تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
راځه د روژې ښه راغلاست وکړو :
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 29, 2022
  0

لیکنه : علي الله متوکل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


یو. د روژې لپاره ښایسته تقسیم اوقات جوړ که: د مهالوېش له مخي ډېر عبادت کولای سو او په ښه توګه ئې کولای سو. (و سبا ته به د حدیثو په رڼا کي د روژې مهالوېش هم پورته کړم. ان شاء الله)

 

دوه. د حاجت لمونځ کول: د مغفرت او انعاماتو او برکاتو حاصلولو له پاره دوه رکعته د حاجت لمونځ او دعا کول.

 

درې. د حرام او مشتبه مال څخه په ټينګه پرهيز. (ځکه د حديث شريف مفهم دئ، چي په يو ګوله حرام خوړلو سره ۴۰ ورځي عبادت نه قبليږي، داسي نه چي د روژې ټول اعمال مو برباد سي).

 

څلور. د لمانځه کوښښ: د چا چي لمونځونه کمزوري دي، هغه دي په جماعت سره او په پوره توجه او ادب سره د لمانځه پابندي شروع کړي.

 

پنځه. زړه دي پاک کړه: تر روژې مخکي خلکو ته بخښه وکړه او له خلکو بخښه وغواړه. د زړه د اطمینان او ډاډ تر څنګ به دي ثواب هم ګټلی وي. 

 

شپږ. له انټرنیټ او تلویزیون سره اړیکه کمه کړه: تر روژې مخکي لا د ټولنیزو شبکو او انټرنیټ استعمال کم کړه. ددې شیانو وخت و عبادت ته ورکړه.

 

اووه. د کوچنیو سورتونو یادول: د قرآن کریم کوچني کوچني سورتونه یاد کړه. هم ثواب، هم خرما

 

اته. دایمي اصلاح: څوک چي د نامحرمو نجونو سره اړيکي لري هغه دي توبه وکاږي او نمبرونه او هر څه دي بدل کړي. او عزم دي وکړي چي هيڅکله به بيا مبايل او کمپيوټر غلط نه استعمالوم‌؛ په ټينګه اراده سره د الله تعالی مدد راځي. ان شاء الله تعالی

 

نهه. د روژې اړوندمسائل زده کول: د تراویحو، اعتکاف، روژې ماتېدو، زیاتو عباداتو کولو او د روژې مسئلې هم خپله زده کړه او هم یې نورو ته زده کړه.

 

لس. تر روژې مخکي دي کارونه کم کړه: تر روژې مخکي دي کارونه کم کړه او اړین توکي دي رانیسه. د روژې په ورځو کي به و سودا کولو ته نه ئې اړ.

 

یوولس. له زیات خوب څخه ډډه کول: موږ د روژې د لنډولو لپاره زیات خوب کوو. روژه د عبادت لپاره تر ټولو ښه فرصت دی، د ضرورت په اندازه خوب وکړه، پاته وخت دي و عبادت او کاروبار ته ورکړه. 

 

دولس. د سګریټو او نسوارو پرېښودل: تر روژې مخکي لا نشه یي توکو ته مخه ښه ووایه. روژه کي به دي هم نه په تکلیف کوي او د تل لپاره به در څخه پاته سي. 

 

دیارلس. زیات تلاوت: تلاوت ته ځان چمتو کړه؛ ځان او د کورنۍ هر غړي ته بېل قرآن کریم واخله. تلیفون کي هم صوتي قرآن کریم ولره، ځکه د قرآن کریم اورېدل هم زړه ته سکون ورکوي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته