تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د استاد په شان کي بې احترامي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 4, 2020
  0
لیکنه: محمد محمدي
 
الله جل جلاله د بشر د لارښووني لپاره پېغمبران علیهم السلام را ولېږل، چي په حقیقت کي دوی د خپلو امتونو مقتدایان، رهبران، لارښوونکي او استادان دي. کومو انسانانو چي د پېغمبر خبري ته په پوره توګه لبیک ووایه د هغوی خبره یې ومنل او عملي یې کړل، نو د دنیا او اخرت نېکمرغي او سرلوړي یې لاس ته راوړل.
 
کومو کسانو چي د پېغمبر خبره رد کړل او سربېره پر دې یې دوی ته سپکي سپوري هم وویلې او د دوی تکذیب یې وکړ. نو تاوان د (دنیا او اخرت) یې خپل کړ او نېمکرغي یې له لاسه ورکړه.
 
همدغه حقیقي مقتدیانو او استادانو د الهي حکم په اساس د بشر د خلاصون لپاره هر راز هلي ځلي کولې تر څو یې پېروان د اخروي او ابدي اوره څخه نجات پېدا کړي. همدوی د مقتدایانو مقتدا او رهبران دي!
 
د اخري نبي محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم تر زمانې را وروسته دا کار علماؤو ته پاتي سو. بلکي په عموم کي د ټولو مسلمانانو وجیبه وګرځېده چي په ټولنه کي به د امر بالمعروف او نهي عن المنکر فرېضه پلي کوي تر څو د فتنې او فساد جرړي په ځمکه کي پاتي نسي.
 
دا چي په اوسني وخت کي د عصري علومو څخه هم چاره نسته او مسلمان باید د دیني علم تر څنګ عصري علم هم ولري نو فلهٰذا په عصري علومو کي زموږ استادانو لره پکار ده چي د انبیاء علیهم السلام په لارښوونو مستقیم واوسي، د هغوی لارښووني او هدایات مخي ته کښېږدي، او دا یو لوی ویاړ وبولي چي د خپلو تدریسو چارو په دوران کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارښوونو اقتدا کوي، همدارنګه په ښو امر او د بدیو څخه منع کول په احسنه طریقه جاري وساتي ترڅو د رښتني معلم اطلاق پر وسي ځکه د نبي علیه السلام پیروي پر موږ ټولو فرض ده. پردې بنیاد همدغه د عصري علومو استادان زموږ رهنمایان بلل کیږي او پر موږ یې (په ټولو مشروع چارو کي) اطاعت او احترام کول لازم دی.
اوس راځم د زده کونکو او محصلینو په لور، کومو محصلینو او زده کونکو چي په اخلاص او په پوره احترام (استادانو) ته درس نه وي ویلي خپلو موخو ته هیڅکله نسي رسېدای.
 
په افغانستان کي د کاله د یو لک په شاوخوا کي زده کونکي د مکاتبو څخه فارغه کیږي مګر په دې شمېرنه کي یې ډېر کم د خپلي خوښي پوهنځی ته بریالي سوي دي. ډېر زده کوونکي هغه پوهنځیو ته بریالي سوي وي چي علاقه نه ورسره ښيي او په زیاته کچه زده کونکي بې نتیجې وي.
 
د عمده لاملونو څخه یې یو مهم لامل په ټولګۍ او درسګاه کي د استاد احترام نه کول دي. په مکاتبو کي ډېر زده کوونکي د خپلو استادانو درناوي ته په پوره توګه قایله نه وي.
 
د استاد سره بې نزاکتي، د استاد په وړاندي عکس العمل ښودل، د استاد اطاعت نه کول، په ټولګۍ کي درس ته په سمه توګه نه متوجه کېدل، د درس په وړاندي خنډ جوړېدل، په ټولګۍ کي بې ادبه ناسته کول او په منظمه توګه خپلو درسونو ته نه حاضرېدل ټول هغه عوامل دي چي کړنه یې د استاد په شان کي بې احترامي ده.
 
ددې لپاره چي ښه زده کونکي او محصلین واوسو پکار ده چي د اصحابو کرامو ژوند مطالعه کړو چي هغوی د پېغمبر صلی الله علیه وسلم په درس کي په کوم شکل سره کښېنستل. هغوی ته د پوره احترام او د علم سره د زیات حرص له وجي الله جل جلاله سعادت د دارینو ور په برخه کړی او څه د پاسه څوارلس سوه کاله بعد یې موږ تاریخ په ډېر افتخار سره مطالعه کوو.
 
پکار ده چي د امام اعظم ژوند مطالعه کړو چي د خپلو استادانو یې څومره احترام کاوه او پایله یې دا سوه چي د نړۍ اکثریت برخه مسمانان یې تقلید کوي او لار یې تعقیبوي.
 
خلاصه دا چي کومو کسانو چي و استادانو ته په پوره احترام او عزت کتلي دي نه یوازي دا چي خپلو موخو ته رسېدلي بلکي الله تعالی ورڅخه راضي سوی هم دی.
 
او کومو کسانو چي د استاد بې احترامي کړې او د استادانو په شان کي یې حق تلفي کړېده نه یوازي دا چي خوار سویدي بلکي هیڅکله هم خپلو اهدافو ته نه دي رسېدلي.
 
د زدکونکو او محصلینو لپاره درسي چاپیریال ډېر حساس دی پدې چي د دوی برخلیک ټاکي نو دوی هم باید و درسي چاپېریال ته له هري نګاه څخه حساس واوسي.
 
ـــــــــــــــــ
محصل ته نصیحت

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته