تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا-د نصاب مسائل او پر معاش زکات
  تعلیم الاسلام
  January 29, 2012
  0

سوال :  زه هره مياشت خپل معاش ترلاسه کوم او د هغه څخه مصرف هم کوم کله کله دوهمه يا دريمه مياشت مي ټولي پيسې خلاصي سي او ځيني ځيني وخت بيا د کال تر پايه پوري دومره پيسې را پاته وي چي د زکات نصاب پوره کوي خو ماته دا نه معلومېږي چي دا پيسې مي د اولي مياشتي دي او که د آخرو مياشتو ، ستاسو څخه هيله کوم چي په دې هکله د اسلام د سپېڅلي دين حکم را ته بيان کړئ ؟

د سوال کونکي نوم :  نظر محمد

جواب : څوک چي د پور او د ژوندانه د اصلي اړتياوو څخه زايد ٢٠ ديناره يعني ٨٥ گرامه سره زر او يا ٢٠٠ درهمه يعني ٥٩٥ گرامه سپين زر ولري او يا د همدې مقدار سرو يا سپينو زرو په ارزښت تجارتي مال ولري نو د قمري کال په تېرېدلو سره پر دې کس په هرو سلو افغانيو کي دوې نيمي افغانۍ د زکات اداء کول لازميږي ( ٢٠ مثقاله = ½7  تولې او ٢٠٠ درهمه = 52 ½  تولې هم مشهور قول دئ ) د ځان د خوراک ، چيښاک ، جامو او د هستوگن ځاى خرڅ د ژوندانه په اصلي اړتياوو کي راځي او همدا راز د هغو کسانو د خوراک ، چيښاک ، جامو او هستوگن ځاى خرڅ چي نفقه يې پر ده لازمه ده هم د ژوندانه په اصلي اړتياوو کي راځي .

که د کال په منځ کي نصاب څه کم يا زياد سي خو د کال په پيل او پاى کي نصاب پوره وي بيا هم زکات پر لازميږي البته که د کال په منځ کي يې نصاب کم سو او بيا د کال تر پايه د نصاب څښتن و نه گرځېدئ نو بيا زکات باندي نسته همدا ډول که د کال په منځ کي يې يو مخ ټول نصاب د ملکيت څخه ووتئ نو د مخکني نصاب موندلو نېټه يې د کال پيل نه شميرل کيږي بلکي د دې وروسته چي هر مهال د نصاب څښتن وگرځېد د هماغه وخت څخه يې د زکات کال شروع کيږي.

پورتنى مطلب په تحفة الفقهاء داسي تعبير سوئ دئ :

ثم مال الزكاة يعتبر فيه كمال النصاب في أول الحول وآخره. ونقصان النصاب، بين طرفي الحول، لا يمنع وجوب الزكاة، سواء كان مال التجارة، أو الذهب والفضة، أو السوائم. هذا عند أصحابنا الثلاثة........ فأما إذا هلك النصاب أصلا، بحيث لم يبق منه شئ، يستأنف الحول، لانه لم يوجد شئ من النصاب الاصلي حتى يضم إليه المستفاد ( تحفة الفقهاء )
 

د تعلیم الاسلام مجلې د ۷ ګڼې څخه- د دارالافتاء څانګه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته