمان لپاره صدقه او خیرات حسابیږي.

هيڅوک باید کوم کارته د سپکاوي په سترګه ونه ګوري چي هغه پرېږدي، په ځيني ټولنو کي حرفوي او فني کارونه سپک ګڼل کیږي او کولو ته يې څوک په دې خاطر زړونه  نه ښه کوي، چي خلک به ورته په سپکه سترګه وګوري؛ خو دا په حقیقت کي جهالت دی او نه ښايي چي ټینګار پر وسي؛ ځکه مخکي حدیث شريف ذکر سو، چي نبي کریم ص  فرمایلي دي: که یو څو ک ستاسو څخه پر خپله شا  لرګي راوړي او خپل رزق په پیدا کړي دا له دې څخه ډېر غوره دی، چي د سوال لاس اوږد کړي، څوک به یو څه ورکړي یا به يې ور نکړي.

 

که یو چاته په خپل وطن او ځای کي کار پیدا نسي باید ناامیده نسي او د کار د لټون لپاره سفر وکړي.

الله پاک فرمايي:

وَآخَرُونَ يَضْرِبُونَ فِي الأَرْضِ يَبْتَغُونَ مِن فَضْلِ اللَّهِ وَآخَرُونَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ.... (سورة المزمل۲۰) ژباړه: او نور مؤمنان په مځکه کي ګرځي او د الله پاک رزق لټوي او نور بيا د الله ج په لاره کي جهاد کوي.

۶:- یو څو ک باید د زکاتونو، خیراتونو او صدقو د لاس ته راوړلو په نیت د زیار ايستلو او کار کولو څخه ځان ګوښه نکړي او دا په هغه صورت کي، چي سړی د کار توان ولري او د جسمي ناتوانۍ څخه خلاص وي؛ يعني چي سړی بايد تر خپله وسه  د مشروع کار په واسطه حلال رزق وګټي او مخ ورڅخه ونه ګرځوي تر څو د خپل فقر او نیستۍ مخه په خپلو مټو و نیسي. ځیني کسان بیا په دې پلمه کار نه کوي چي پیسې او سرمایه نلري، خو دا بېځایه پلمه ده؛ ځکه د انسان روغ بدن او سالم غړي په خپله لویه سرمایه او شتمني ده، چي باید کار ورڅخه واخیستل سي، نو جوړ، روغ او سالم الاعضاء انسان باید کار وکړي، له سوال کولو او ګدايي څخه ځان وساتي؛ ځکه بېله شرعي عذر څخه سوال کول او نورو ته لاس غځول هم د دنیا د شرمندګۍ او رسوايي سبب کیږي او هم د اخرت د عذاب موجب ګرځي. که څوک وايي:  کارونه نسته چي ويې کړم نو دا خبره تر ډېره حده بېځایه ده؛ ځکه که یو انسان په واقعي توګه د کار اومزدورۍ په تلاښ کي سي نو هرومرو يې تر لاسه کولای سي؛ ځکه چي لټونکي موندونکي دي.

--------------------

 مأخذ: تعليم الاسلام مجله ۱۶ ګڼه

سرته