تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
که مو دعبادت خوندنسته کلکینان بند کړی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 28, 2022
  0

لیکنه : علي الله متوکل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


یو ملګري مي یو ورځ راته ویل: خلک وایي، چي په قرآن کي سکون سته، خو زه ئې نه احساسوم. ما ئې هغه وخت جواب نه درلود. نن چي مي دا واقعه واورېدل، نو ستاسو او د هغه ملګري لپاره ئې دلته ږدم. 


راسئ یوه حقیقي کیسه درته وکړم: 


یو عالم کیسه کوي، چي موږ د سعودي په ګرمي کي په موټر کي سفر کوی، موټروان د موټر AC اې سي ولګول، خو ښه ګړی وروسته بیا هم موټر یخ نه سو. موږ په خولو کي غرق وو. وروسته د موټروان فکر سو، چي زما د خوا هنداره کښته ده، کلکین خلاص دئ. کله چي مو کلکین بند کړ، نو موټر سمدستي یخ سو. 


عالم وایي، چي ما و ملګرو ته مخ راواړوی، او ورته و مي ویل: 


ګوره! د موټر AC چالانه وه، خو تاثیر ئې نه کوی، ځکه د یوه کلکین څخه ګرمه هوا راتلل. زموږ زړه هم همداسي دئ، که موږ هم عبادت کوو او هم ګناهونه کوو، نو هیڅکله به د زړه یخوالی او سکون ترلاسه نه کړو. 


فکر مو سته، موږ عبادت کوو؛ لمونځ او روژه کوو، خو بیا مو هم زړه سکون نه کوي. دا ځکه چي د زړه کلکین مو د ګناهونو و خواته خلاص وي. د یوې خوا عبادت کوو او د بلي خوا بیرته د عبادت خوند په ګناهو ور خرابوو.


حضرت علي رضی الله عنه فرمایي: ماته تر عبادت کولو، د ګناهونو پرېښودل غوره دي. 


رښتیا هم، ولي پر عبادت خوند نه اخلو؟ لمونځ کوو، تلاوت کوو او صدقه ورکوو، خو بیا هم پر عبادت خوند نه اخلو، ولي؟ ځکه چي کلکینان او دروازې خلاصي دي.


نسخه: د زیات عبادت هڅه مه کوئ، یوازي فرضیات تر سره کړی. د ګناهونو د پرېښودو کوښښ وکړی. الله به مو عبادت کي خوند او سکون واچوي.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته