تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
استشراق
  تعلیم الاسلام
  October 12, 2015
  0

 

 

ليکنه: پوهنیار محمد حاکم "شريعتي"

د استشراق پیژندنه:
 دغربیانو په تعبیر د مستشرقینو افکار، مدارس او هر هغه څه چې ددي مفکوری اړوند رامنځ ته کیږی چي عبارت له اديانو، تاریخ، ژبه، جغرافیوي مرزونه، ټولنيز جوړښت او نور هغه څه چې په دې پوري تړاو لري استشراق بلل کیږي. 
 
د مستشرقینو پیژندنه: هر هغه څوک چې داستشراق د عقیدې خپراوی او د اړوندو درسونو د مرکزونو سره اړیکې لري د استشراق عقیده، درسونه، نصیحتونه اووصیتونه مخ ته وړي مستشرقین ګڼل کیږي. 
 
د استشراق تاریخ ته لنډه کتنه: 
په دقیق ډول نه ده معلومه، چې په غرب کي شرقي علومو اومکالماتو ته وړاندي سوی لومړی شخص څوک و؟ خو بیا هم دومره ويلای شو، چي ځیني غربي راهبانو د اندلس د ديني مدارسو سره اړیکي درلودې او د مسلمانو علماوو سره شاګردان شول، قرآنکریم او ځیني عربي کتابونه یې خپلو ژبو ته و ژباړل. د دې راهبانو له ډلي څخه فرانسوی راهب دجربرت په نامه په ۹۹۹- میلادي کال کي د "روما" په نوم خپله عبادتګاه پرانيستله. په همدې توګه بطرس او د جیرادوي کریمون په نوم راهبانوپه اندلس کې زده کړي تکمیل کړي او خپلو هیوادونو ته راوګرځېدل. دعربي ژبي مدرسې یې جوړي کړي او خپلو ټولنو ته یې د عربي ژبي زده کړي پیل کړي، چي لومړۍ يې د" باروي" په نوم د عربي ژبي د زده کړي مدرسه جوړه کړه، چې تر ۱۸ قرن پوري فعاله وه. 
 
کله چي غرب  د اسلامي نړۍ د استعمار هڅي پیل کړي، په دې وخت کي غرب یو شمېر قوي مستشرقین درلودل، چې د ۱۹ قرن په وروستیو کي(۱۸۷۳ ميلادي کال کي)  يې په دې عنوان نړیوال کنفرانس جوړکړ، چي څنګه کولای شو د دوی په تعبیر د شرقي اديانو(اسلام) څخه خبر سو او د هغوی د ټولنيز کلچر څخه معلومات تر لاسه کړو؛ تر دې چي اروپایانو د مسلمانانو د فتوحاتو تاریخ په خپلو ديني مدرسو کې تطبیقي نصاب ته داخل کړ تر څو مسلمانان پوره مطالعه کړي او وکولای شي د هغوی د پرمختګ لپاره د خنډ واقع کېدو لاري وسنجوي، چې د صلیبی جنګونو په جر یان کې د دوی جنګي پالیسي مسلحانه نه وه بلکی په جنګي پاليسي کي د فرهنګي اوکلتوري وسائلو څخه کار اخيستل کيدی. په ځانګړي ډول هغه کسان چي د شرقي علومو زده کړي ته متوجه وو هغوی ډېر کتابونه وژباړل تر څو ددوی ټولني د شرقي دود په ځانګړي ډول د اسلام څخه پوره خبرشي او د هغه مقابله وکولای شي. 
 
د وخت په تېرېدو سره د اروپایانو سره د استعمار فکر  پیدا شو په ځانګړي ډول یې د استعمار تصمیم د اسلامي نړۍ اړوند وټاکلو. هغه کسان یې په دندو وګمارل، چې دوی له ډېره وخته کار پر کړی وو. کله چې يې هغوی اسلامي ټولني ته وړاندي کړل هغوی د قرانکریم، نبوي احاديثو او نورو ديني علومو په تحریف لاس پوري کړ او بیانونه یې شروع کړل، چي قرانکریم دالله جل جلاله کتاب ندی، حضرت پیغمبر  صلی الله علیه وسلم مبعوث رسول نه دی، همداسی يې پر اسلامي احکامو اعتراضونه کول. 
 
ځینې استدلالات به یې کول ځکه دوی په عربي ژبه کې زده کړي کړي وي. د لږ وخت په تېرېدو سره دوی د استشراق کلمه په یوه رسمي مذهبي نظر سره وپېژندله او د اسلام د دين د مقابلی لپاره یې لوی حرکت جوړ کړ.
 
د استشراق مدارس:
کله چي د استشراق نظریه رامنځ ته کیږي هغوی خپل عمومي او خصوصي اهداف ټاکي تر څو د دې اهدافو په رڼاکي دغه نظریه مخ ته ولاړه سي. د دې تر څنګ یې د ښونیزو مذاکرو په نوم ديني مدارس جوړ کړل، چي لاندي ډولونو ته ويشل کیږي:
 
نصراني مدرسه، یهودي مدرسه، الحادي عامه مدرسه او  الحادي خصوصي مدرسه: 
 
۱: نصراني مدرسه: دغه مدرسه دوو لويو برخو ته ويشل کیږي:
 
الف: کاتولیکي مدرسه.            ب: پروتستانتي مدرسه.
 
دغو مدارسو په خپل منځ کي د اهدافو په لحاظ نژدې اړیکي درلودې که څه هم په ځیني مذهبي نظریاتو کي يې توپیر درلود.
 
۲: یهودي مدرسه: نوموړي مدرسې د خپلو ټاکلو اهدافو په نظر کي نيولو سره په نړيواله کچه یهوديت خپراوه.
 
۳: الحادي عامه مدرسه: نوموړي مدرسې ته د غرب په کچه ملحدو مستشرقینو مراجعه کوله. اړیکي يې ورسره ساتلي او د الحادي اهدافو د نشر لپاره يې کار کاوه. 
 
۴: الحادي خصوصي مدرسه: نوموړي مدرسې ته په ځانګړی ډول مستشرقینو مراجعه کوله او د الحادي افکارو په نشر او ترويج کې يې خپروني کولي.
 
د  مستشرقینو دفاعي وسائل او اهداف:
لومړی: د استشراق یوازنی هدف د اسلام سره په ديني او مذهبي چارو کي مقابله او له خپل دين څخه دفاع کول دی.
 
موږ پوهيږو، چې استشراق د راهبانو په واسطه رامنځ ته شوی دی. لومړی راهب د الکهنوت مسیحي په نوم و، چي استشراق یې د کوښښونو زېږنده ده. دوی چي کله د اسلام په بد ګويي پیل وکړ هغه د اسلام د امتیازاتو او د دين د حقیقتونو پټول وه، چي  دې دفاع ته په اوسني وخت کي زیاته اړتیا لیدل کيږي؛ ځکه مسلمانان په فردي لحاظ کمزوري دي او په معمولي حرکت او لږ و  پیسو سره خپل هدف له لاسه ورکوي.
 
د دفاعي وسائلو بنيادي هدف:
د دوی اساسي هدف د مسلمانانو د دين څخه اړول دي که چیری امکان ولري نو نصرانيت ته يې اړوي اوکه يې د اوښتلو امکان نه وي نو لا دينه يې پريږدي.
 
 د اسلام څخه د مسلمانانو د بې لاري کولو لپاره د مستشرقينو وسائل:
 
۱- د دين نيمګړتیاوي بیانول او د اسلام د مبارک دين په وړاندي د مسلمانانو نفرت پیداکول. 
۲- په اسلام کي ګډوډي او د دين په اساساتو کې مسلمانانو ته شکونه پیداکول. 
۳- په اسلامي تاریخ کي لاسوهنه او په هغه کي ګډوډی رامنځ ته کول.
۴- په اسلامي ټولنه پوري اړوند لکه علم، ادب او داسي نورو کي شبهې رامنځ ته کول.
۵- دپخوانيو امتونو دودونه څېړل د هغو دود اوفرهنګ ژوندي کول او په مسلمانانو کي ترويجول او د دغو کارونو لپاره د ګمراهو ډلو ګمارل.
۶- د مسیحيت ښوونیزه پروسه او ديني احکام يې په ښايسته بڼه معرفي کول. 
۷- د مسلمانانو د بېلاري کولو لپاره هغوی په مادياتو  خطا کول او هغه څه، چي د اسلام سره په ټکر کې وي په ښايسته بڼه معرفي کول.
۸- مسلمانانو ته داسي ذهنيت ورکول، چي اسلامي فقه د روماني قانون څخه جوړه شوي ده. 
۹- داسي تخريب کول، چي د اسلامي شریعت احکام د موجوده پر مختګونو سره په ټکر کي دي. 
 
دوهم: د مستشرقینو استعماري تکتيکونه
کله چي کفري نړۍ سیاسي او عسکري واک تر لاسه کړ  نو د استشراقي تکتيکونو څخه یې يو دا و، چي د مسلمانانو په نفسونو کي روحي او معنوي کمزورۍ  را منځ ته کړي. په همدې توګه دوی کوښښ کاوه، چي مسلمانان په خپلو منځونو کي بې باوره کړي او په دې سلسله کي پر هغه څه، چي د مسلمانانو په لاسونو کي دي یو ډول شکونه را ژوندي کړي، چي د دوی دغه ډول کړني په لاندي ټکو کي روښانه کیږي: 
 
۱. هغه څه چې د مسلمانانو په لاس کي دي د اسلامي عقیدي او شریعت څخه عبارت دي.  د هغو د ګټو په اړه د مسلمانانو  په ذهنونو کي شکونه را پیداکول. ددوی په دې کړنه کي غرض دادی، چي مسلمانان د خپلو ځانونو او همدغه راز د نورو مسلمانانو په وړاندي بې باوره شي. ددې بې باورۍ  په پایله کي په مسلمانانو کې کمزوري  رامنځ ته کیږي او په نتيجه کي به د غربي کلتور،  دود او فرهنګ په وړاندي په پوره ډول تسلیم شي.
 
۲. دنويو مفکوروي مفاهیمو را ژوندي کول.  پخوانۍ مفکورې او مفاهیم لکه قومي بلني، چې د جاهلیت په وخت کي یې رواج درلود په همدې توګه د فرعونيت، جاهلیت، عربیت، کرديت، ترکييت او فارابیت مفاهیم را ژوندي کول، چي هغوی ټول اوس مړه او د مسلمانانو له اذهانو څخه وتلي دي تر څو په دې توګه د مسلمانانو يووالی مات کړي او په ډلو یې وويشي، چي د دې وسائلو څخه نهایي هدف د اسلامي نړۍ واک لاس ته راوړل دي؛ تر څو ځمکنی خلافت اومالکیت تر لاسه کړی. 
 
 
دریم: د مستشرقینوله پلوه  د مسلمانو مقابله اقتصادي واک دی:
 
د مستشرقینوله پلوه د مسلمانانو د مقابلې بله څېره اقتصادي تسلط اوواک دی. مستشرقین کوښښ کوي، چي په تجارتي بازارونو او په مختلفو مالي مؤسساتو او عامه توګه د مسلمانانو پر مالي چارو واک اوتسلط ولري تر څو مسلمانان کمزوري اودوی ته محتاج وي. د دې تر څنګ دغربي مؤسساتو کوښښ دا وي، چي د پردې تر شا د مسلمانانو په ټولنو کي د بې لارۍ پروګرامونه خپاره کړي. کله چي د دوی مؤسسات یو هیواد ته ځي په ښکاره نور اهداف بیانوي خو د پردې تر شا خپل ديني او مذهبي مفاهیم نشر او تر ويجوي، چې ژوندۍ بیلګه يې د شولټر مؤسسه ده، چې په ۲۰۰۰ م کال کې د مسکینانو سره د کومک په نوم يې د عیسويت مکتبونه جوړ کړي وو کشف او ونيول سول. د دوی د مکتبونو شاګردان او د هغوی ۶۰  تنه اولیاء د څرخي پله په محبس کي زندانيان شول. 
 
څلورم: سیاسي واک ترلاسه کول چي په ډول ډول څېرو کي یې تر سره کوي: 
 
۱. د مسلمانو سیاستوالو او مفکوروي علمي کسانو سره لیدني کتني کوي تر څو علمي مفکورې او اهداف يې ځان ته معلوم کړي.
۲. د مسلمانانو په منځ کي داسي کسان پیداکوي او په دندو يې ګماري، چي د اسلامي ټولنو سیاسي جوړښت او حال ورته وسپاري، ترڅو دوی د اسلامي نړۍ له تصامیمو څخه خبر سي او د هغوسره مقابله وکړي او تسخیر يې کړي. 
 
د مسلمانانو په مقابل کي د مستشرقینو خطرناک فکري وسائل :
 
مستشرقین د مسلمانانو د مقابلې اوبې لاري کولو په هدف خطرناک فکري وسائل استعمالوي تر څو مسلمانان په دې کمزوري او تجزیه کړي او هم په اسلامي موجوده تاریخ او د مسلمانانو په اسلامي پرمختګونو کي ګډوډي اېجاد کړي او مسلمانان د موجوده غربي ټولنو تابع وګرځوي، چي دغه وسائل په ډول ډول څېرو کي مسلمانانو ته وړاندي کوي: 
۱- د اسلامي دين په اصولو او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په نبوت کي د مسلمانانو تر منځ شک پیداکول.
۲- د اسلامي احکامو اود هغه د مصادرو اړوند شکونه خپرول. 
۳- د اسلام په نوم غلط شيان خپرول.
۴- باطل افکار  ښايسته اوښکلي معرفي کول.
۵- په اسلامي فروعاتو کي لاس وهل او په هغه کي درواغ او باطل شيان  ګډول. 
۶- په مختلفو څېرو او بڼو د مسلمانانو پر مفکورو داسي کارکوي، چي مسلمانان ورباندي پوه نشي خودوی خطاکړي وي. 
 
د اسلام په اړه دمستشرقینو د بحث ځایونه :
 
څنګه چې مستشرقین په اسلامي موضوعاتو کي څیړني اوپلټني کوي په ډېرو څېروکي را څرګندېږي: 
 
۱- د مسلمانانو سره د اسلامي اصولو او فروعو اړوند بحث اومنازعې کول.
۲- د يوې اسلامي موضوع مطرح کول او د هغه سره درواغ ، کمزوري، غلط او بې بنياده دلائل يو ځای کول، چې دغه څه د اسلامي منهج سره مخالف دي.
۳- ځینې واقعات داسي تعبیروي، چي د خپلو اصلي معناوو سره سرنه خوري؛ لکه څنګه، چي د اسلامي امت په تاریخ کي ثبت شوي دي.
۴- په اسلامي تاریخ کي، چي د مسلمانانو تر منځ کوم کوچني اشتباهات را منځ ته شوي هغه په بدل شکل تعبیرول او دومره لويول، چي اسلامي بڼه غوره کړي.
۵- د شبهاتو په ډګر کي داسي څه تر سره کوي، چي خپل ټول چل، فریب،  درواغ او  مکر ور داخلوي او د هغه څخه غلط تعبیرونه را باسي، چي ژوندي مثالونه یې د ښځو ازادي اود بشر حقوق؟ دي.
۶- هغه څه، چې ددوی په ګټه وي او اسلامي دين تخریبوي په هغه اعتماد کوي که څه هم هغه کمزوری، مردود او شاذ وي که د نقل يا عقل سره هيڅ سر هم نه خوري.
۷- د ځیني واقعاتو او پیښواړوندپه وهم سره اعتماد کول.
۸- مؤمن او مسلمان پر هغو رذیلو او مردودو کفارو قیاسول، چې هغه هیڅ الهیت او ديانت نه پیژني. 
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۴ ګڼه
 

سرته