تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د سلام بن ابي الحُقَيق يهودي وژل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 7, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۹۹برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د سلام بن ابي الحُقَيق يهودي وژل

سلام بن ابي الحُقَيق چي په ابو رافع سره مشهوره ؤ د هغو يهودو د لويو مجرمانو څخه   ؤ   چي د مسلمانانو پرضـد يې احزاب سره يو ځاى کړل، په مال او اسلحه سره يې د احزابو ډېره مرسته وکړه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  به يې همېشه آزاراوه، اوس چي مسلمانان د بني قريظه د يهودو څخه فارغه سوه نو د خزرج د قبيلې مسلمانانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د دغه ابو رافع د  وژلو اجازه و غوښتل، لکه څرنګه چي د مخه مو درته و ويل: چي کعب بن  الأشرف يهودي د أوس د قبيلې د مسلمانانو د طرفه و وژل سو، اوس د خزرج قبيله هم غواړي چي داسي يو فضيلت او افتخار ځان ته حاصل کړي لکه د أوس قبيلې چي دکعب بن الاشرف په وژلو سره لاس ته راوړى ؤ. 

 


نو ځکه يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه د سلام بن ابي الحُقيق د وژلو اجازه وغوښتل رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د هغه د وژلو اجازه ورکړه او د دغه کار د عملي کولو په لار کي يې د ښځو او کوچنيانو د وژلو څخه منعه کړه، اوس  نو دغه کوچنۍ ټولۍ چي شمېر يې پنځه نفره او مشر يې عبدالله بن عتيک رضی الله عنه  ؤ ټول د خزرج د قبيلې د بني سلمه څخه وه او د خپل مقصد د عملي کولو دپاره تیار او آماده سوه، نو دغه کوچنۍ ټولۍ د مدينې منورې څخه و وتل او د خيبر پر طرف رهي سوه ځکه د ابو رافع قلا او استوګنه هلته وه، اوس چي د ابو رافع و قلا ته ور نژدې سوه لمر لوېدلى ؤ خلک خپلو کورو او ځايو ته تللي وه، عبدالله و خپلو ملګرو ته و ويل:

 

تاسي دلې کښېنى زه ورځم او د دروازه وانه سره خوږه معامله کوم ښايي و قلا ته ننوزم.


عبدالله بن عتيک رضی الله عنه  د قلا د دروازې و طرف ته ور نژدې سو او هلته يې کالي پر داسي ډول سره را ټول او پورته کړه لکه يو څوک چي د قضاءِ حاجت دپاره کښېني، دا داسي وخت دى چي د قلا خلک خپلو کورو ته ننوتلي دي، دروازه وان پر ناري کړه: يا عبدالله! که غواړې چي ننوزې؟ ننوزه زه غواړم چي دروازه بنده کړم، د دروازه وان دا خيال سو چي دئ هم د قلا د اوسېدونکو څخه یو نفر دى او عبدالله يې په دې سبب نه ورته و ويل چي د ده نوم ور معلوم ؤ بلکه عبدالله يعني: د الله بنده او دا په عربو کي عادت دى چي د چا نوم يې نه وي زده د عبدالله په نامه سره ورته وايي، يعني: د الله بنده، نو دروازه وان ورته و ويل: اې د الله بنده که غواړې چي ننوزې؟ ننوزه زه غواړم چي دروازه وتړم. 

 


عبدالله بن عتيک رضی الله عنه  وايي: زه هم قلا ته ننوتم او هلته پټ سوم، اوس چي ټول خلک قلا ته ننوتلي وه دروازه وان دروازه بنده کړه او د دروازې کِلۍ يې هلته په يوه موږي يا مېخ وځړولې، پسله څه وخته زه و کِلَيو ته ور ولاړ سوم او د قلا دروازه مي خلاصه کړه، دغه دروازه مي دغسي خلاصه پرېښوول او اوس په ابو رافع پسي ګورم، و مي ليده چي ابو رافع د خپلو آشنايانو يا انډيوالانو سره په يوه لوړه کوټه يا بالا خانه کي ناست ؤ .


او مجلس يې کاوه، زه هم د ده په انتظار ورته کښېنستم کله چي د ده د شپې د مجلس انډيوالان ولاړل زه و هغه بالا خانې ته ور وختم، هره دروازه چي به مي خلاصول هغه به مي زما د طرفه په ځان پسي تړل، دا د دې دپاره:که يهود په ما خبر هم سي خو تر څو چي زه سلام بن ابي الحُقیق وژنم دوی په ما پسي نه سي را رسېدلای. 


څو و هغي کوټې ته ورغلم چي دئ هلته ؤ، په کوټه کي تکه توره تاريکه ده او دئ د خپلي کورنۍ په منځ کي دى ما ته دا نه را معلومېدل چي دئ دکوټې په کوم ځاى کي دى؟ نو مي ږغ کړه: ابارافع! ده ويل څوک يې؟ ما د ږغ پر طرف ور و ځغستل او د توري وارى مي پر وکړی، ده يوه لويه چغه وکړه او زه دکوټې څخه را و وتم هلته ګوښه ودرېدم نه پوهېږم چي وژلى به مي وي که يا؟

 

دوهم وار بيا و هغې کوټې ته ور ننوتم او دا وار لکه د ده غمخور يا کومکي چي يم ما ويل: يا ابا رافع! دا د څه شي آواز ؤ؟ ده ويل: ستا مور ته دي وَيل وي په کور کي يو سړئ دى زه يې په توره و وهلم، وايي: زه پوه سوم چي کاري مي نه دى وهلى او نه مي دى وژلى نو ورغلم د توري څوکه مي د ده پر نس کښېښوول څو د ده تر شا مي و ايستل، اوس مي نو يقين سو چي و مي وژى، نو مي يوه يوه دروازه خلاصول او را وتلم څو وځينو ته ورسېدم، په ځينو کي کښته کېږم زما داسي خيال سو چي ځينې خلاصي سوې او زه مځکي ته ورسېدم، خو چي زه مخ ته ولاړم ځينې نه وې خلاصي سوي او زه و لوېدم، پښه مي په پُنډۍ کي ماته سوه، پښه مي په لنګوټه ټينګه وتړل او ولاړم د قلا د دروازې سره کښېنستم ما ويل: نن شپه نه وزم څو دا معلومه نه کړم چي وژلى مي دى که يا؟

 

کوم وخت چي د چرګانو آذانونه سوه يوه سړي د قلا پر سر يا بام ناري کړه: د اهل حجاز تاجر ابو رافع و وژل سو، وروسته زه خپلو ملګرو ته ورغلم او ورته و مي ويل: الله جل جلاله  ابو رافع و وژى، بيا نو په مدينه منوره کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلم او قصه مي ورته وکړه رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل پښه دي وغځوه، ما پښه وغځول او ده صلی الله علیه وسلم  لاس پر تېرکړى پښه مي داسي جوړه روغه سوه لکه هيڅ چي نه وه په سوي.         


دا د امام بخاري رحمة الله عليه  روايت ؤ. 


خو ابن اسحاق رحمة الله عليه  وايي چي پنځه سره مسلمانان يو ځاى وابو رافع ته ور ننوتل او ټولو د ده په وژلو کي حصه اخستې ده او هغه څوک چي دئ يې تر مرګه پوري په توره واهه هغه عبدالله بن اُنيس رضی الله عنه  ؤ او په دغه روايت کي وايي: کوم وخت چي يې ابو رافع د شپې و وژى او د عبدالله بن عتيک پښه ماته سوه نو دئ يې واخستى او د قلا په هغه مورۍ چي د اوبو  واله يا لښتئ پکښي تېر سوى ؤ ننوتل او پټ سوه، يهودو اورونه بل کړه او هري خواته په دوى پسي وګرځېدل، څو د دوى د پيدا کولو څخه نا اميده سوه نو بيرته وابو رافع ته ورغله او د عبدالله ملګرو عبدالله واخستى څو په مدينه منوره کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغله. 


د دغي ډلي لېږل د هجرت د پنځم کال د ذوالحجې په مياشت کي وه.


اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د احزابو د غزاء او د بني قريظه د يهودو څخه فارغه سو او د جنګ و مجرمانو ته يې پوره جزاء ورکړه نو يې و هغو عربو او هغو قبيلو ته چي د خندق په غزاء کي د مسلمانانو پر ضـد را ټولي سوي او يو ځاى سوي وې تأديبي حملې متوجه کړې، دا هغه قبيلې او قومونه وه چي بېله زور او قوته يې د أمن  او سلامتيا ژوند نه خوښاوه،چي د دغه مقصد دپاره څو غزاوي سوي دي او څو سريې لېږل سوي دي او د دغو غزاوو او سریو د لېږلو څخه د اسلام نشرول هم مقصد وه.


اوس به هغه غزاوي او سريې درته بيان سي چي د هجرت په شپږم کال کيد حديبيې تر صلحي د مخه پيښي سوي دي.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته