تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې فضايل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 16, 2023
  0

د روژې فضايل

 

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

لومړی: روژه لرونکي به الله تعالى په جنت کي په ځانګړي دروازه ورداخل کړي، چي نوم به يې( ريان)وي.


رسول اللهﷺ فرمايي: په جنت کي يوه دروازه ده، چي نوم یې رَيّان دئ، له دې دروازې څه به يوازي روژه دار ننوزي، وبه ويل شي، روژه دار چيري دئ؟ نو روژه دار به ورپاڅېږي او يوازي همدی له یادي دروازې څخه ننوزي؛ كله، چي دوى ننوزي بيا به ریان وتړل شي. (صحيح البخاري: ۱۷۹۷، د سهل رضي الله عنه په روايت.
دويم:  روژه د روژه لروونکي ټول تېر شوي ګناهونه بښي، رسول اللهﷺ فرمايي: پنځه لمونځونه، جمعه تر بلې جمعې او روژه تر بل روژې، دا ټول د صغيره ګناهونو ختموونكي دي كله چي له لويو ګناهونو څه ځان وساتل شي. (صحيح مسلم: ۲۳۳، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت).
روژه ( د ګناهونو په مقابل کي) سپر (ډال) دئ (صحيح البخاري: ۱۹۰۴، د ابوهريرهرضي الله عنه په روايت.)


درېيم: د روژه ماتي پرمهال د روژه نيوونکي دعا قبليږي.


څلورم:  روژه د روژه نيوونکي لپاره په قيامت کي شفاعت کوي.


پنځم: د روژه لروونکي د خولې بوی الله تعالى ته د مشکو له بوى څخه زيات خوښ دئ.


شپږم: روژه دار ته د روژې اجر الله تعالى په خپله ورکوي، رسول اللهﷺ فرمايي: چي الله تعالٰی فرمايي: چي روژه زما لپاره ده نيوونکي ته زه اجر اوثواب په خپله ورکوم؛ ځکه، چي د انسان هر عمل د همده لپاره دی بغیر له روژې څه، دا روژه زما لپاره ده، او د دې بدله به زه ورکوم زما بنده زما د خوښۍ په موخه خوراک څښاک او کوروالي پرېږدي (صحيح البخاري: ۱۹۰۴، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت د روژه نېوونکي لپاره دوه وختونه د زياتې خوشالۍ ﻻمل او باعث دي: يوه خوشالي د روژه ماتي پر مهال او دويمه خوشالي د خپل رب سره د لېدني پرمهال.


د بشريت ستر ﻻرښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د سحور ( پيشنمي ) د فضيلت په اړه فرمايي: ( پيشنمۍ )کوئ؛ ځکه ،چي په ( پيشنمي) کي برکت دئ (صحيح البخاري:۱۹۲۳، د انس بن مالك په روايت).


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته