تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ژوند په اړه غوره خبري
  تعلیم اسلام ویب پاڼه
  July 31, 2023
  0

لیکنه: محمدنبي سلطاني/ تعلیم اسلام ویب پاڼه 


د ژوند په اړه غوره خبري 


• د هغه څه لپاره د لوی څښتن شکر اداکړی، چي درکړي ئې دي. 


• د سترو – سترو خوښیو پر ځای چي لاسرسی مو نه ورته کيږي، له کوچنیو خوښیو خوند واخلئ.


• سخت او مقید مه جوړېږئ، ځکه چي سختي ستاسي او نورو شاوخوا خلکو لپاره ژوند ستونزمن کوي.


• خپل ژوند د مادي شیانو په راټولولو مه لګوئ؛ تاسي نه پوهیږئ چي تاسي به څومره ژوند کوئ؛ د هغه فرصت څخه ګټه پورته کړئ چي لری ئې.


• په ځان باور ولرئ، ځکه دا باور کولای سي تاسي د نه منلو وړ لوړوالی ته ورسوي.


• خپل ځان، کورنۍ او د شاوخوا خلکو ته مو بخښنه وکړئ.


• ځان له هیچا سره مه پرتله کوئ؛ ځکه پرتله کول مو له خپل ژوند څخه ناراضه کوي.


• خپل ځان ته د هغه څه د ماتم فرصت مه ورکوی، چي له لاسه مو ورکړي.


• تل مثبت فکر ولرئ، ځکه مثبت فکر لروونکی کولای سي هرڅه سمبال کړي.


• د نوو کسانو سره دلیدلو او د نوو شیانو د لیدلو لیوالتیا ولرئ، ځکه چي پوهه او علم، هنر او ادب او ... ورڅخه زده کولای سي. 


• هوسا اوسئ او له ژوند څخه خوند واخلئ. د هغو شیانو په اړه اندیښنه مه کوئ چي تراوسه ندي پیښ سوي.


• په هر ډګر کي د زده کړو لپاره لیواله اوسئ؛ ځکه لیوالتیا ژوند په زړه پوري او خوشحاله کوي. 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته