له آزاره چا بازار موندلی نه دئ
محمد داود امیري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
خلګو ته په لاس، ژبه، قلم، مال، اولاد او ځان هیڅ قسم زیان مه رسوئ ددې پر ځای چي تاسو یې له رنځ اوښکو او فریاد څخه خوند واخلئ؛ پر دې وبیرېږئ چي که یې الجبار جل جلاله ته ستاسو له لاسه فریاد وکړ، تر هغو به په الهی غذاب کي غرق یاست چي ژوندي یاست.
که تاسو له مشرانو پوښتنه وکړئ چي ستاسو په سیمه کي که کوم څوک دچا آزار ووهلی وي دهغه ژوند او ژواک څنګه سوی؟؛ نو خامخا به درته ووایي چي څوک دخلګو آزار ووهي، دهغه شپه ورځ او روځ یې شپه سي.
دیوه مؤمن آزار دانسان څخه دځمکي سر ورکوي مګر متاسفانه موږ په خپل لږ عمر کي داسي څهرې ولیدې چي دبسته ملت آزار و وهل، خپل خلګ یې در په دره کړه، دوطن له اصلي او رښتینو بچیانو سره یې مبارزه پیل کړل، ځیني یې بندیان، بې کوره، شهیدان او د ډول ډول مشکلاتو سره مخ کړه په دې باب الله پاک فرمایلي دی:
وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ ءَامَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنكُمْ شُهَدَآءَ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظّٰلِمِينَ. (آل عِمرَان : ۱۴۰)
ژباړه: دا د زمانې خوږې ترخې دي چي موږ یې د خلكو تر منځ اړوو را اړوو. پر تاسي دا مرحله ځكه راوستل سوه، چي الله دا كتنه غوښتله چي په تاسي کښي رښتيني مؤمنان څوك دي او د هغو خلكو انتخابول یې غوښتل چي په واقعي توګه (د رښتينولۍ) شاهدان وي؛ ځكه چي ظالمان د الله نه خوښيږي.
په دې باره کې دپیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم یو حدیث شریف دی: اتَّقِ دَعوةَ المظلومِ؛ فإنَّهُ ليسَ بينَها وبينَ اللَّهِ حجابٌ
د مظلوم له دعا څخه وېرېږئ؛ د هغه او الله ترمنځ هیڅ پرده نسته. دوستانو یعني قبلیږي. المصدر: صحيح الترمذي | الصفحة أو الرقم : 2014
الله رب العزت دي دافغانستان فرد ـ فرد ته توفیق ورکړي چي دهر مسلمان خیال وساتي په خاص ډول دخپلو مظلومو هیواد والو، چي مشکیلات یې له حده تیر دي.
وماتوفیق الابالله
www.taleemulislam.net