تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د بحرين پاچا و منذر بن ساوي ته ليک
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 21, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۴۳برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د بحرين پاچا و منذر بن ساوي ته ليک

 

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د علاء بن الحضرمي رضی الله عنه  په لاس  منذر بن ساوي ته چي د بحرين آمر او پاچا ؤ ليک ولېږى چي په هغه ليک کي يې و اسلام ته دعوتا وه. 


هغه وخت بحرين يواځي دغه اوسنئ بحرين نه ؤ بلکه موجوده بحرين او د إحساء ټوله منطقه پکښي داخله وه، دغه ټوله منطقې ته بحرين ويل کېده او دغه ليک هم د تاريخ په کتابو کي موجود دى، د دغه ليک لفظ او عبارت هغه د کسرْی د ليک سره يو شئ دى،

 

څرنګه چي منذر بن ساوى عاقل او هوښيار سړئ ؤ نو يې د علاء بن الحضرمي رضی الله عنه  څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په باره کي ډيري پوښتني وکړې او علاء هم پوره جوابونه ورته و ويل حتّْی د نجاشي په اسلام يې خبر کړى، د باذان د اسلام حال يې ورته و وايه او هغه نوري لويي لويي قبيلې چي اسلام ته داخلي سوي وې لکه خزاعه او داسي نوري د هغو په اسلام يې خبرکړی او ويل: اسلام په ټوله جزيرة العرب کي نشر سوى دى.


دلته نو د منذر بن ساوي و زړه ته اسلام داخل سو او د بحرين پاچا هم مسلمان سو، وروسته يې خپل قوم هم و اسلام ته دعوت کړى چي ځيني يې مسلمانان سوه او ځينو يې اسلام رَد کړى، يعني: قبول يې نه کړی، بيا نو د بحرين پاچا منذر رضی الله عنه  و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته و ليکل: امّابعد: يا رسولَ الله! ما ستا ليک د بحرين و اهل ته و وايه، ځينو يې اسلام خوښ کړی او پکښي داخل سوه او ځينو رَد کړی، څرنګه چي زما په مځکه کي يهود او مجوس سته د هغو په باره کي ستا امر را ته بيان که چي هغسي ور سره وکړم. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وليکل: 


«بسم الله الرّحمْن الرّحيم، من محمّد رسول الله إلى منذر بن ساوى: سلام عليک! فَإني احمدُ إليک الله الّذي لا إله إلا هو، و أشهد أنّ محمّداً عبدُه و رسوله،  امّا بعد: 


زه الله جل جلاله  در په يادوم او هر هغه څوک چي نصيحت کوي په حقيقت کي هغه خپل ځان ته نصيحت کوي (يعني: ګټه يې و ده  ته رسيږي) او هر هغه څوک چي زما د قاصد اطاعت کوي او د دوى د امر متابعت کوي هغه زما اطاعت او متابعت کوي، که چا و دوى ته نصيحت وکړی هغه ما ته نصيحت وکړی او زما قاصدانو ته په خير سره يادولې، زه و تا ته ستا د قوم شفاعت کوم، مسلمانو ته هغه څه ور پرېږده چي دوى پر هغه اسلام راوړى دى، که ګنهکاران د ګنهو څخه توبه وکاږي توبه يې قبوله کړه، ترکومه وخته چي ته د اصلاح کارونه کوې موږ تا د خپله کاره څخه نه معزوله کوو او هر هغه څوک چي پر يهوديت او مجوسيت پاته وي پر هغو جزيه کښېږده».

 
اوس نو د بحرين هغه کسان چي و اسلام ته نه سوه داخل پرخپل يهوديت او مجوسيت پاته سوه د بحرين پاچا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په امر پر هغو جزيه کښېښوول، په دې ډول سره بحرين او د هغه شا وخوا د اسلام د امر تابع سوه، دغه د حديبيې د صلحي په موده کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  شا وخوا ته پرله پسې ليکونه لېږل او خلک يې د يوه الله جل جلاله  و عبادت او د اسلام دين ته دعوتول.

 
ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته