تازه سرليکونه
د (د حاجيانو قافله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حج بدل شرطونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 12, 2021
  0

د حج بدل شرطونه


لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


یو څوک چي بېله حج کولو څخه مړ شي او حج هم پر فرض شوی نه وي نودده وارث یا بل هر څوک که پخپلو پیسو دده په نیت حج وکړي یا د حج د اداء کولو څخه وروسته يې ثواب ورته وبخښي ثواب يې ورته رسیږي . 


که پر چا حج فرض شوی وي او د حج د اداء کولو څخه مخکي مړ شي او د حج وصیت هم و نه کړي نو دده پر ځای دده وارث یا بل هر څوک چي وي پخپله خوښه هم پخپله حج کولای شي او هم په بل چا دده لپاره حج اداء کولای شي البته پر وارث يې لازمه نه ده چي دده د میراث څخه به دده د پاره حج اداء کوي ځکه ده وصیت نه دی کړی د امام شافعي  په آند پر وارث يې دده د مال څخه دده پر ځای د حج اداء کول لازم دي. 

ددغه ډول نفر پر ځای چي حج پر فرض شوی وي مګر د حج د اداء کولو څخه مخته بېله وصیت څخه وفات شي که یو بل کس پخپله خوښه په خپل مال دده لپاره حج اداء کړي نو ان شاء الله د مړي د فرضي حج غاړی په خلاصیږي ځکه دا د ایصال ثواب لپاره دی په ایصال ثواب کي د مړي وارث او بېګانه توپیر او فرق نه سره لري. 


دا هغه ډول مسئله ده لکه څوک چي په خپله خوښه د مور یا پلار یا د دواړو لپاره حج وکړي د حج اعمال دده لخوا واقع کیږي البته ثواب يې په هغو کي یوه یا دواړو ته دده لخوا بخښل کیږي . 


په بل د حج کولو شرطونه


څوک چي په بل چا د ځان لپاره حج کوي نو هغه بېلا بېل صورتونه  لري او هر صورت ئي ځان ته شرطونه لري ، دلته يې یو څو عام صورتونه ذکر کوو ، که پر چا حج فرض شوی نه وي او بیا په بل چا د ځان د پاره فرضي حج وکړي د نائب حج يې د فرضي حج ځای نه نیسي که څّه هم پر ده وروسته حج فرض شي .


که څوک د عجز لکبله په بل چا خپل فرضي حج اداء کړي نو شرط دا دی چي دده عجز به د همهغه مهال څخه چي دی په بل چا د ځان لپاره فرضي حج کوي بیا تر مرګ پوري دوام کوي نو ځکه که معذور لکه مریض او بندي په بل چا د ځان فرضي حج اداء کړي که عذر يې تر مرګ پوري دوام پیدا کړ نو دده فریضه په اداء شوه خو که عذر يې له منځ څخه ولاړ،يعني مریض جوړ شو، بندي د بند څخه آزاد شو او پخپله يې د حج د اداء کولو توان پیدا کړ نو پر دوی لازمه ده چي خپل فرضي حج به پخپله اداء کوي . 


که څوک د حج وصیت وکړي نو بیا د هغه چا په حج دده فرضي حج اداء کیږي چي هغه لره د حج کولو امر شوی وي او دده په پیسو حج اداء کړي ، که څوک وصیت وکړي چي دده پر ځای دي فرضي حج اداء کړي او بیا يې وارث یا بل څوک پخپل مال د ځان څخه دده د پاره حج وکړي د وصیت کونکي فرضي حج نه په اداء کیږي ، ځکه دا حج د هغه د وصیت مطابق د هغه په مال نه دی شوی ، خو که څوک وصیت و نه کړي او بیا يې وارث یا بل څوک په خپله خوښه دده د پاره حج وکړي نو ان شااللهء د فرضي حج غاړه يې په خلاصیږي ،بل شرط دا دی البته د صحیح قول پر بنسټ چي نائب به د بل پر ځای حج د اجورې په بدل کي نه اداء کوي که څوک بل چا ته ووايي چي زه تا ته د حج د خرڅ څخه علاوه دونه اجوره درکوم ته زما لپاره یا د پلانکي لپاره حج وکړه او  یا نائب د اجورې په بدل کي حج ورته کوي نودا د اجورې او مزدوري په شرط حج د بل چا د پاره نه صحیح کیږي .

بل شرط دادی چي حج به د هغه چا په مال اداء کیږي چي د هغه لپاره حج کیږي یا لږ  تر  لږه به د خرڅ زیاته برخه د میت د مال څخه وي خو دا په هغه صورت کي چي میت وصیت کړی وي ، که څوک په خپلو پیسو د هغه د پاره حج اداء کوي نو د میت فرضي حج نه په اداء کیږي ، البته که میت وصیت نه وي کړی نو بیا که وارث یا بل څوک د هغه د پاره په خپلو پیسو حج وکړي نو ان شاء الله د میت د فرضي حج غاړي په خلاصیږي ، د وصیت او نه وصیت تر منځ فرق لدې کبله رامنځ ته کیږي چي د وصیت په صورت کي میت آمر دی مامور یعني نائب به د آمر د امر څخه مخالفت نه کوي ولي که مخالفت وکړي نو نیابت يې نه صحیح کیږي ، د وصیت کونکي امر دادی چي دده په مال یعني د میراث د دریمي برخي څخه به دده د پاره حج اداء کیږي ترڅو د مال ښندني ثواب هم ورته حاصل شي .


بل شرط دادی چي نائب به حج د وصیت کونکي میت د وطن څخه اداء کوي که د میراث په دریمه برخه يې د هغه ځای څخه حج اداء کېدلای شوای او که د میراث په دریمه برخه د میت د وطن څخه حج نه اداء کېدى نو بیا به د هغه ځای څخه حج ځني کوي چي د میت د میراث په دریمه برخه د هغه ځای څخه حج اداء کېدلای شي ، که میت د خپل وطن څخه پرته بل ځای ورته ښودلی وي نو بیا به نائب د هغه د وصیت مطابق د هماغه ځای څخه چي میت ورته ښودلی دی حج اداء کوي .

بل شرط دادی چي نائب به د احرام په وخت کي د هغه چا د حج نیت کوي چي د هغه لپاره حج اداء کوي ، نیت به اصلاً په زړه کي کوي خو که  په ژبه هم ووايي نو غوره ده چي د پلانکي لخوا څخه د حج احرام تړم .


 ماخذ: د حج ښه ملګری


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته