تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مؤمن ځانګړني
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 4, 2021
  0


لیکنه : محمدنبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


١ - (د جماعت) په لمانځه کي حاضر وي؛ 
۲ -  د زکات په ورکړه کي بيړه کوي.
۳-   بېوزلو ته خواړه ورکوي.
۴- له یتیمانو سره ښه کوي.
۵ - جامې ئې تقوا او پاکي وي؛ 
۶ - د خپل بدن (عورت) ساتنه کوي؛ 
۷ -  په خبرو کي درواغ نه وايي؛ 
۸ -  پر خپله ژمنه وفا کوي؛ 
۹ -  که څوک اعتماد په وکي؛ خيانت نه ورسره کوي؛ 
۱۰ – تل رښتيا وايي؛ 
۱۱ - دشپې د خپل رب عبادت کوي؛ 
۱۲ – د ورځي د اهل او خلکو خدمت کوي؛ 
 ۱۳ -  ثوابي روژې نيسي؛ 
۱۴ -  ګاونډیانو ته ازار نه رسوي؛ 
۱۵ -  له ملګرو سره ملګرتیا پالي؛ 
۱۶ -  پر لار په وقار او تواضع روان وي؛ 
۱۷ -  د بېوزلو لاسنيوی کوي؛ 
۱۸ – په خیرات او صدقه کي تر ټولو مخکي وي؛ 
۱۹ -  د مؤمنانو په جنازو کي ګډون کوي؛ 
۲۰ - پر خدای ورکړي نعمتونو شکر کاږي؛ 
۲۱ – پر غم او مصبت صبر کوي؛ 
۲۲ – پر چا تهمت او بهتان نه وايي؛ 
۲۳ – له خلکو سره په راسه درسه کي رښتنی وي؛ 
۲۴ – پر کشرانو رحم او د مشرانو درناوی کوي؛ 
۲۵  - مسلمانان ئې له لاس او ژبي خوندي وي؛ 
۲۶ – خپلو وروڼو (مسلمانانو) ته د کتني پر مهال سلام کوي؛ 
۲۷ـ  د پرنجي پر مهال ورته روغتيا غواړي؛ 
۲۸ -  د ناروغ پوښتني ته ورځي؛ 
 ۲۹ – د خپل مسلمان ورور د مېلمستیا بلنه مني؛ 
۳۰ -  د خپل مسلمان ورور په غم ښادي کي ګډون کوي؛ 
۳۱ - څه چي ځان ته خوښوې نورو ته ئې هم خوښوي؛ 
۳۲ - څه چي د ځان لپاره بد ګڼي، هغه د نورو لپاره هم بد ګڼي؛ 
۳۳ – د ټولو مسلمانانو خیر غواړي، چا ته اجازه نه ورکوي چي د بل غيبت وکړي؛ 
 ۳۴ – د خپل مسلمان ورور په غم خپه کيږي؛ 
 ۳۵ – د خپل مسلمان ورور عيبونه او نيمګړتیاوي پټوي؛ 
 ۳۶ – د خپل مسلمان ورور له تېروتنو  تېرېږي؛ 
۳۷ – پر انسانانو، حيوانانو او مرغانو زړه سواند وي؛ 
۳۸ - د دوستۍ حق او حقوق پوره اداکوي؛ 
۳۹ – د خپل منځي محبت د ټينګولو په پار خپل مسلمان ورور ته ډالۍ ورکوي؛ 
 ۴۰ د خپل مسلمان ورور له نېکيو مننه کوي؛ 
۴۱ -  له ځوانۍ څه په الهي چارو کي ګټه اخلي؛ 
۴۲ – وخت نه ضایع کوي؛ 
۴۳- د مال په لاسته راوړلو کي محتاط وي؛ 
۴۴ – بې لارو ته سمه لار ور ښيي؛ 
۴۵ – د مسلمان د سلام جواب په ورین تندي او مسکا ورکوي؛
 ۴۶ – پر مځکه کبر او لويي نه کوي؛ 
۴۷ – د ظالم مخنیوی او د مظلوم لاسنیوی کوي؛ 
  ۴۸ – پر ماسي څه قسمونه نه اخلي؛ 
۴۹ – له خپلو خپلوانو سره اړیکي نه پرې کوي؛ 
۵۰ -  خپل مسلمان ورته د ښو او غوره کارونو نصیحت کوي. 
www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته