تازه سرليکونه
د (اعلانات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د افغانستان کرکټ بورډ او اتصالات ترمنځ تړون لاسلیک
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 20, 2024
  0

د افغانستان کرکټ بورډ او اتصالات ترمینځ تړون لاسلیک شو


شارجه – مارچ ۱۸


د اتصالات مخابراتي شرکت او د افغانستان کرکټ بورډ ترمینځ د همکارۍ یو تړون لاسلیک شو چي له مخي به یې اتصالات په ۲۰۲۴ کال کي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې رسمي مالي ملاتړی (سپانسر) وي. دغه تړون د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۱۸مه په شارجه کي لاسلیک شو او موخه یې په هيواد کي د لوبو او لوبغاړو هر اړخیز ملاتړ دی.


د دې تړون د یوې برخي په توګه، د اتصالات سوداګریز نښان (لوګو) به د کرکټ  ملي لوبډلي پر کمیس باندي ښودل کیږي، چي په افغانستان کي د لوبو د ملاتړ لپاره د اتصالات ژمنتیا څرګندوي.


د افغانستان د اتصالات سوداګریز مشر ښاغلي عبدالله جابر وویل، موږ ویاړو چي د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلي سره چي د افغانستان د یووالی نښه ده ملګرتیا کوو، له دې لوبډلي سره زموږ مالي ملاتړ د لوبو او لوبغاړو د ملاتړ لپاره زموږ د ژورې ژمني ښکارندويي کوي.


په همدې حال کي د افغانستان کرکټ بورډ د دې ملګرتیا او د اتصالات له دوامداره او ارزښتناکو مرستو څخه مننه وکړه. د افغانستان کرکټ بورډ مشر ښاغلي میرویس اشرف وویل، "موږ د اتصالات سره په همکارۍ خوښ یو او له مرستي یې مننه کوو." ښاغلي اشرف همدارنګه زیاته کړه، دا ملګرتیا موږ ته دا ځواک راکوي چي په نوې انرژي سره خپلي موخي وڅارو او خپل هیواد او ولس ته په نړیوالو ډګرونو ویاړونه راوړو.


د یادوني وړ ده، چي دا لومړی ځل نه دی چي اتصالات د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلي سره همکاري کوي. اتصالات په تیرو وختونو کي هم د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي رسمي مالي ملاتړی پاتي شوی دی او په هیواد کي یې د کرکټ په وده کي مهم رول لوبولی دی.


د اتصالات په اړه


اتصالات افغانستان د اتصالات ګروپ یوه څانګه ده، چي د نړۍ یو له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چي مرکزي دفتر یې په متحده عربي اماراتو کي موقعیت لري. اتصالات افغانستان په 2007 کال کي په افغانستان کي خپلې چارې پیل کړي او په لنډ وخت کي په افغانستان کي دیره چټکه وده وکړه چي اوس مهال له 7 میلیون څخه ډیر پیریدونکي لري. د کیفیت له مخي لومړي مقام ته رسیدل، د هیواد په ټولو ولایتونو کي د غوره چوپړتیاوو، مناسب قیمت او پراخ او ځانګړي پوښښ وړاندي کول د دې شرکت له موخو څخه دي. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کي د خپل فعالیت له پیل څخه تر اوسه پوري په افغانستان کي له ۴۰۰ میلیونو امریکایي ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې او په هیواد کي د  3.75G یا د دریم نسل ګرځنده چوپړتیاوو لومړنۍ مخابراتي شبکه ده.


د لا ډیرو معلوماتولپاره له  www.etisalat.af او یا هم  www.facebook.com/etisalatafgڅخه لیدنه وکړئ.


پای 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته