تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت دوولس نفره نقيبان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 2, 2020
  0

نبوي سیرت (۱۱۳ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

دوولس نفره نقيبان

پسله هغه څخه چي بيعت پاى ته ورسېدى رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى څخه وغوښتل چي د خپل منځ څخه دوولس نفره مشران وټاکي چي هغه به پر  خپل قوم نقيبان وي، يعني: د خپل قوم د طرفه د دغه بيعت د بندو، يا مادو د عملي کولو مسئوله او ضامنان دوى دي، ډير ژر او په دغه وخت کي دغه دوولس نفره وټاکل سوه چي (9) نفره يې د خزرج د قبيلې څخه وه او (3) نفره يې د أوس د قبيلې څخه وه او د دغو نقيبانو نومونه په دې ډول سره دي: هغه کسان چي د خزرج د قبيلې څخه وه:  

1 -   اسعد بن زُراره بن عدس.           

2 - سعد بن ربيع بن عمرو. 

3-  عبدالله بن رواحه بن ثعلبه.                     

4 - رافع بن مالک بن العجلان. 

5- البراء بن معرور بن صخر.             

6 - عبدالله بن عمرو بن حرام.

7 -  عُباده بن الصامت بن قيس.                

8    - سعد بن عباده بن دُلَيم.
9 – المُنذر بن عمرو بن خُنیس.

       

او هغه کسان چي د أوس د قبیلې څخه وه:

1 -  اُسيد بن حُضير بن سماک.                     

2   - سعد بن خَيثَمه بن الحارث.

3-  رفاعه بن عبدالمنذر بن زبير.

کوم وخت چي دغه مشران يا نقيبان و ټاکل سوه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغو څخه د مشرانو او رئيسانو په صفت بل عهد واخستى او ورته وې فرمايل:  تاسي د خپل قوم داسي کفيلان او ضامنان ياست لکه حواريين چي د عيسْى بن مريم دپاره وه؟

او زه د خپل قوم کفيل او ضامن يم، هغو و ويل:  هـو.

 

 

ان شاءالله نور بیا....

 

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته