تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د مصر پاچا ته د رسول الله ص ليک
  تعلبم الاسلام ویب پاڼه
  January 18, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۴۰برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 
د مصر پاچا مُقَوقِس ته د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ليک

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه بله رساله د حاطِب بن ابي بلتَعه رضی الله عنه  په لاس د مصر او اسکندريې و پاچا مقوقس ته ور ولېږل چي د دغه پاچا نوم جُرَيج بن  متي ؤ او مقوقس يې لقب ؤ، دغه رساله تر اوسه پوري ساتل سوې ده او دا ليک داسي ليکل سوى ؤ: 


﴿ بسم الله الرّحمْن الرّحيم، مِن محمّد رسولِ الله إلى المُقوقِس عظيم القِبط، سلامٌ علْى منِ اتّبعَ الهُدْى، امّا بعد: 


دا ليک عيناً هغسي ليک دى لکه و قيصر ته چي ليکل سوى ؤ نو ځکه يې و ترجمه کولو ته ضرورت نسته، حاطِب رضی الله عنه  چي ډير هوښيار او ذکي سړئ ؤ کوم وخت چي  د مُقوقِس و دربار ته ور ننوتى نو يې ورته و ويل: تر تا د مخه پر دغه پاچهي يو سړئ ؤ چي هغه داسي ګمان کاوه چي دئ رب اعلْى دى، چي مقصد يې فرعون ؤ او هغه به ويل: اَنا ربـّکُمُ الأعلْى) زه ستاسي لوى او لوړ رب يم، نو الله جل جلاله  هغه د دنيا او آخرت په عذاب اخته کړى، د ځينو څخه يې په ده سره انتقام واخستى او بيا يې د ده څخه انتقام واخستى،

 

نو ته په نورو سره عبرت واخله داسي مه کېږه چي نور په تا سره عبرت واخلي، بيا يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  رساله ورکړه، د رسالې تر ويلو وروسته د مقوقس او حاطِب رضی الله عنه  په منځ کي سوال او جواب شروع سو، تاسي ښه ورته متوجه سى څومره خوږې خبري دي، مقوقس چي نصراني ؤ و ويل: موږ يو دين لرو چي هغه نه پرېږدو مګر خو بيا يې و هغه دين ته پرېږدو چي زموږ تر دين ښه وي. 


حاطِب رضی الله عنه  و ويل: موږ دي و دين اسلام ته رابولو، هغه دین چي د الله جل جلاله  د طرفه راغلى دى او په هغه دین سره نور اديان باطل سوه، بېشکه دغه نبي خلک و اسلام ته دعوت کړه خو په خلکو کي هغه تر ټولو شديد خلک قريش وه او تر ټولو ډير دښمنان يې يهود وه او هغه چي و ده  ته تر ټولو نژدې دي هغه نصارا دي او زما دي قسم وي چي د موسْى زيرى په عيسْى سره نه دى مګر داسي دى لکه د عيسْى زېرى په محمّد سره، يعني:

 

لکه تاسي چي و خلکو ته تر موسْى وروسته په عيسْى سره زېرى ورکوى موږ و تاسي ته تر عيسْى وروسته په محمّد صلی الله علیه وسلم  سره زېرى درکوو او زموږ د طرفه و قرآن ته ستا دعوتول داسي دي لکه ته چي د تورات خلک و انجيل ته دعوتوې، هر  نبي چي په يو قوم کي پيدا سي هغه ټول قوم د ده امت دى او پر هغه ټول قوم دا لازمه ده چي د ده متابعت وکړي او ته د هغو کسانو څخه يې چي د دغه نبي وخت دي ونيوى، نو بايد متابعت يې وکړې او موږ تا د مسيح عليه السلام  د دينه څخه نه منعه کوو بلکه په هغه سره دي امر کوو ځکه د هغه په دين او کتاب کي دا راغلي دي چي [تر ما وروسته يو نبي راځي چي نوم يې محمّد دى او تاسي يې متابعت وکړی] نو زه دي اوس په هغه دين سره امرکوم. 


د پوښتنو په جمله کي مقوقس داهم و ويل: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او قريشو په منځ کي څه پېښه سوه؟ حاطِب رضی الله عنه  و ويل: هغو جنګونه ور سره وکړه، مقوقس ويل: نو ولي يې و هغو ته ښرا نه کول؟

 

څرنګه چي دئ نبي دى دعاء او ښرا يې قبليږي نو يې ولي د جنګ په عوض و خپل قوم ته ښرا نه کول؟

 

چي د هغه قوم انسانان يې مات کړي او خراب کړي واى؟ حاطِب رضی الله عنه  و ويل: عيسْى عليه السلام  ولي و خپل قوم ته ښرا نه کول؟

 

مقوقس چي نصراني او عيسايي ؤ چپ او بې جوابه سو، ځکه محمّد صلی الله علیه وسلم  او عيسْى عليه السلام  دواړه نبيان او رسولان وه دواړو و خپل قوم ته د رحمت او شفقت په سبب ښرا نه کول بلکه د قوم هدايت يې د الله جل جلاله  څخه غوښتى. 


بيا مقوقس و ويل: ما د دغه نبي په باره کي فکر وکړی په داسي شي سره امر نه کوي چي هغه دي د پرېښوولو وړ وي او د داسي شي څخه منعه نه کوي چي هغه دي د کولو وړ وي، يعني: په هر هغه شي سره چي خلک امر کوي واقعاً هغه داسي شئ دى چي بايد وسي او د هر هغه شي څخه چي خلک منعه کوي هغه داسي شئ دى چي حقيقتاً بايد پرېښوول سي، دئ نه ګمراه ساحر دى او نه درواغجن کاهن دى بلکه په ده کي مي د نبوت علامې وليدلې او زه به نور هم فکر وکم، بيا يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  رساله د عاج په يوه قُطۍ کي کښېښوول هغه يې لاک او مهر کړه او د ساتلو دپاره يې يوې مينځي ته ورکړه چي دا وساته. 


وروسته يې داسي ليکونکى را وغوښتى چي په عربي يې ليکنه کول او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ليک په جواب کي يې دغه ليک وليکى:


بسم الله الرّحمْن الرّحيم، و محمّد بن عبدالله ته د مقوقس عظيم  القبط د طرفه، سلامٌ عليک امّا بعد:

 

ستا ليک مي و وايه هغه څه چي تا ليکلي وه او هغه شئ چي خلک ور بولې په پوه سوم او په دې پوهېدم چي يو نبي پاته دى ما دا سي فکرکاوه چي هغه به په شام کي پيدا سي، ستا د قاصد عزت مي وکړی او تا ته مي دوې جاريې در ولېږلې چي دغه دواړي په قِبط کي د لوړ مقام خاونداني دي (قبط يوه لويه قبيله او قوم دى چي په مصرکي اوسېدى او قبطيان ورته ويل کيږي) او يوه غاطره مي ستا د سپرتيا دپاره په هديه کي در ولېږل. والسّلام عليک. 


تر دغه زيات يې څه نه وه ليکلي او مسلمان هم نه سو، هغه دوې جاريې چي يې را لېږلي وې: يوه ماريه رضی الله عنها  او بله سيرين وه او هغه غاطره چي دلدل ورته ویل کېده .


د معاويه رضی الله عنه  تر وخته پاته وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د مقوقس هديه قبوله کړه، ماريه القبطي رضی الله عنها  چي د اهل مصر څخه وه با عزته او با شرفه ښځه وه د جمال او کمال خاونده وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په نکاح کړه او د دې څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه زوى پيدا سو چي ابراهيم نومېدى او هغه بله جاريه چي سيرين نومېدل رسول الله صلی الله علیه وسلم  و حَسّان بن ثابت الانصاري رضی الله عنه  ته ورکړه.


رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مقوقس په باره کي فرمايي: ده ايمان نه راوړى ځکه دئ بېرېدى که دئ مسلمان سي روم به د ده څخه پاچهي واخلي، نو که د مقوقس سره دغه بېره نه واى ور سره مسلمان سوى به واى، ځکه دئ پوه سو چي محمّد صلی الله علیه وسلم  نبي دى مګر څرنګه چي د مصر پاچا مقوقس د روم د پاچا  قيصر چي نصراني ؤ د حکم تابع او د هغه تر اثر لاندي ؤ، نو ويل: که زه مسلمان سم  روم به پاچهي را څخه واخلي.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته