تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هغه درې شیان چي بدن ورباندي هوسا کیږي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 3, 2022
  0

هغه درې شیان چي بدن ورباندي هوسا کیږي


لیکنه :مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


عن البراء بن سبرة رفعه قال : ثلاث من كن فيه كان بدنه منه في راحة : علم يرد به جهل الجاهل وعقل يدارى به الناس وورع يحجزه عن معاصي الله عز و جل.
[العقل وفضله106]


ژباړه: د براء بن سبره څخه مرفوع روایت دی: درې شیان دي چي په هر چا کښې وي د هغه بدن به په هوسا وي: داسي علم چي د ناپوه ناپوهي په دفع کولای سي، داسي عقل چي په هغه باندي د خلګو په مینځ کي ژوند کولای سي او داسي تقوی چي د الله تعالی د نافرمانۍ څخه یې راګرځولای سي.


نو که غواړی بدنونه مو د هر ډول غم او ستومانۍ څخه خلاص وي لاندي درې شیان په ځانونو کي پیدا کړئ:
1 – داسي عملي علم زده کړئ چي د هر ناپوه ناپوهي په دفع سي.
2 – داسي عقل لاسته راوړئ چي په مټ یې د خلګو په مینځ کی ژوند وکولای سئ.
3 – داسي تقوی غوره کړئ چي د الله تعالی د نافرمانۍ څخه مو وساتي.

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته