تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روژه د برکتونو میاشت (۴)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 25, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

روژه د برکتونو میاشت
(څلرمه برخه) 


یادونه: (روژه د برکتونو میاشت) لیکنه یو ځل مخکي (۱۴۰۱هـ ش) کال کي خپره سوې، د یادي لیکني اهمیت ته په کتو يې یو ځل بیا خپره وو. 


 دیارلسم برکت 


بل برکت ددې مياشتي دا دئ چي په دې مياشتي کي د روژې نيولو په سبب چي د بنده په خوله کي کوم بوی پيدا کيږي هغه بوی الله پاک ته د مشکو تر بوی هم ښه خوند ورکوي: لکه په حديث کي چي راځي: 


وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَخُلُوفُ فَمِ الصَّائِمِ أَطْيَبُ عِنْدَ اللَّهِ مِنْ رِيحِ الْمِسْكِ.[متفق عليه]


ژباړه: زما دي قسم وي په هغه ذات چي نفس د محمد دده په لاس کي دئ، چي د روژاتي د خولې بوي الله پاک ته د مشکو تر بوی خوښ دی.


د خولې بوی ظاهرا بد معلومیږي او د انسان پر طبیعت باندي سم نه لګیږي خو الله پاک روژاتي ته د روژې په برکت دومره لوړه مرتبه ورکړېده، چي دغه بد بوی ورته ښه ښکاري او ښه یې ورڅخه راځي، روژاتی باید په خپل قدر باندي پوه سي.


څوارلسم برکت 


بل برکت ددې مياشتي دا دئ، چي ددې مياشتي په خاطر الله پاک مسلمان ته دوې خوشالۍ ورکړيدي يوه خوشالي د روژه مات پر وخت او بله خوشالي د قيامت په ورځ کي ده؛ لکه په حديث کي چي راځي:


 لِلصَّائِمِ فَرْحَتَانِ يَفْرَحُهُمَا إِذَا أَفْطَرَ فَرِحَ وَإِذَا لَقِيَ رَبَّهُ فَرِحَ بِصَوْمِهِ.[متفق عليه]


ژباړه: د روژاتي لپاره دوې خوشالۍ دي: کله چي روژه ماته کړي خوشاله سي او کله چي د الله پاک سره ملاقات وکړي په خپلي روژې به خوشاله سي.


په روژه ماتي کي دوه ډوله خوشالي د روژاتي په برخه کيږي؛ يوه ظاهري طبعي خوشالي ده چي د لوږي او تندي د ختمېدلو له کبله انسان ته پيدا کيږي، ځکه دی پدې وخت کي وږی او تږی وي؛ نو چي کله روژه ماته کړي ارومرو يې لوږه او تنده ورسره ختمېږي او احساس د خوشالۍ کوي، بله معنوي او پټه خوشالي ده چي هغه انسان ته د عبادت او دعا د قبوليت له کبله پيدا کيږي، روژاتي چي ټوله ورځ سمه د شرايطو سره برابره روژه نيولې وي نو چي کله روژه ماتوي يو ډول احساس د خوشالۍ ورته پيدا کيږي چي الحمدلله روژه مي په خير سره تر دې ځايه را ورسول او دا د روژې د قبوليت يوه نښه هم ده همدا راز پدې خاطر چي د روژه مات وخت د دعا د قبلېدلو لپاره خاص وخت دی نو چي کله انسان دعا کوي او پدې باندي يقين هم لري چي زما دعا قبليږي نو حتما يو قسم خوشالي ورته پيدا کيږي.


دويمه خوشالي د آخرت د ورځي خوشالي ده چي الله پاک يې و روژاتي ته د اجرت او مزدورۍ په ورکولو باندي ورکوي د هغې خوشالۍ کيفيت او کميت الله تعالی ته معلوم دی، چي څومره ډېره لويه خوشالي به وي ځکه چي د روژې د ډېر فضيلت له کبله بنده ته د هغې اجرت نه دی معلوم لکه په حديث کي چي راځي تنها الله پاک ته معلوم دی.


پنځلسم برکت 


بل برکت ددې مياشتي دا دی چي ددې مياشتي روژه نيول الله پاک خاص د ځان لپاره يو عمل بللی او په خپله يې پر هغه عمل باندي د ثواب ورکولو وعده کړېده لکه په حديث کي چي راځي: 


كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ لَهُ إِلَّا الصِّيَامَ فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ.[متفق عليه]


ژباړه: د بني آدم هر کار دده لپاره دی بېله روژې ځکه روژه زما لپاره ده او زه يې ثواب ورکوم.


ددې څخه لوی والی او عظمت د روژې معلومیږي ځکه الله پاک ته د نسبت کولو څخه همدا ښکاري او دا چي روژه دومره ډېر ثواب لري چي بېله الله پاک یې بل هیڅوک په ثواب باندي نه دی خبر.


نو موږ باید د داسي عظیم عبادت قدر وپېژنو او چي څومره مو په طاقت وي په ډېر احترام او قدر یې ونیسو.


شپاړسم برکت 


بل برکت ددې مياشتي دا دی چي دا مياشت د مسلمان لپاره د شهواتو او عذابونو په مقابل کي ډال او سپر دی لکه په حديث کي چي راځي:


 وَالصِّيَامُ جُنَّةٌ.[متفق عليه] يعني روژه د مسلمان لپاره سپر او ډال دی.


روژه د مسلمان لپاره د دوو شیانو په مقابل کي سپر دی د ګناه په مقابل کي او د دوږخ په مقابل کي یعني څوک چي روژه نیسي د روژې په نیولو باندي د انسان نفس ضعیفه کیږي نو طبعا هغه ګناهونه چي د نفس په غوښتتنه کیږي په ځانګړې توګه شهواني ګناهونه د هغو څخه به ساتل کیږي، همدا راز که څوک په روژه کي ځان اهل د جنت وګرځوي او د دوږخ څخه آزادي یې په نصیب سي نو معلومه خبره ده چي په روژې باندي دی د دوږخ څخه وساتل سو.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته