تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د عِکرمه بن ابي جهل اسلام
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 24, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۶۲برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د عِکرمه بن ابي جهل اسلام

 

عِکرمه د ابوجهل زوی چي دئ هم يو د هغو لسو نفرو څخه ؤ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې د وژلو امرکړى ؤ .

 

بالکل د مکې مکرمې څخه دباندي تښتېدلى ؤ او جدې ته ولاړ څرنګه چي اوس د جزيرة العرب ډيره حصه د اسلام تر حکم او تسلط لاندي ده نو عِکرمه د پټېدلو ځاى نه درلودى هلته په جده کي په يوه کښتۍ کي سپور سو غواړي چي تر جزيرة العرب دباندي وتښتي، په دغه وخت کي چي عِکرمه و تښتېدى د عِکرمه ښځي ايمان را وړى او مسلمانه سوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغله او ويل:

 

يا رسولَ الله! که مي عِکرمه مسلمان درته را وستى أمان ورکوې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هـو که عِکرمه مسلمان راغلى په امان دى او امان ورکوم، د عِکرمه ښځي و ويل: يا رسولَ الله! زه يې مسلمان راولم.


 بيا نو ښځي د عِکرمه معلومات وکړی ورته معلومه سوه چي هغه جدې ته تللى دى، ښځه يې جدې ته پسي ولاړه هلته چي يې معلومات وکړی خلکو ويل:

 

هغه په کښتۍ کي سپور سو او ولاړى، خو په هغه وخت کي چي عِکرمه په کښتۍ کي سپور دى درياب طوفاني سو څپې يې وهلې، هغه خلک چي په کښتۍ کي سپاره وه خپل مرګ یې په سترګو وليدى او ټولو په دعاء شروع وکړه، که څه هم د کښتۍ سپاره خلک ټول کفار او مشرکان وه خو رجوع او دعاء يې ټوله و يوه الله ته وه، د يوه بت نوم هم نه يادوي، عکرمه ورته ګوري چي دغه خلک ټول بت پرستان دي خو مرسته او مدد بېله الله جل جلاله  بل د هيچا څخه نه غواړي هغه د دوى آلهه او خدايان هغه چي دوی یې عبادت کوي هغه یې ټول پرېښوول او مرسته نه ځني غواړي.


اوس هم ټول کفار او نصارا دغسي دي، کوم وخت چي زلزله يا بل لوى آفت پر راسي دوی نه وايي: يا عيسى! بلکه وايي: يا الله! 


عموماً ټول انسانان د واقعی آفت او مصيبت په وخت کي فطرتاً بېله الله جل جلاله  څخه بل څوک نه يادوي او نه د بل چا څخه مرسته غواړي. 
اوس هم عِکرمه ورته ګوري دغه خلک ټول هغه خلک دي چي د بتانو عبادت کوي د بتانو پر نامه حیوانات حلالوي، مګر اوس د يوه بت نوم هم نه يادوي بلکه ټول و يوه الله جل جلاله  ته نارې وهي، نو عِکرمه د ځان سره و ويل: هغه چي په بحر او درياب کي رب دی او مخلوق ته نجات ورکوي په وچه کي هم هغه ذات! رب او نجات ورکونکى دى. 


په دغه وخت کي يې اسلام و زړه ته لار وکړه، کوم وخت چي درياب آرام سو عِکرمه و ويل: ما بيرته ساحل ته بوزى او کښته مي کړی.
 عِکرمه يې بيرته جدې ته را وستى او کښته يې کړی په جده کي يې خپله ښځه وليدل ويل: څنګه راغلې يې؟

 

ښځي يې ورته و ويل: که رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته مسلمان ورسې هغه امان درکوي، ده ويل: والله زما زړه ته هم ايمان ننوتلى دى، عِکرمه بيرته مکې مکرمې ته راغلى او مسلمان سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د ده په ايمان ډير خوشاله سو، ځکه د دې امت د فرعون زوى، د مکې مکرمې د مشرک قریشو یو مشر،  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو لوی دښمن مسلمان سو.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته