تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سټلایټ یا دیشونو فتنه
  تعلیم الاسلام ویب پانه
  November 5, 2023
  0

لیکنه: مولوي عبدالسلام حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پانه 


د سټلایټ یا دیشونو فتنه 


په اخره زمانه کي به د خلکو د ګمراهي لپاره سټلایټونه او یا هم دیشونه رامنځ ته شي، چي نن ورځ هم کم از کم په فضاء کي دیارلس زره سټلایټ چینلونه له فضاء څخه  نشریات کوي، کوم چي د فتنو او بدو کارونو د نشرولو  ذریعه جوړه شوې، ځکه یو حدیث کي رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي:


 بادروا بالاعمال فتناً کقطع اللیل


 یعني مخکي له هغو فتنو څخه چي د شپې د تاریکي په څیر به راروانې وي په نیکو اعمالو کي چابکي وکړئ، خو په نورو احادیثو کي همدغو سټلایټ او دیشونو ته واضح اشاره شوي ده، امام ابن ابي شیبه  په خپل مصنف کي په صحیح سند سره له حضرت حذیفه بن یمان رضي الله عنه څخه روایت ذکر کوئ، چي فرمايي: 


لیوشکن ان یصیب علیکم الشر من السماء حتي یبلغ الفیافي. مصنف ان ابي شیبه  ج ۱۵ / صفحـ ۱۱۰ 


ژباړه: له ماسره ویره ده چي پر تاسو به له آسمان څخه شر نازل شي ، کوم به چي تر ( فیافي ) پوري ورسیږي. 


یو چا پوښتنه وکړه چي دا فیافي څه شي دي؟  حذیفه رضي الله عنه ورته وویل شاړي او بې خبره مځکي. 

 

په یو بل حدیث کي فرمايي: ان من اشراط الساعة  واشراطها ان تواصل الاطباق وتقطع الارحام ) رواه الطبراني 


رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي: چي د قیامت له نښانو څخه یوه داده چي دیشونه به یو له بل سره ونښلول شي او صله رحم ( د خپلوانو سره احسن ارتباط / تګ راتګ ) به له منځه لاړ شي. دا د رسول الله صلي الله علیه وسلم له معجزاتو څخه یوه معجزه ده؛ ځکه په الجزائر کي خلګ دیش ته طبق وايي په شمالي افریقا کي سټلایټ ته طبق وايي او دا یې دقیقه معنا ده. 


نن ورځ دا حدیث په حقیقت بدل شوی ځکه ټول ارتباطي وسائل ( انترنیت، مبائل او تلویزیوني شبکې) د سټلایټ او دیش له لارې مخته ځي او تاسو وګورې یو کس په خپل کور کي په  تلویزیون یا انترنیت باندي مصروف وي او د ګاونډي په کور کي د ناروغ عیادت/ پوښتني ته به نه ورځي او د همدې فتنې په سبب یې له یو او بل جلا کړي یو او دا فتنه تر داسي ځایونو پورې رسیدلې چي په ځنګلونو او  سحراو کي خیمې هم له دې فتنې څخه محفوظ نه دي. 

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته