تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې د بركت یوه قصه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 12, 2018
  0
رالېږونکی: رحمت الله شیرزوی هیبتې / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2017-05-28
 
۱۳۹۲ کال وو روژې ته څو ورځي لا پاتي وي په کابل کې مې ډاکټر ته د انتظار شیبې شمیرلې یو ځوان زما تر څنګ کېناست د سر په ښورولو یې روغبړ وکړ جګه ونه ، اوږده ویښتان ، غټې سترګې ، زیړ زبښلی ښکاریدو، وار له وار یې وپوښتم چې ته هم ناروغ یې ؟ ما په مثبت کې سر وخوځاوه نوموړی ځوان سوړ اسویلی وکیــښ ویل یې روغ ځان باچایي ده. ما ویل هو بیشکه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم جوړ صحت او وخت په ارزښت ډیر څه فرمایلي دي . ده ویل خلک وایې چې وخت طلا ده ، مګر په سروزرو غوره ده په فرصت کې تر سرو او سپینو ښه شی پیدا کولی شي خو په دې وخت لاس ته نه راځي ما یې خبره ومنله.
 
دواړو یوځای له لابرتوار څخه معاینات راواخستل، سپین ږیري ډاکټر خپلې عینکي په سترګو سمي کړې، موږ دواړو ته یې وویل چې ستاسو د ویني چربي شته ، یوه اونۍ وروسته له روژې څخه نوي معاینات راوړی . وخت داسي تیریږي لکه د ژمي مازدیګر، د ډاکټر نيټه شوه بیا هم د تیر په څیر دواړو د لابرتوار څخه معلومات وروړل ډاکټر ماته ویل چې د روژې له برکـتـه دوه ویشت فیصده چربي کمه شوې ده ان شاءالله د روژې تر پایه به صفر شي . 
 
کله چې یې زما د ملګری معاینات وکتل سر یې د افسوس په بڼه تاواوه نوموړي ته یې وویل ستا روژه نه وه ؟ هغه په منفي کې سر وخوځاوه زیاته یې کړه : صاحب د معدې تکلیف هم لرم ما ویل ډیر نه شي، بل مې ستاسو دارو وخوړل . ډ‌اکټر په لږ شان  لوړ غږ وویل ستا  د ویني چربي زیاته شوې ده د شکر علایم هم شته او د زړه یو رګ دي بند شوی دی. په قهرجنه لهجه یې زیاته کړه: د روژې له امله د ویني غوړ کمیږي، معده ته ګټه لري، د ټولو ناروغیو لامل چربي ده. ته پوهیږې " الهی پیغام دی چې روژه د بنده له طرفه ما ته یوه ‌ډالۍ ده زه په خپله خوښه د دي قربانۍ بدله ورکوم" .  زما د ملګری په څیره کې د خفګان علامې پیدا شوې ساه یې بنده بنده کیدله، په ژړا یې ډاکټر ته وویل زه باید د زړه عملیات وکړم ډاکتر د تایید په علامه سر وخوځاوه..
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته