تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اختري مسائل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 18, 2021
  0

د اختري مسائل 


لیکنه او ترتیب: عبدالرحیم راشد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

۱مسئله : اختری په هر مسلمان، عاقل، بالغ، مقیم باندي واجب دی، چي د هغه په ملکیت کښې (۵۲) نیمي تولې سپین زر وي او یا ددې قیمت مال د هغه سره د اصلي ضرورتونو څخه زیات وي. دا مال که سره زر ،سپین زر ، ددې ګېڼه، د تجارت مال ، د کور د ضرورت څخه زیات سامان ، یا د اوسېدلو د کور څخه پرته بل کور  او داسي نور شیان وي ( شامي ).


۲مسئله : په دې مال باندي د کال تېرېدل  هم شرط نه دي(شامي) .


۳مسئله : په کوم سړي چي اختری واجب نه وي که هغه د اختري په نیت حیوان رانیوی نو په هغه اختری واجب سو(شامي).


۴مسئله : د اختري کولو ورځي درې دي : د ذي الحجې لسم، یوولسم او دولسم تاریخونه ( د لوی اختر اوله ، دوهمه او درېیمه ورځ) ، که د اختري ورځي تېري سوې ، نو د اختري قیمت  فقیرانو، غریبانو ته ورکول واجب دي، که چیري يې اختری رانیولی ؤ او حلال يې نه کړی نو هغه حیوان  پخپله په خیرات کښې ورکول واجب دی (شامي)، مګر د اختر په ورځو کښې د حیوان قیمت خیراتول غاړي يې نه خلاصیږي او همېشه به ګناهکاره وي ځکه قرباني ځانته عبادت دی (قرباني کی احکام اور مسائل).


۵مسئله : د اختري وخت : په هغه کلیو او ښارونو کښې چي د جمعې او اختر لمونځ جائز وي ، هلته د اختر د لمانځه څخه مخکښې اختري کول روا نه دی، اختری باید د اختر د لمانځه د ادا کولو وروسته وسي، که چا د اختر د لمانځه مخکښې اختري وکړه ،نو هغه باندي دوهم ځل اختری کول لازم دی ، البته په کوچنیو، کوچنیو کلیو کښې چي هلته د جمعې او اختر لمونځونه نه کیږي، نو دغه خلک د لسم تاریخ ( د لوي اختر د لومړۍ ) ورځي د صبح صادق څخه وروسته اختری کولی سي او همدارنګه که د څه عذر په وجه د اختر لمونځ په لومړۍ ورځ ادا نه سو، نو د اختر د لمانځه د وخت د تېرېدو څخه وروسته قرباني کول صحیح دی (درمختار،بدائع).


۶مسئله : اختری کول د شپې هم روا دی، خو غوره دا دی چي په ورځ کښې حلال سي(شامي).


۷مسئله : بوزه به پوره د یوه کال  وي ، مېږه او پسه که د شپږو میاشتو ؤ خو دومره چاغ وي ، چي د یوه کال والا سره سم معلومېدی، نو هم اختری کول يې صحیح دی .


 غوا، غوايی او ګاؤمېښه د دوو کالو او اوښ د پنځه کالو په عمر کښې ضروري دي ، ددې څخه د کم عمر حیوان اختری صحیح نه دی (عالمګیري).


۸مسئله : د کوم حیوان ښکر چي په پیدايښتي ډول سره بالکل نه وي، یا مات سوي وي، نو د هغې اختری کول صحیح دی،که ښکر يې د بېخ څخه ختلی ؤ اختری کول يې صحیح نه دی ،ځکه چي اثر يې حتمي په دماغو باندي لویږي(شامي ).


۹مسئله : د خصي حیوان اختری کول صحیح دی بلکي غوره دی (شامي).


۱۰مسئله : د ړانده ،کاڼه ،ګوډ حیوان او دومره مریض او خوار حیوان چي د حلالولو تر ځایه خپله نه سي تلای اختری کول يې صحیح نه دی(درمختار).


۱۱مسئله : د کوم حیوان چي د درېيمي حصي څخه زیاته لکۍ یا غوږ پرې سوي وي اختری يې صحیح نه دی(شامي).


۱۲مسئله : د کوم حیوان چي ټوله یا زیات غاښونه نه وي اختری کول يې صحیح نه دی.(شامي ،درمختار).


۱۳مسئله : د کوم حیوان چي غوږونه په پیدایښتي طور باندي نه وي اختری کول يې صحیح نه دی .


۱۴مسئله : که چا یو روغ رمټ حیوان واخیست،بیا په وروسته په حیوان کښې عیب پیدا سو ،نو که دا سړی شتمن او د نصاب خاوند نه وي، نو ددې حیوان څخه ورته اختری کول روا دی او که شتمن او دنصاب خاوند وي،نو په هغه باندي لازم دی،چي بل حیوان به اخلي (درمختار).


۱۵مسئله : اختری په خپل لاس حلالول غوره دی او که په خپله يې نه سي حلالولی، نو په بل چا يې هم حلالولی سي،خو د حلالولو په وخت کښې په خپله حاضرېدل غوره دی .


۱۶مسئله : په کوم حیوان کښې چي څو نفره شریک وي، نو غوښه دي په وزن او ترازو سره تقسیم کړي په اټکل دی نه تقسیموي.


۱۷مسئله : قصاب ته په مزدورۍ کښې غوښه یا څرمن ورکول روا نه دی، مزدوري ځانته جلا ورکول پکار دي.


۱۸مسئله :د حیوان د حلالولو په وخت کښې بسم الله ، الله اکبر ویل ضروري دی او د ا سنت دی چي حیوان د حلالولو په وخت کښې د قبلې په طرف وڅملوي او دا دعا دي ووايي: انعام:۷۹او۱۶۲ آیاتونه باید ولیکل سي او د حلالولو څخه وروسته دي دا دعا ووايي : اللهم تقبله مني...


 ۱۹مسئله :کوم څوک چي اختري کوي د هغه لپاره مستحب دادی، چي د لوی اختر د میاشتي د لومړۍ ورځي څخه بیا د اختري د حلالولو پوري خپل نوکان  او ورېښتیان پرې نه کړي (أبوداؤد).


 ۲۰مسئله :که چیري د بغل او تر نامه لاندي ورېښتیان تر څلویښتو ورځو واوښتل بیا د هغوی پاکول واجب دي(قربانی کی اورمسائل).   


   دا مسائل د مفتي محمد شفیع صاحب له کتاب( دقرباني احکام او تاریخ) او د مولوي حکمت الله راغب صاحب له رسالې ( د اختري منتخبي مسئلي ) څخه رااخیستل سوي دي .

www.taleemulislam.net


 
 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته