تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ظاهر او باطن پاکوالی
 
  December 1, 2015
  0
رالېږونکی: عبدالله
 
استاد له شاګردانو پوښتنه وکړه ، ستاسې په نظر څه شي انسان ښایسته کوي ؟

هر یوه ځواب ورکړ .

یوه ویل : غټې سترګې 
 
دویم : لوړ قد 
 
درېیم : شفاف او سپین پوستکی 

په همدې وخت کې استاد د خپل مېز له جابې نه دوه ګیلاسونه چې یو یې ډېر ښکلی او نوی وو او بل یې ډیر ساده او زوړ وو راوویستل. په دواړو کې یې څه شی واچولو او شاګردانو ته یې مخ کړل : په رنګین او نوي ګیلاس کې مې زهر اچولي او په ساده او زوړ کې خوږې اوبه ، تاسې کوم یو انتخابوی ؟

ټولو په شریکه غږ کړ چې : زوړ ګیلاس



استاد وویل ګوری : کله چې تاسې ته د ګیلاسونو باطني حقیقت څرګند شو نو ظاهر یې درته بې اهمیته شو ، زموږ انسانانو حکایت هم همداسې دی ! 

 
 
یادونه: باید د ظاهر ترڅنګ د انسان باطن هم پاک وي او د باطن ترڅنګ ظاهر هم پاک وي ځکه یو سېب چي کله تور داغ ولري نو دا د باطن د خرابېدو علامه ده یعني ددغه سېب باطن خراب دی.
 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته