تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غوره اړيکي
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 13, 2020
  0

غوره اړيکي

 

ژباړه: محمد اسمعیل شهاب

 

وړاندي ډالۍ:

که د انسان ژوند ته وکتل سي نو معلومه به سي چي انساني ژوند د مختلفو اړيکو او تعلقاتو نوم دی، ځکه کله چي انسان دنيا ته راځي نو دهغه څخه مخکي د هغه اړيکي او تعلقات منځته راغلي وي، هغه چي په دنيا کي قدم (پل) ايږدي دهغه لپاره دوه موټي (بازوګان) بې تابه وي، د مور مورتوب دهغې په سينه کي دځيګر د وينو په کوټولو سره بې تابه وي، د پلار اوږې دهغه د بوج پورته کولو هر وخت تياري وي، او بيا چي کله هغه دنيا ته راځي، نوڅومره مېنه کوونکي نظرونه، څومره پورته کوولو والا لاسونه، څومره موټي(بازوګان) دهوسايي ورکولو لپاره موجود وي. کله چي هغه خاندي، دهغه دخندا څخه څومره خنداوي زيږي، کله چي هغه ژاړي دهغه د ژړا څخه څومره زړونه بې قراره کيږي، بيا پرهغه د لورينو، دهغه دغوښتنو څومره خيال ساتل کيږي، بيا چي کله د (زمليتوب) دور ته رسيږي، نو! دهمزولو او دوستانو يوه نړۍ پيداکيږي، بيا هغه د مدرسې او مکتب عمر ته رسيږي هلته بيا نوي تعلقات زيږي، داغه رنګه درجه په درجه مخته ډېريږي، کله چي هغه خپل د تعليمي دورې بشپړولو پوري رسيږي،نو دنويو تعلقاتو ځينځير نور هم اوږديږي.

 

په زړه پوري اړيکي:

کله چي هغه په عملي ژوند کي داخليږي نو اوس د مسؤليتونو د بار سره سره مسلکي اړيکي، علمي مجلسونه، ديني، قومي او دملي اړيکو يوه نوې نړۍ په وجود راځي.

بيا چي کله دهغه واده کيږي او هغه خپل کورنۍ سنبالوي نوبيا ټولنيز تعلقات، دهمسايه ګانو حقوق، دکلي خلک، او د راشه درشه کسانو ذمه داري، د دوستۍ او دښمنۍ څخه پيداسوي اړيکي، او دضرورتونو له وجه نوي نوي کيسې...

دخپل روزني، خوراک، لباس، اوفطري صلاحيتونو ودي، نشو و نما، او دهغه عملي کولو لپاره د ټولنيز ژوند ضرورتونه، بيا د دوستۍ څځه پيداسوي اړيکي، دځمکي او هيواد اړيکي، لنډه دا چي د انفرادي او اجتماعي مسؤليتونو څځه ډک يو اوږد فهرست دی، د کوم له پيداکولو (لاسته راوړلو) څخه چي د ژوند نقشه اماده کيږي، له دغه ذمه داريو څخه کاميابي حاصلول او دعمر په اوږدو کي يې ساتلو او جوړولو ته انساني ژوند ويل کيږي.

 

د انساني ژوند جمال (ښايست):

د يو انسان د ټولو خوشحاليو او نېکبختيو دار و مدار دهغه دتعلقاتو په خوښ ساتلو کي دی، لکه مور او پلار دخپل اولاد په محبت سره، اولادونه خپل د والدينو په شفقت سره، خور او ورور يو دبل په رفاقت سره، ملګري او انډيوالان يو دبل په مينه سره، لنډه دا چي هره اړيکه دبلي اړيکي سره په يو ځای کېډو سره خوښي محسوسوي، او د ژوند د دا تعلقاتو په کاميابي ادا کولو سره په ژوند کي خوښي، هوسايي، خوشحالي، او ورين تندي والي، هغه کيفيت پيداکوي، له کوم څځه چي انساني ژوند سوکاله او خوشحاله کيږي، هيڅ يوه انساني ټولنه ددې خبري څخه انکارنسي کولای چي دکوم خپل منځي تعلقاتو دښه سلوک او رويې څخه خوښي او هوسايي په وجود راځي، او دغه ډول تعلقات له منځه وړل او ذمه داري يې نه اداء کولو سره چي کوم بدمرغي منځته راځي، ژوند ټپي ټپي کيږي، د انسانيت څهره داغيږي، ددې لپاره هيڅ انساني ټولنه هيڅ کله ددې خبري تحمل نه سي کولای چي په ژوند کي يې داسي تريخوالی پيداسي، له کومه څخه چي کور، ټولنه، تعليمي ادارې، دلوبو ميدانونه، سياسي او حکومتي دفترونه د تشويش او پرېشانيو نړۍ جوړه او پاته سي.

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 24 ګڼه

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته