تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موږ څوک یو؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 12, 2021
  0


موږ څوک یو؟


لیکنه : علي الله متوکل /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


یو بزګر د غره په لوړو څوکو کي په یو غار کي د باز ځالګی و موندل. هغه کي د باز یو تازه هګۍ پرته وه. هګۍ ئې را واخېستل. کور کي ئې د چرګو د هګیو سره و چرګي ته کښېښودل. چرګي به هګۍ شاربل. څه موده وروسته هګۍ چاک سوه او د باز چیچۍ ځیني را ووت. د باز چیچی په ځمکه کي له نورو چرګو او چرګانو سره ګرځېد. ټوله ورځ به ئې سر کښته و، د خوراک لپاره ئې شیان لټول. 


باز زوړ سو. د چرګو په څېر ژوند ئې تېر کړ. یوه ورځ په ځمکه کي په دانه او خوراک پسي ګرځي، سر ئې کښته دی. یو نابلده اواز ئې واورېدی. پورته ئې وکتل. د اسمان په شنو لمنو کي ئې باز ولید، چي لوړه الوتنه کوي. په بې چاره ګی او افسوس ئې له ځان سره وویل: ”کشکي زه هم باز وای، اوس به مي لوړي لوړي الوتني کولای.“ سر ئې کښته کړ او د چرګانو په څېر ئې خورک شروع کړ. 

 

راځم اصلي خبري ته
زموږ استعدادونه په موږ کي پټ دي؛ موږ هغه نه دي لټولي؛ ځان مو نه دئ پېژندلی. موږ هر یو باز یو، خو د چرګانو په څېر ژوند مو غوره کړی دئ

ماخذ: زما د ناچاپ "لوی ژوند، کوچني ګامونه" کتاب څخه

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته