تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تجویز او تفویض ژوند
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 8, 2019
  0

ژباړه: محمد اسماعیل شهاب / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

حکیم الامت حضرت مولانا اشرف علي تهانوي رحمة الله عليه فرمايي: 


ژوند دوه ډوله وي، يو د تجويز ژوند او بل د تفويض ژوند دی.


تجویز څه ته وايي؟
د تجويز ژوند داسي دی چي: زما کور داسي وي، زما سپرلۍ دي داسي وي، زما کالي دي داسي وي، زما مقام دي داسي وي، زما عزت دي داسي وي، چيري چي ځم هلته دي زما خبرو ته خلک لبيک وايي، کله چي مجلس ته ولاړ سم هلته دي ماته خلک ولاړیږي. دې ته د تجويز ژوند وايي.


داسي شخص همیشه پرېشانه وي، ولي؟ ځکه چي هر تجويز یې په پوره ډول سرته نه رسيږي.


تفويض څه ته وايي؟
دې ته وايي چي انسان خپل ځان و الله تعالی ته حواله کړي، دنيا د دارالاسباب ځای دی، د جایزو غوښتنو لپاره روا اسباب اختياروي، ليکن دا چي د اسبابو له اختيارولو وروسته د کاميابۍ او ناکامۍ اختيار صرف د الله تعالی سره دی، نو که چيري کاميابه سي نو هم د الله تعالی شکر اداء کوي، که ناکامه سي هم د الله تعالی شکر اداء کوي، مايوسه کېږي نه ، بلکي دا وايي چي زما رب تعالی پر کوم حالت راضي وي زه هم پرهغه حالت راضي یم. دې ته تفويض وايي. 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته