تازه سرليکونه
د (د سپيڅلي لاري لارويان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
توره د ابودُجانه رضی الله عنه برخه کېدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 18, 2024
  0

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول
(څلرمه برخه) 

 

د اُحد په غذا کي توره د ابودُجانه رضی الله عنه برخه کېدل!


د همدې سرښندونکو له جملې څخه به د یو بل تن کیسه درته وړاندي کړو.


د احد په غزا کي چي له کفارو سره سخته جګړه پیل وه، رسول الله خپله توره را و ایستله، په لاس کي یې پورته ونیوله او اتلو اصحابانو مبارکانو ته یې وویل: داسي څوک سته چي دا توره واخلي او حق یې ادا کړي؟ په دې وخت کي صحابه کرامو وړاندي والی پیل کړ او لاسونه یې د توري اخیستلو له پاره وغځول.


د حیرانتیا خبره داده، چي ولي دوی د توري اخیستلو ته دومره تلوسه وه او هر یوه غوښتل چي توره ده ته ورکړل سي، خو دوی دا توره خاص د دې له پاره اخیستل چي یا خپل روح لوی څښتن ته وسپاري یا په دې توره باندي د مشرکینو وینه وبهوي.


ناڅاپه ابو دجانه رضی الله عنه د صحابه کرامو له جملې څخه را وړاندي سو او ویې پوښتل: اې د الله جل جلاله رسوله! د دې توري حق څه دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د دې توري حق دادی، چي پر مسلمان به یې نه را پورته کوې او د کافر څخه به یې نه درېغوې!
هو! هر کافر چي د جګړې میدان ته راوتلی وي، باید په توره یې سر پرې او په وینه بهولو کي یې درېغ و نه سي. هغه ؤ چي اتل ابو دجانه توره را واخیستله، بیا یې پر تندي سره پټۍ وتړله او په ډېر غرور او تکبر سره یې د کفارو پر لور حرکت وکړ او دومره کفار یې په توره ووهل، چي د ډېرو ګذارونو له امله توره کږه سوله.


ابو دجانه رضی الله عنه چي خپل سر په لاس کي واخیستی او د جنګ میدان ته وړاندي سو، دا سرښندنه یې یوازي د دې له پاره وکړه، ځکه هغه ته د دې فاني دنیا اهمیت معلوم سوی وو، چي د الله جل جلاله په نزد د یو مچ اندازه قدر نه لري او د آخرت په ارزښت پوه وو، چي الله جل جلاله د نورو سترو- سترو نعمتونو سره به د الله جل جلاله په دیدار هم مشرف کېږي، له هر ډول غمونو او مشکلاتو څخه خلاص ژوند به د جنتي مېرمنو سره تېروي.

 

 www.taleemulislam.net

 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته