تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې فرضیت، حقیقت او فضائل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 17, 2018
  0

لیکنه: عبدالله عزام


د رمضان روژې 
          د دې میاشتي روژې د اسلام له ارکانو څخه د یو رکن حیثیت لري او الله تعالی پر خپلو بندګانو باندې فرض کړي دي. د قرآن کریم آیتونه، احادیث او د مسلمانانو اجماع پر دې په څرګنده دلالت کوي. څوک چې یې له فرضیت څخه انکار وکړي، کافر کیږي. بناء پر دې باندې څوک چې صحت مند وي ناروغ نه وي، مقیم وي مسافر نه وي، بالغ وي نابالغ نه وي د روژې نیول پرې فرض کیږي یا به یې اداء نیسي او که کوم عذر و بیا به یې قضاء نیسي. له پورته کسانو څخه زیات سپین ږیری چې د روژې نیولو طاقت ونلري مستثنی دی. د هغه له خوا به فدیه ورکول کیږي.


د روژې حقیقت
روژې ته په عربي ژبه کې صوم یا صیام ویل کیږي. په لغت کې د صوم معنی ده پرېښودل او منع کېدل له هغو شیانو څخه چې له هغو څخه انسان منع سوی دی، لکه خوراک، چيښاک او کوروالي.


په شریعت کې صوم د سهار له سپېدو څخه بیا تر لمر لوېدو پوري له ټولو هغو شیانو څخه منع کېدل، چې په هغه سره روژه ماتیږي، روژه بلل کیږي. د روژې لپاره نیت ضروري او مهم دی. په نیت سره د روژې د هغه وخت سره فرق راځي او ثواب پرې مرتب کیږي، په کوم کې چې د انسان روژه نه وي، خو بیا هم ټوله ورځ خوراک ونه کړي، هغه خو روژه نه بلل کیږي نو همدا فرق یې په نیت سره راځي او د الله تعالی قرب پرې حاصلیږي. [ الفقه المنهجي، ج:۱، ص: ۳۳۱]


ولي روژه په دې میاشت کې فرض کړل سوه؟
          الله تعالی د روژې لپاره دغه میاشت غوره کړه، ځکه چې دغه میاشت د کال تر نورو میاشتو زیات فضیلت او خاصیتونه لري. د مثال په ډول په دې میاشت کې قرآن کریم نازل سوی دی، تر څو د بشر لپاره هغه هدایت وګرځي او انسانان له تیارو څخه رڼا ته راوباسي.


له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه هم د روژې د میاشتي د فضیلت په اړه احادیث رانقل سوي دي. حضرت ابوهریرة رضي الله تعالی عنه روایت کوي چې رسول کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کله چې د روژې میاشت راسي، نو د جنت دروازې خلاصي کړل سي، د جهنم دروازې بندي کړل سي او شیطانان وتړل سي»


          په دې میاشت کې د جنت دروازې د نیکو اعمالو د ډېروالي له امله خلاصیږي، هغه نیک عملونه چې په مټ یې انسان د الله تعالی قرب حاصلوي او همدغه الهي قرب بیا جنت ته د داخلېدلو سبب ګرځي. او د دوزخ دروازې بندیږي ځکه چې انسان له هغو ګناهونو څخه لري والی اختیاروي، چې د الله تعالی د غضب او ناراضګۍ سبب ګرځي او له امله یې انسان دوزخ ته داخلیږي. 


د الله تعالی د دې امر او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اعلان مطلب هم د بندګانو نیکو اعمالو او عبادتونو کولو ته هڅول دي او په روژه کې یې ثواب ډېر زیات  وي. او له ګناهونو څخه د بندګانو لري کول او په دغه مبارکه میاشت کې د هغو له ارتکاب څخه منع کول دي، ځکه چې په دغه میاشت کې شیطانان تړل کیږي نو د بنده د تېر ایستلو اسباب هم د هغو نورو میاشتو په پرتله موجود نه وي.


همدا راز د دغي میاشتي له فضیلت څخه د هر نیک عمل ثواب د نورو میاشتو په پرتله بیخي زیاتېدل دي. ځکه چې په دې میاشت کې نفل د فرضو ثواب لري او یو فرض د اویا فرضو د ثواب سره برابريږي. له همدې امله به صحابه کرام رضي الله تعالی عنهم د روژې میاشتي ته خوشاله کېدل او د روژې په رارسېدلو سره به یې د الله تعالی حمد اداء کاوه او له الله تعالی څخه به یې د روژې  نیولو او نیکو اعمالو کولو توفیق غوښتی. 

 

د روژې مشروعیت یا فرضیت
          روژه په سابقه امتونو کې هم مشروع او فرض وه او هغو اهل کتابو هم نیول، کوم چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په زمانه کې وو. لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: 


 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ [سورة البقرة، آیت: ۱۸۳]
ژباړه: ای مؤمنانو! پر تاسي روژې فرض کړای سوې، ځکه چې له تاسي څخه د مخکي پیغمبرانو پر پیروانو فرض کړای سوي وې. له دې نه دا هیله ده چې په تاسي کې د پرهېزګارۍ صفت پیدا سي.


          مګر دومره فرق سته، چې د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم پر امت په خاصه توګه د روژې په میاشت کې فرض کړای سوې، خو د سابقه امتونو روژې د یو معین وخت سره خاص نه وې. نو دا امت د روژې په اصل مشروعیت او فرضیت کې برابر دی، خو د وخت په تعیین کې یې بیا فرق سته. روژه په لومړي ځل د هجرت په دوهم کال د شعبان په میاشت کې فرض کړای سوې او هغه مهال اختیار و، که د چا خوښه وي، روژه دي ونیسي او که د چا خوښه وي فدیه دي ورکړي. خو له هغه وروسته روژه نیول فرض او معین کړای سول یعني د انسان لپاره روژه نیول ضروري سول. په دې توګه د روژې فرضیت په دوو مرحلو سره سوی دی اوله د تخییر او دوهمه د تعیین وه.


د روژې د میاشتي د روژو حکم 
د دې میاشتي روژه نیول پر هر هغه چا باندې فرض دي، په چا کې چې هغه شرطونه موجود وي، کوم چې شریعت ټاکلي دي. دلیل یې د الله تعالی دا قول دی:


شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَىٰ وَالْفُرْقَانِ ۚ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ. وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ [سورة البقرة، آية:۱۸۵]
ژباړه:رمضان هغه میاشت ده چې په هغې کې قرآن نازل سوی دی او هغه له سره تر پایه د انسانانو لپاره هدایت دی او داسي څرګندي لارښودني پکښې دي چې د حق لاري ښودونکي او د حق او باطل یو له بله په ډاګه بېلونکي دی. له دې کبله څوک چې له دې وروسته دا میاشت ومومي، پر هغه لازمه ده چې دا ټوله میاشت روژه ونیسي او که څوک ناروغ او یا مسافر وي، نو هغه دي په نورو ورځو کې د روژو شمېر پوره کړي.


          او له حدیث څخه یې دلیل د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی: د اسلام بنسټ پر پنځو شیانو دی: د لا اله الا الله محمد رسول الله کلمې ګواهي ورکول، لمونځ کول، زکوة اداء کول، د روژې د میاشتي روژې نیول او حج کول.[ صحیح البخاري] د امت علماؤ اجماع هم د دغي میاشتو د روژو پر فرضیت دلیل دی. [فقه السنة،ج:۱، ص:۴۳۳]


دې میاشتي ته ولي رمضان وای؟
د رمضان په نامه سره ددغي میاشتي په نومولو کې د علماؤ اختلاف دی. ځیني وایي چې رمضان له رمض څخه اخیستل سوې ده او رمض سوځلو ته وایي، په دې میاشت کې هم د بندګانو ګناهونه د نیکو اعمالو په سبب سوځي ځکه ورته رمضان وایي. ځیني وایي چې له رمضاء څخه ده او رمضاء سختي ګرمۍ ته وایي. دې میاشتي ته رمضان ځکه وایي چې په لومړي ځل د روژې فرضیت او ابتداء په سخته ګرمي کې وه.

سرته