تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دآخرت مفلسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 3, 2021
  0

دآخرت مفلس


تعلیم الاسلام ویب پاڼه


يوځل رسول الله(صلی الله عليه وسلم) دمعززو اصحابو(رضي الله عنهما) څخه وپوښتل:


مفلس څوک دی؟"


اصحابو(رضي الله عنهما) ځواب ورکړ:


له چاسره چي روپۍ اوپیسې نه وي !


رسول الله(صلی الله عليه وسلم) وویل:


نه !زه يې درښیم چي مفلس څوک دی؟ دقیامت په ورځ به بعضي خلک په داسي حالت کي راځي چی ددوئ په عمل نامه کي به لمونځ، زکوة، روژه، حج،تهجد، داشراق، څاښت لمنځونه، صدقه او خیراتونه لیکل شوي مطلب دا چي له ټولوعباداتوڅخه به ډکه وي خوکله چي دحساب او کتاب وخت پیل سي نویوې خواته به يوسړی ودریږي او وبه وايي: 

 

يا الله ! دې سړي زما حق تلفي کړېده ، الله تعالی به ددې په بدله کي له دې ظالم څخه عبادتونه د مظلوم په عمل نامه كي واچوي،دغه ډول به يوبل سړی ودریږي اووبه وايي : 


يا الله !دې پر ما باندي ظلم کړی دی، الله تعالی به په هماغه ډول ددې بل مظلوم په عمل نامه کي ددې ظالم دصالح اعمالوڅخه ورواچوي،دغه شان به ډېرخلک دخپلوخپلو حقوقو مطالبه کوي، الله تعالی به ددغوټولو حقوق ددې ظالم له اعمالواو عباداتوڅخه بشپړ کړي، تردې چي دده ټول عبادتونه به ختم شي خو دحقوقو دعوی به ختمه نه سي نوالله تعالی به ددوئ ګناهونه دده په عمل نامه کي واچوي، چي ددې له کبله به هغه سړی ودوږخ ته داخل کړل سي، همداسړی مفلس دی.


(رواه مسلم والترمذي)


ماخذ :  دغیبت عذاب


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته