تازه سرليکونه
د (فقهي معلومات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسان فقهي اصطلاحات (اووهمه برخه) (ذ/ ر)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 22, 2023
  0

لیکنه: مولوي محمد اکبر/  تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

اسان فقهي اصطلاحات 
(شپږمه برخه) 
 (ذ/ ر)


ذِمی: هغه کافر چي دیوې معاهدې او تړون لاندي په یوه اسلامي هیواد کي اوسي.


ذکاة: حلالول، هغه عمل چي دهغه په ذریعه دوچي حیوان حلالیږی.


(ر)


رأس المال: اصلي سرمایه دا اصطلاح په بېلابېلو معاملاتو کي کارېږی او په بنسټیزه توګه ددې څخه مراد اصلي سرمایه ده.


راهن: هغه کس چي یو چا ته خپل مال ږدې او دهغه څخه په قرض یو څه اخلی.


رِبا: سود ته وايي، په یوه جنس کي پېر پلور (رانیول او خرڅول) د زیادت (ډېروالي) په شرط یعني یو فریق یوه اضافه برخه ترلاسه کول چي دهغه عوض يې نه وی ورکړی لکه: د لسو کیلو غوړو په بدل کي پنځلس کیلو غوړي ترلاسه کول.


ربَ المال: مالک یاڅښتن.


رباعیة: په یوه سلام سره څلور رکعته لمونځ کول لکه: ماپښین، ماځیګر او ماخوستن.


رجعت/ رجوع: دنکاح ملکیت باقي پاتي کول، د ژبي په واسطه دطلاقي سوي ښځي ته رجوع کول یا د یو داسي عمل په واسطه رجوع کول چي سړی خپلي ښځي ته کولای سی لکه: مچه او داسي نور....


رخصت: هغه احکام چي دعوارضو پر بنسټ ورکول کېږی لکه پر موزو مسح.


رسول: هغه انسان چي الله جل جلاله د خپلو احکام او امرو مخلوق ته د رسولو له پاره ټاکلی وي اوپر هغه باندي دالله جل جلاله کوم آسماني کتاب را نازل سوی وي.


رضاعت: تی ورکول، دتې ورکولو په وخت کي تی وورکوونکی ښځه تې رودونکی حلق ته شیدې ور رسوي که دي تېري کړی یا نه یا يې دهغه په حلق یا پزه کي ورواچوی.


رکاز: هغه مال چي په مځکه کي ښخ کړل سوی وي، دا که خدایي وي لکه سره زر وسپین زر یا دبندګانو لخوا ښخ سوی وي لکه: خزانه او داسي نور.


رکن: هغه کار چي یو عمل پرې ولاړ وي او هغه شي ددې عمل په حقیقت کي داخل وي یعني دا دشرط مخالف دی پر شرط هم یو عمل ولاړ وي، خو دا ددې شي څخه خارج وي رکن لکه: په لمانځه کي رکوع رکن دی او اودس دلمانځه له پاره شرط دئ.


رکوع: په لمانځه کي سر په مخصوصه طریقه سره کښته کول.


رمل: په طواف کي دتیز تګ سره - سره اوږې ښورولو ته رمل وايي.


رهن: دخپل مال په مقابل کي دیو چا داسي مال دوثیقې په توګه ایښودل چي ددې مال یا ددې مال دبیه څخه خپل حق واخستل سي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته