تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فرات سيند او سره زر
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 13, 2023
  0
د فرات سيند او سره زر
 
لیکنه : اسدالله انعام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
فرات سيند پېژندنه
 
د فرات سيند د آسيا په جنوب لوېديځ کي پروت دئ، په ترکيه کي اوروس/طوروس غرونو څخه سرچينه اخلي، وروسته نور مرستيالان هم ورسره يو ځای کيږي، په سوريه کي د جرابلس، رقه، دير زور او بوکمال او په عراق کي د قائم، انبار، بابل، کربلا، نجب، ديوانيه، مثنی، ذی قار او نورو سيمو او ښارونو کي تر تيرېدو وروسته د دجلې سيند سره  يو ځای کيږي او د شط العرب په نوم فارس خليج ته توييږي.
 
د فرات سيند اوږدوالی له اصلي سرچينې څخه تر  شط العرب پوري تقريبا ۲۹۴۰ کيلومتره دئ، چي له دې جملې څخه ئې ۱۱۷۶ کيلومتره په ترکيه کي، ۶۱۰ کيلومتره په سوريه کي او ۱۱۶۰ کيلومتره په عراق کي بهيږي، پلنوالی ئې د سيمو په توپير له ۲۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ مترو پوري رسيږي!
 
د فرات سيند لويه برخه اوبه د باران او واورو د ابو څخه ترلاسه کوي، د اوبو سحطه ئې په آپريل او مي مياشتو کي لوړه وي او ۲۴ مليارد متره مکعب ته رسيږي، د فرات سيند په دواړو طرفونو کي مختلف تمدنونه رامنځ ته سوي دي، اکثره وختونه به دغه سيند په مخکنيو زمانو کي د مختلفو هيوادونو ترمنځ د سرحد په توګه کارول کېده، د زرګونو کلونو راهيسي د دې سيند څخه د زراعت، ماهي نيولو او نورو موخو لپاره استفاده کېده، چي اوس ئې اهميت نور هم زيات سوی دئ او د انرژۍ د تولید لپاره ورباندي بندونه جوړيږي.
 
دا چي د فرات سيند په دريو هيوادونو کي بهيږی، نو طبعي خبره ده، چي درې سره هيوادونه به ورڅخه ګټه اخلي، دا چي تر ټولو زياته برخه ئې د ترکيې په خاوره کي ده، او سرچينه ئې هم ترکيه ده، نو ځکه کوښښ کوي، چي زياته استفاده ورڅخه وکړي، چي له دې جملې څخه د "آناتولي د جنوب ختيځ پروژه" GAP په نوم پروژه ئې مهمه وه، په دې پروژه کي د دجلې او فرات سيندونو باندي ۲۲ د اوبو بندونه او ۱۹ د اوبو د انرژۍ طرحي دي، چي له مخي به ئې۲۷ مليارده کيلوواټه برېښنا په کال کي توليدوي. د دې پروژې له امله به سوريه ٪۴۰ او عراق ٪۹۰ اوبه له لاسه ورکړي، له دې سره به ايران چي اوس د شط العرب په اوبو کي د عراق سره ستونزه او سيالي لري هم متضرر سي.
 
په دې بندونو کي ئې تر ټولو مشهور بند د اتاتورک په نوم دئ، چي ۴۸ مليارد متر مکعب اوبه ذخيره کولای سي، دا دونه اوبه دي، چي د ټول عراق د يوه کال لپاره کفايت کوي، دغه بند ۱۹۰ متره ارتفاع او ۱۸۲۰ متره اوږدوالی لري، په نړۍ کي د ارتفاع له مخي اتم او د برېښنا د توليد له مخي اتلسم لوی بند دئ، چي په ۱۹۹۲ کي افتتاح سو. اته توربينه ورباندي ايښودل سوي دي، چي ۲۴۰۰ ميګاواټه برېښنا توليدوي.
 
د ۲۰۰۰ – څخه تر ۲۰۱۷ پوري د ترکيې څخه د د جلې او فرات د سيندونو د اوبو جريان ګاونډيو ته ۷۵ ٪ کم سوی دئ، د عراق او سوريې داخلي بې ثباتيو ترکيې ته زيات فرصت ورکړی دئ، چي د بندونو جوړولو کار چټک او زيات کړي.
 
بله مهمه پروژه د اورفه د بند ده، د دې بند د پروژې په اتمام سره ترکيه کولای سي، چي ۶۰۰ ورځي د د جلې او فرات ټولي اوبه بندي کړي او دا دوه سيندونه کاملا وچ کړي.
 
ترکيه نظر لري، چي هر دولت هر حق لري، چي په خپله مځکه کي د موجوده منابعو څخه ګټه اخيستلای سي، بې له دې چي پر نورو تاثير لري يا نه! که څه هم ترکيه د عراق سره په ۱۹۴۶ کال د دوستۍ يو تړون درلود او ژمنه پکښي سوې وه، چي پر دجلې او فرات باندي د هر ډول تاثير اچونکي طرحي په اړه به عراقي دولت ته خبر ورکوي، خو اوس ادعاء لري، چي جوړېدونکي بندونه هيڅ تاثير د اوبو پر جريان نه لري، بلکي دغه جريان لا تنظيموي.
 
 د ترکيې سليمان ديميرل ويلي وه: د دجلې او فرات اوبه او د همدې اوبو چينې د ترکيې دي، لکه څنګه چي د نفطو د څاهانو ملکيت د عراق او سوريې دئ؛ موږ سوريې او عراق ته نه وايو، چي موږ ستاسي سره په دې نفطو کي شريک يو، همداسي دوی هم د دې خبري حق نه لري، چي دوی زموږ سره په دغو اوبو کي شريک دي، دا زموږ مځکه ده او موږ حق لرو، چي هغه څه وکړو، کوم چي موږ ئې اراده لرو.
 
نه يوازي دا چي په ترکيه کي پر دغه سيندونو بندونه جوړ سوي دي، بلکي خپله په عراق او سوريه کي هم بندونه ورباندي جوړ سوي دي، چي له امله ئې اوبه کمي سوي دي.
 
د فرات په سيند کي د سرو زرو غر لوڅېدل:
 
د فرات په سيند کي د سرو زرو د غره لوڅېدلو خبر د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري بيان سوی دئ، چي د قيامت تر قائمېدلو مخکي به دغه غر ښکاره سي او خلک به ئې د ترلاسه کولو لپاره وجنګيږي او زيات شمېر کسان به پکښي ووژل سي. 
 
لا تقوم الساعة حتى يُحْسَر الفرات عن جبل من ذهب يقتتل الناس عليه، فيقتل من كل مائة تسعة وتسعون، فيقول كل رجل منهم: لعلي أكون أنا أنجو.) (صحيح مسلم، الفتن، حديث : ۲۸۹۴.)
 
ژباړه : قيامت تر هغه وخته نه قايميږي تر څو چې د فرات له سيند څخه د سرو زرو يو غر ښکاره نه سي، خلک به د همدغو سرو لپاره جنګ کوي، د دغه جنګ په نتيجه کې به ۹۹ فيصده خلک ووژل شي، په دې کې به د هر چا دا هيله وي چې شايد هغه ژوندی بچ پاتې شي.
 
و في رواية قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم يوشك الفرات أن يُحسر عن كنز من ذهب فمن حضره فلا يأخذ منه شيئاً. نفس المراجع السابقة)  رواه أبو داؤد 4313 ) والترمذي ( 2572 ). 
 
 يعني نژدې دئ، چي فرات څخه به د سروزرو خزانه ښکاره کړل سي، هر څوک چي په دې موقع باندي موجود وي هغه دي له دې څخه هيڅ شی نه اخلي.
 
عن عبد الله بن الحارث بن نوفل رضي الله عنه قال: كنت واقفاً مع أبي بن كعب، فقال: (لا يزال الناس مختلفة أعناقهم في طلب الدنيا ؟ قلت: أجل، قال: فإني سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: يوشك الفرات أن ينحسر عن جبل من ذهب، فإذا سمع به الناس ساروا إليه، فيقول من عنده: لئن تركنا الناس يأخذون منه ليذهبن به كله، قال: فيقتتلون عليه، فيقتل من كل مائة تسعة و تسعون ) (صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۸۹۵.)
 
حضرت ابی بن کعب رضی الله عنه وايي: خلک هميشه د مال جمع کولو لپاره خپل سرونه قربانوي، راوي وايي ما ورته وويل: هو! هغه راته وويل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دا اوريدلي دي، چي فرمايل يې: نږدې ده چي د فرات سيند به د سرو زرو غر ښکاره کړي، کله چي خلک د هغه په باره کي خبر واوري نو د هغه لور ته به ور روان سي، همالته چي څوک موجود دي، هغه به وايي: که موږ خلک ور پرېږدو چي ځني وائې خلي، نو ټوله به يوسي، نو هغوی به د دغه مال ترلاسه کولو لپاره په خپل منځ کې جنګ شروع کړي، د دغه جنګ په نتيجه کې به  په هرو سلو تنو کي ۹۹ کسان ووژل سي. 
 
امام نووي رحمه الله د فرات د انحسار په اړه فرمايي: چي انحسار يعني د اوبو په تللو سره د هغه لوڅېدل، چي دا لوڅېدل به داوبو د جريان په تغير سره وي، ځکه دغه خزانه يا غر په خاور (خټو) کي پټ سوی دئ او ځای ئې نه دئ معلوم، کله چي په يو سبب سره د اوبو جريان تغير وخوري (يا اوبه وچي سی) نو دا غر به ښکاره سي. شرح صحيح مسلم ( 18 / 98 )
و سبب تسميته كنزاً باعتبار حاله قبل أن ينكشف ، و تسميته جبلاً للإشارة إلى كثرته . 
 
حافظ ابن حجر رحمه الله ويلي: په خزانې سره ځکه ونومول سوه، چي اوس پټه ده او غر ځکه ورته ويل سوی دئ، چي دا د (سرو زرو) ډېروالي ته اشاره ده. الفتح (13 / 80 )
 
څه وخت به دا غر ښکاره سي؟ 
ظاهرا خو داسي صراحت نسته، چي څه وخت به وي، ځيني وايي، چي د اور د خروج سره يو ځای به دا غر هم ښکاره سي، دا خبره ابن حجر په فتح الباري کي کړې ده، دليل ئې دا ښودلی چي امام بخاري رحمه الله د فرات حديث د باب خروج النار لاندي رانقل کړی دئ. . الفتح ( 13 / 81 82 )
 
ځيني نورو بيا د خزانې ښکاره کېدلو وخت د عيسی عليه السلام تر راکښته کېدلو وروسته بللی دئ.
 
 د قيامت زياتي کوچنی علامې ښکاره سوي دي، يوازي ځیني لويي علامي پاته دي، د فرات پر سيند باندي له ډېر پخوا څخه د اوبو لوی لوی بندونه جوړ سوي دي، ځيني نور په ائنده کي پلان سوي دي، د بندونو جوړېدلو له وجي اوبه کميږي، هغه د ابيارۍ او برېښنا د توليد لپاره استعماليږي، هغه هيوادونه او سيمي ګټه کوي، چي دغه سيندونه ورڅخه سرچينه اخلي.
 
په همدې ډول ډېري داسي نښي په رسنيو کي ليدل سوي دي، چي محلي خلک د فرات د سيند له غاړو څخه په انفرادي ډول سره زر د بسېطو وسايلو په مټ د اوبو او ريګو څخه ترلاسه کوي او ورباندي خپل ژوند چلوي، چي دا په اثبات رسوي، چي دغه سره زر له يوه ځايه سرچينه اخلي.
 
بله خبره دا ده، چي د ترکيې د اوبو د جوړو سويو لويو بندونو له وجي د فرات سيند اوبه په عراق کي تر ۹۰٪ پوري په ځينو وختونو کي کمي سوي دي، د اوبو دکموالي له امله ځيني ځايونو کي په پخوانيو وختونو کي تر اوبو لاندي سوي ښارونو، معبدونو او کليو نښي ترلاسه سوي دي، په همدې ډول د فرات او دجلې د سيمو څخه ډېر ودان کلي او اوسيدونکي له خپلو سيمو څخه بې ځايه سوي دي. کله چي اوبه کمي سي، حتما به د سرو زرو غر يا خزانه ښکاره کيږي، چي دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه پيشګويي ده، چي ډېر کلونه مخکي ئې کړې ده، هغه مهال دا د چا په خيال کي هم نه ګرځېدل، چي د زرګونو کلونو راهيسي د زياتو اوبو لرونکی دغه سيند به يو وخت وچيږي يا به ئې ۹۰ ٪ اوبه کميږي!
 
ماخذونه
صحيح البخاري
صحيح مسلم
سنن ابي داؤد
سنن الترمذي
شرح النووی 
فتح الباري
تدابير مرتقبة لمواجهة أزمة مياه العراق
تركيا تقطع مياه دجلة عن العراق: خطة عمل طارئة للإنقاذ (علاء اللامي)
Euphrates River and Mountain of Gold by: Mufti Fahad Ahmed Qureshi
Southeastern Anatolia Project (Wikipedia) 
او نور انټرنيټي منابع 
 
www.taleemulislam.net
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته